معترضې ښځې: پر طالبانو د بندیزونو بشپړ نه پلي کېدل د نړۍوال سیاست پر اعتبار منفي اغېز کوي

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، طالبان په افغانستان کې لاهم د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، زیان منونکو قومونو او مذهبي لږکیو له حقونو څخه سرغړونې او د ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي.