• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کورمه کې د اوربند سره، سره تازه د ۱۳ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د فرقه‌ییزو شخړو له امله تازه ۱۳ نور کسان وژل شوي، چې له دې سره په دغو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ١٢٤ ته لوړ شو.

يو ځايي حکومتي چارواکی وایي، سوني او شيعه جنګياليو په وار، وار د اوربند له امره سرغړونه کړې ده.
تازه جګړه د تېرې پنجشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوه، چې د شیعه مذهبو پر دوو جلا کاروانونو چې د پولیسو تر څارنې لاندې روان وو، برید وشو چې له امله یې تر ۴۰ ډېر کسان ووژل شول.
له هغه وخت راهیسې د سپکو او درنو وسلو کارولو سره د لسو ورځو دغې جګړې د سیمې وضعیت کړکېچن کړی، لویې لارې تړل شوې او مخابراتي خدمتونه هم په ټپه درېدلي دي.
په کورمه کې یو حکومتي چارواکي عرب نیوز ته ویلي، چې په وژل شویو کې دوه یې سوني او ۱۱ یې شیعه مذهبه وګړي دي او په دغو تازه جګړو کې تر ۵۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.
پولیس وایي، چې ډېری خلک غواړي د تاوتریخوالي له امله له سیمې وتښتي؛ خو د خراب امنیتي وضعیت له امله دغه چاره ناشونې شوې ده.
تېره اوونۍ د ولایتي ادارې له‌خوا د اوو ورځو اوربند اعلان شو؛ خو له دغه اوربنده په وار، وار سرغړونې وشوې.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، په سیمه کې د جولای او اکتوبر ترمنځ په فرقه‌ییزو نښتو کې ۷۹ کسان وژل شوي دي.
ځیني سیمه‌ییز بیا خلک وایي، چې شخړه په عمومي ډول په غرنیو سیمو کې د ځمکې پر سر راپورته شوې؛ خو ګڼ سیاسي کارپوهان بیا په دې باور دي، چې د دغو شخړو تر شا د سترو استخباراتي کړیو لاس دی او د یو شمېر هېوادونو له‌خوا په جګړه کې د ښکېلو غاړو د وسلو رسولو او مالي ملاتړ کېږي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

د اندونیزیا ژغورونکي په سوماترا کې د ځمکې ښویدنې وروسته د لادرکه کسانو په لټه کې دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۴۹ GMT+۰
د اندونیزیا ژغورونکي په سوماترا کې د ځمکې ښویدنې وروسته د لادرکه کسانو په لټه کې دي
100%

اندونیزیایي ژغورونکو د جمعې په ورځ په شمالي سوماترا ولایت کې په درې موټرو او بسونو کې د سپړو هغو کسانو په لټه کې دي چې د جمعې په ورځ د سختو سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله له په خټو کې بند پاتې دي. دغې ځمکۍ ښویدنې او سیلابونو پایله کې لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه شوي.

د اندونیزیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې په سوماترا ولایت کې د تېرې اونۍ سخت بارانونه په څلورو بېلابېلو ولسوالیو کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې لامل شوي دي.

د شمالي سوماترا د پولیسو ویاند هادي وحیدي د جمعې په ورځ رویټرز ته وویل، چې د چهارشنبې په ورځ په یوه غرنۍ سیمه کې په یو سړک د ځمکې ښویدنې له امله د مړو شمېر له اوو څخه نهو ته لوړ شوی دی.

لږ تر لږه پنځه موټر، یو بس او یوه لارۍ د ځمکې ښویدنې وروسته د یوې غونډۍ په څنډه بند پاتې دي.

هادي وویل: "موږ لا هم نه پوهیږو چې څومره کسان لا هم بند پاتې دي."

په نورو ولسوالیو کې، د اونۍ په پای کې د ځمکې ښویدنې له امله ۲۰ کسان مړه شوي او ژغورونکي به د شنبې تر ورځې پورې د دوو ورک شویو کسانو لټون کوي.

د اندونیزیا د هوا پیژندنې ادارې خبرداری ورکړي، چې د ۲۰۲۴ کال په پای کې د شدیدو بارانونو اټکل کیږي.

د سوریې د پوځ ځواکونه د حلب له څو سیمو څخه وتلي دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۵ GMT+۰
د سوریې د پوځ ځواکونه د حلب له څو سیمو څخه وتلي دي
100%

العربیه شبکې د لبنان د یو چارواکي او د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې له قوله ویلي، چې د بشارالاسد د حکومت یو شمېر ځواکونه د حلب له څو سیمو څخه پرته له جګړې وتلي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د تحریر الشام او د سوریې د پوځ ترمنځ نښتو ته په اشارې سره ویلي، چې د حلب په لویدیځو سیمو کې د بشارالاسد د پلوي ځواکونو شمېر کم شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د بشارالاسد مخالفې وسله والې ډلې په څو ساعتونو کې د حلب ښار پنځه سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او د سراقب سیمه یې هم نیولې ده.

العربیه هم راپور ورکړی،چې د بشارالاسد مخالفې وسله والې ډلې اوس د حلب او ادلب په څنډو کې ۶۵ښارګوټي او کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې زیاته کړې، چې د تحریر الشام ډلې ځواکونه د بشارالاسد د حکومت د ځواکونو له مقاومت پرته حلب ښار ته ننوتلي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د بشارالاسد د مخالفو وسله والو ډلو او د حکومت د ځواکونو ترمنځ نښتې په دې سیمه کې د کړکېچ د زیاتیدو لامل شوي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه، چې د انقرې لومړیتوب په سیمه کې د لا بې ثباتۍ مخنیوی دی.

