• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا وایي، په تېرو دوو اونیو کې په افغانستان کې د واورې او سړې هوا له امله ۱۰ کسان مړه شوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سړې هوا له امله ۱۰ کسان مړه شوي دي. دغه سازمان ویلي چې په دې موده کې ۱۷ کسان ټپیان شوي هم دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا تېره ورځ چهارشنبه د (مرغومي ۲۶مه) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د هوا په سړېدو د درنو واورو، بارانونو او توپانونو له امله په تیرو ۱۵ ورځو کې د افغانستان په شمالي او ختیځو ولایتونو کې لس کسان مړه شوي او په دې موده کې ۱۷ نور ټپیان شوي هم دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې دوه کسان د سړې هوا له امله مړه شوي، په داسې حال کې چې درې نور د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د سختې واورې او سړې هوا له امله مړه شوي دي.
اوچا وايي، په کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورې ورېدو له امله پنځه کسان مړه شوي.

دغه سازمان وايي، چې هلته د ورښت له امله د استوګنې کورونه زیانمن شوي او همدارنګه د کابل - جلال اباد په لویه لاره کې د ترافیکي پیښو لامل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې د سیمه ییزو چارواکو په همکارۍ ملګري ملتونه او بشردوستانه همکاران د دغو شرایطو له امله د زیانمنو شویو کورنیو ځانګړي اړتیاوې ارزوي او د اړینو مرستو رسولو ته لومړیتوب ورکوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، د اټکل له مخې په ۲۰۲۵ کال کې به ۱۴.۳ مېلیونه خلک روغتیایي خدمتونو ته اړتیا ولري.
اوچا وایي، چې دغو اړمنو کسانو ته د رسېدنې لپاره ۲۷۹.۷ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
اوچا په تېرې ډیسمبر میاشت کې د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه خلک به د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وشول

۵

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي