بېنېټ: روغتیایي روزنیزو مرکزونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز سره ګرد افغانستان ته زیان اوړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، چې په روغتیایي موسسو کې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه د افغانستان ټولو خلکو ته زیان رسوي.