په هند کې یوې کورنۍ خپله څلور کلنه ماشومه لور پلورلې ده

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۰
په هند کې یوې کورنۍ خپله څلور کلنه ماشومه لور پلورلې ده
100%

د هندي رسنیو د راپور له مخې، یوې کورنې خپله ماشومه لور پلورلې ده. پولیسو ویلي، چې د دې نجلۍ مور او پلار د بیهار ایالت اوسیدونکي دي، چې کاریګر او له خراب مالي وضعیت سره مخ دي.

د هند پولیس وايي، چې د ماشومې مور او او پلار د ډېرې بې وزلۍ له امله خپله څلور کلنه لور په یوې بې اولاده کورنۍ په ۴۰ زره هندي کلدارو پلورلې ده.

پولیس د پېښې له خبریدو سره، نجلۍ ژغورلې او د نجلۍ د مور او پلار په ګډون یې شپږ کسان نیولي دي.

د پولیسو په وینا، د پلټنو پر مهال د نجلۍ مور او پلار هم پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

په غزه کې د اسراییلي پوځیانو برید کې ۳۰ کسان وژل شوي دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۷ GMT+۰
په غزه کې د اسراییلي پوځیانو برید کې ۳۰ کسان وژل شوي دي
100%

فلسطیني ډاکټرانو د جمعې په ورځ وویل، چې د اسراییلي پوځیانو برید کې تېره شپه لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان د غزې په تړانګه کې ووژل شول چې ډېرې یې د نصیرات کمپ اوسیدونکي دي.

دغو ډاکټرانو وویل، چې دوی د نصیرات کمپ په شمالي سیمو کې د ۱۹ فلسطینیانو جسدونه موندلي.

ډاکټرانو زیاته کړه، پاتې نور د غزې تړانګې په شمالي او سویلي سیمو کې وژل شوي دي.

اسراییلي پوځ د جمعې په ورځ تازه څرګندونې نه دي کړي، خو د پنجشنبې په ورځ یې ویلي و، چې د دوی ځواکونه په غزه کې د عملیاتي فعالیتونو د یوې برخې په توګه د ترهګرو پر اهدافو بریدونو ته دوام ورکوي.

لسګونه فلسطینیان د جمعې په ورځ هغه وخت خپلو سیمو ته راوګرځیدل چې د خپلو کورنو زیانونه وګوري، کله چې اسراییلي پوځ ترې شاتګ کړی. د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه هم ترلاسه شوي دي.

همدا راز ډاکټرانو وویل، چې د جمعې په ورځ یوې اسراییلي بې پیلوټه الوتکې د غزې د تړانګې په شمالي څنډه کې د بیت لاهیا په کمال عدوان روغتون کې د جدي پاملرنې څانګې مشر احمد الکهلوت وواژه.

د کمال عدوان روغتون دوو طبي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې الکهلوت هغه مهال د بې پیلوټه الوتکې په یو راکټ هغه مهال ووژل شو کله چې د روغتون له دروازې تېریده.

د غزې د روغتیا وزارت وویل، چې د دې اونۍ په پیل کې د روغتون مسوول او ۱۲ نور ډاکټران هم په ورته بریدونو کې ټپیان شوي وو.

اسراییلي پوځ تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کمال عدوان روغتون د غزې تړانګې په شمالي څنډه کې یو له درېیو طبي تاسیساتو څخه دی چې اوس د طبي، سوند توکو او خوراکي توکو د کمښت له امله په سختۍ سره فعالیت کوي.

د روسې او شمالي‌کوریا د دفاع وزیرانو د پوځي همکاریو د پراخولو په موخه سره لیدلي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۹ GMT+۰
د روسې او شمالي‌کوریا د دفاع وزیرانو د پوځي همکاریو د پراخولو په موخه سره لیدلي
100%

د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسف د جمعې په ورخ (د لېندۍ ۹مه) له خپل سیال نو کوانګ چول سره په شمالي کوریا کې ولیدل. دا ناسته د اوکرایین له یو پلاوي سره د سویلي کوریا د ولسمشر له کتنې دوه ورځې وروسته ترسره شوې ده.

په وروستیو اونیو کې د شمالي کوریا شاوخوا لس زره سرتېري له اوکراین سره د جګړې لپاره روسیې ته استول شوي دي.

د روسیې دفاع وزیر پیونګ یانګ ته د خپل سفر موخه "د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو پراخول" وبلل.

بلوسوف زیاته کړه، چې د ستراتیژیکو همکاریو تړون په دې وروستیو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون تر منځ لاسلیک شوی چې د شمال ختیځې اسیا په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په لټه کې دی.

د روسیې د دفاع وزیر په وینا، دا موافقه د اټمي مقابلې په ګډون د جګړې د خطر د کمولو او په سیمه کې د قدرت د توازن د ساتلو په هدف شوې ده.

په دې غونډه کې د شمالي کوریا د دفاع وزیر هم ټینګار وکړ،چې پیونګ یانګ د "نړۍوالې سولې او امنیت ساتلو" لپاره له خپلو "روسي ملګرو" سره په ګډه جبهه کې ولاړ دی.

په وروستیو اونیو کې روسیې ته د شمالي کوریا د شاوخوا لس زره پوځیانو د استولو خبرونه خپاره شوي دي.

امریکا د لړم په دویمه نېټه تایید کړه چې د شمالي کوریا پوځیان د اوکراین پر ضد د جګړې لپاره روسیې ته استول شوي دي.

اوکراين د لړم په لسمه نېټه اعلان وکړ، چې د درېيو جنرالانو په ګډون د شمالي کوريا د پوځ ٥٠٠ پوځیان د دغه هېواد د زرګونو عسکرو سره یو ځای روسيې ته استول شوي دي.