• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمدضیا مسعود: د ځانمرګو بریدګرو سرلاری د ځانمرګي برید له امله ووژل شو

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۰

د احمد شاه مسعود ورور احمد ضیا مسعود د خلیل الرحمان حقاني د وژل کېدو په غبرګون ویلي، چې حقاني هغسې ووژل شو چې افغان امنیتي ځواکونه او بې ګناه خلک یې وژل.

نوموړي د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکی چارو وزیر د ځانمرګو بریدګرو د سرلاري او د نړۍوالو تر تعقیب لاندې کس یاد کړی دی.
خلیل الرحمان حقاني د چهارشنبې په ورځ د کډوالو چارو وزارت په مقر کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.
د مسعود په خبره: «حقاني هغسې ووژل شو، چې په وحشیانه توګه یې د افغان امنیتي ځواکونو او د بې ګناه خلکو وینې تویولې.»
نوموړي هبله څرګنده کړې، چې «خدای دې داسې یوه ورځ راولي چې د افغانستان خلک وکولی شي په یوې عادلانه محکمه کې له جنایت کوونکو څخه پوښتنه وکړي.»
نن چهارشنبه په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د وزارت دننه له جومات څخه راوتلو، چې ځانمرګی برید پرې وشو.
داعش - خراسان ډلې د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل، چې نوموړی یې له څلورو ملګرو سره یو ځای په یو ځانمرګي برید کې وژلی دی.
خلیل رحمان حقاني د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.
خلیل رحمان حقاني ډېری په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ په چارو کې بوخت و.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۴

د امریکا فدرالي محکمې د کمال نبي‌زاده د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه رد کړه

۵

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې