• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د پښتورګو په کډون د بدن د غړو پلورل منع دي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د نوي قانون د ۱۷ مادې له مخې په افغانستان کې د پښتورګو په کډون د بدن د ټولو غړو پلورل منع دي. طالبان وايي، د انسان د بدن د غړو نه پلورل د انساني کرامت یوه برخه ده.

د طالبانو امر بالمعرف او نهې له منکر او شکایتو اورېدو وزارت نن سې شنبه « د لیندۍ ۲۰مه» زیاتوي، له دې وروسته په افغانستان کې د انسان د اعضاوو لکه پښتورګي، جګر یا ینه،سترګو او وېښتانو پلور منع دی.

طالبانو په خپرپاڼه کې لیکلي: «د انسان بدن ځانګړی حرمت لري او د بدن غړي په هېڅ حال کې باید د سوداګرۍ یا ګټې اخیستلو وسیله ونه ګرځي.»

طالبان وايي د انسان بدن د غړو پلور یا ګټې اخیستل د انساني کرامت سره په ټکر کې دي او د اسلام شریعت کې هېڅ ځای نه لري.

طالبان په داسې حال کې د خپل فرمان د عملي کېدو خبره کوي، چې په افغانستان کې د ورځې په تېرېدو د خلکو اقتصادي وضعیت لاپسې کمزوری کېږي او له همدې کبله ځیني افغانان د بدن غړي پلوري.

په دې وروستیو کې له ځینو سیمو داسې راپورونه خپاره شول، چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله ځینې کورنۍ مجبورې شوي چې د خپلو ماشومانو د بدن غړي وپلوري.

همدرانګه په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه لاس په لاس شول، چې ځینو ځوانانو د ناچارۍ او د خراب اقتصاد له امله د بدن غړي خرڅلاو ته وړاندې کړي وو.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۵
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي