د فاطمیون وسلوال دمشق او لاذقیه ته «انتقال شوي» دي

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ د ایراني چارواکو په حواله لیکلي، چې فاطمیون او یو شمېر نور په ایران پوري تړلي وسله وال د سوریې پلازمېنې دمشق او لاذقيه ته انتقال شوي دي. د راپورونو له مخې دغه وسلوال له عراق سوریې ته ننوتي چې د بشارالاسد د مخالفو وسله والو پرضد جګړه وکړي.