په لغمان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام مرکز اړوند په سراج کلا کې د “خپل هېواد خپل تولید” په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د لغمان لپاره د طالبانو والي شېر احمد حقاني یې د پرانیستې پرمهال وویل، د پیاوړي اقتصاد لپاره حکومت او خلک له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.