• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سي آی اې مخکینۍ ماموره: د بشارالاسد زندانونه او د طالبانو ۳۱ ډوله شکنجې سره ورته دي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز د افغانستان انټرنشنل وروستي څیړنیز رپوټ ته په اشارې د طالبانو او د بشارالاسد د زندانونو وضعیت سره ورته بللی.

اډمز د صیدنایه زندان د ظلمونو تفصیل ورکړی، چې د نوموړې په وینا، هلته بندیان له بې‌ سارو کړاوونو، ډله‌ييزو اعدامونو، تیریو او تیزاب پاشنې سره مخ شوي.

نوموړې د ۳۰ زره اعدامونو ثبت شمیرې ته اشاره کړې ده او وايي، چې ژوندي پاتې شوي کسان په داسې حالت کې وو چې خپل نومونه یې هم نه پېژندل.

سارا اډمر د افغانستان انټرنشنل رپوټ ته په اشارې خبرداری ورکړی، چې د امریکا له وتلو وروسته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د واشنګټن مخکیني ملګري او متحدان هم درې کاله له سختو شکنجو سره مخ شوي دي.

اډمز په سوریه او افغانستان کې د متحده ایالاتو پالیسي غندلې ده.

هغې پر خپل اېکس ولیکل، چې په افغانستان کې د دې ناکامۍ انعکاس ښکاري، چیرې چې متحده ایالاتو د داعش خلاف جګړې ته لومړیتوب ورکړی، خو د طالبانو او القاعدې پر ګواښونو سترګې پټوي.

اډمز وايي، « په سوریه کې موږ یوازې له داعش سره پر جګړه تمرکز وکړ او د اسد د نسکورولو پر مبارزه مو سترګې پټې کړې. اوس یې په افغانستان کې تکراروو، په داسې حال کې چې پر طالبانو او القاعدې سترګې پټوو، خو د داعش -خراسان خلاف د مصنوعي جګړې په لټه کې یو».

نوموړې زیاته کړې، چې « موږ اړخونه غوره کوو، موږ لا له بدو خلکو ګټنه کوو او په افغانستان کې دا زموږ ملګري دي چې زموږ د ماتو بیه ور کوي او ربړونې او مرګ زغمي».

اډمز خبرداری ورکړی چې د دې پالیسیو د ناکامۍ پایلې یوازې په افغانستان او سوریې پورې محدودې نه دي.

هغې د متحده ایالاتو پر اوسنۍ ترهګرۍ ضد تګلارې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي
۱

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي

۲

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۳

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۴

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۵

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي