• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس ستانکزی: د امریکا له‌خوا د "بمونو مور"او کیمیاوي وسلو کارولو د هېواد اقلیم اغېزمن کړی

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۰

‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، د امریکا له‌خوا د "بمونو مور" او کیمیاوي وسلو کارولو د افغانستان اقلیم ته درانه زیانونه اړولي دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د اقلیمي بدلون د ۲۹مې نړۍوالې غونډې د پایلو او اغېزو د ارزونې په کنفرانس کې کړې دي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړې: «د پخواني شوروي اشغال پر مهال د جګړو له امله د افغانستان ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي.»
د هغه په وینا، د اقلیمي بدلون ناورین د «اشغال» پرمهال پیل شوی او دغې ډلې ته په میراث پاتې دی.
‏ښاغلي ستانکزي د دغه ناورین د حل لپاره د هېواد د اوبو د کنټرول او مدیریت پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
په دغې غونډه کې ‏د طالبانو د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي مشر مطيع الحق خالص ويلي، چې اقليمي بدلون يوه نړۍواله ستونزه ده چې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره ګډو اقداماتو ته اړتیا ده.
د هغه په وینا، که نړۍوال له افغانستان سره په دې برخه کې همکاري و نه کړي؛ نو دغه ناورین به نړۍ هم وځپي.
له بل پلوه په دغې غونډه کې د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دغې غونډه کې د وینا پرمهال پر طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې.
د هغه په وینا، د دغو بندیزونو او محدودیتونو لرې کول د افغانانو حق دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري د هېوادونو مسوولیت بللی دی.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۳

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۴

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۵

شاه محمود میاخېل: د راتلونکي نظام د مشروعیت لپاره «واقعي لویه جرګه» د حل لار ده