معترضې مېرمنې: د طالبانو له‌خوا د ښځو د ټلیفونونو پلټل له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، وروستي راپورونه ښيي چې طالبانو د کابل، ننګرهار، لوګر، هرات او غزني ولایتونو په ځینو برخو کې د ښځو او نجونو د ټلیفونونو څار او پلټنه پیل کړې. دوی وايي، د طالبانو له‌خوا د ښځو د ټلیفونونو پلټل له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.