• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي د سالنګ لویه لاره د زياتې واورې او توپان له کبله تړل شوې ده

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۵ GMT+۰

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي، چې له تېرې شپې راهیسې د زياتې واورې او توپان له کبله د سالنګ لویه لاره د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده. یاد وزارت وايي، د انساني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه به دغه لاره د ټولګټو وزارت تر خبرتيا پورې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وي.

‏د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په ایکس پاڼه د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د سالنګونو لویې لارې د دواړو غاړو له زیان‌منونکو سیمو څخه وسایط لېږدوي او هغو کسانو ته سپارښتنه کوي، چې د يادې لویې لارې څخه د تېرېدو په حال کې دي، تر یوه وخته دې په مناسب او خوندي ‏ځایونو کې دمه وکړي.
‏هغه له ټولو خلکو غوښتي چې له اړتیا پرته دې د سالنګونو لویې لارې پر کډون د هېواد په زیان منونکو لارو تګ راتګ نه کوي.
حق شناس زیاته کړې چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي چې د هوا په ښه کيدو او د توپان په کميدو سره به یاده لويه لاره د ترافیکو پرمخ پرانیزي.

د سالنګ تونل د افغانستان شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له مرکز کابل او سوېلي او ختیځو ولایتونو سره نښلوي، چې له سختو لوړو غرنو تېرېږي.

که څه هم مخکیني حکومت او اوسمهال طالبانو دغه لاره په څو ځلې رغولې ده، خو بیا هم د ژمي په رارسېدو سره ډېر کله دفه لاره د واورو له امله تړل کېږي.

ډېر لیدل شوي

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي
۱

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۴

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۵

راپور: د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته جګړه کمه، خو بېوزلي زیاته ده