• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان ناورین، ملي که نړۍ واله حل لاره؟

ارشاد رغاند
ارشاد رغاند

لیکوال او ژورنالېست

۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۰

دې ته په کتو سره، چې د افغانستان د څو لسیزو پرله پسې ناورینونه د ملي عواملو ترڅنګ ژور سیمه ییز او نړیوال عوامل هم لري، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره دا بحث بیا مطرح شوی چې اوسنی هر اړخیز ناورین څنګه کابو شي؟

د دې ناورین د مهارولو په اړه وړاندیز شوې بېلابېلې حل لارې په ټوله کې پر دوو( ملي او نړۍ والو) حل لارو وېشل کېدای شي.
له دې حل لارو هم بیا هر لوری او ډله خپل- خپل تعبیرونه لري، چې دلته به لنډه کتنه ورته وشي.
له ملي حل لارې بېلابېل تعبیرونه
د طالبانو د واکمنې ډلې او یو شمېر نړۍ والو ملاتړو لوریو په ګډون یې یو شمېر افغان لوري باور لري، چې د افغانستان قضیه باید ملي حل لاره ولري. البته له « ملي حل لارې» لکه چې وویل شول، د هر لوري تعبیر جلا دی.
مثلاً: د طالبانو واکمنه ډله، چې د ډېرو افغان او نړیوالو لوریو برعکس د افغانستان قضیه د ناورین په سطحه نه مني او د « ستونزو» نوم ورکوي.
د دې ناورین د حل لارې لپاره د دوی نظر دا دی، چې ګواکې بهرنیان دې په افغانستان کې لاسوهنه پای ته ورسوي او د دوی بهر مېشتي مخالفان دې هم هېواد ته ستانه او د نورو افغانانو په شان بې قید و شرطه اطاعت ورڅخه وکړي.
د طالب مشرانو او ویاندویانو له خبرو داسې ښکاري، چې دوی د افغانستان د ناورین لپاره همداسې یوه « ملي حل لاره» په پام کې لري.
د طالبانو یو شمېر نړۍ وال ملاتړي بیا پرته له دې، چې په ښکاره د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژني یا وستایي، په خاصو او مانا لرونکو دیپلوماتیکو الفاظو افغانان « خپلمنځي روغې جوړې او یووالي» ته وربولي.
د طالبانو ځینې منتقدان بیا باور لري، چې له داسې څرګندونو د بېلابېلو بهرنیو چارواکو او ډېپلوماتانو هدف دا دی چې د طالبانو مخالفان دې دغې ډلې سره بې قید و شرطه روغه وکړي او د دې ډلې د ظلمونو او استبداد پر وړاندې دې له نړۍ والو د کوم ملاتړ او لاسنیوي تمه نه لري.
د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیلزاد خو په ځینو مرکو کې په ډېر صراحت ورته خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغانان دې له امریکایانو او نورو بهرنیانو د دوی د حقونو او هېواد په ساتنه کې د همېشنۍ او پرله پسې ملاتړ تمه له ماغزو وباسي.
د طالبانو او ښاغلي خلیلزاد یو شمېر منتقدان چې د طالبانو بیا واک ته رسیدل دوی سره په دوحه او نورو ځایونو کې د بهرنیانو د ښکاره او پټو معاملو پایله ګڼي، وایي امریکا او نور هېوادونه دې اوس په رسمي یا نارسمي ډول افغانانو ته داسې ځواب ځکه نه ورکوي، چې د طالبانو ملګري هېوادونه هر یو د خپلې ملګرتیا او ملاتړ په تناسب افغانانو ته د هېواد د ننني وضعیت په اړه یې مسوول او ملامت دي.
د مطلقې ملي حل لارې نظر هم بې منتقدانو نه دی. د دې نظر منتقدان باور لري، چې افغانستان د ځواکمنو او واقعي ملي ادرسونو او اجنډاوو د نه لرلو له امله د نړۍ والو له هر اړخیز ملاتړ پرته له اوسني ناورین څخه نه شي ویستل کیدای.
د دغو منتقدانو په باور، که دا کار شونی وای، په تېرو څلورو کلونو کې به یې عملي بېلګې او لاسته راوړنې لیدل شوي وای.


نړۍ واله حل لاره او بېلابېل تعبیرونه
د افغانستان د ناورین د نړۍ والې حل لارې په اړه هم نظرونه سره وېشلي دي.
یو شمېر افغانان له بهرنیانو غواړي چې د طالبانو د بیا پرځولو لپاره د ۲۰۰۱ کال په شان لاس په کار او افغانستان د دې ډلې له وحشت، استبداد او خپلسریو وژغوري.
د طالبانو یو شمېر بهرني مخالفان هم وخت پر وخت له خپلو حکومتونو غواړي، چې د طالبانو د مخالفو جنګي ډلو ملاتړ او په دې ډول دې دا ډله او خطرونه یې مهار کړي.
یو شمېر افغانان بیا باور لري چې په افغانستان کې هیڅکله هم بهرنیو حل لارو اساسي او دایمي پایله نه ده لرلې او د حل لارې پر ځای د نورو ستونزو د رامنځته کیدو سبب شوي.
د نړۍ والې یا بهرنۍ حل لارې پر محور د نه را ټولیدو افغان ملاتړي له افغانستان څخه د بهرنیانو وتو ته په اشارې، چې « نا مسوولانه» او طالبانو سره پر ټولو افغانانو« ناوړه معامله» یې ګڼي وایي چې افغانان باید پر بهرنیانو د تکیې ناکامې تجربې نورې تکرار نه کړي.

د مختلطې او معقولې حل لارې اړتیا
د افغانستان ورځ تربلې لا بحراني کیدونکو شرایطو او ورڅخه د نړۍ والو نورې مخ اړونې ته په کتو سره اړتیا ده، چې هر څومره ژر ټول غیر طالب افغانان د ټولو ایډیالوژیکو تضادونو، عقدو او سلیقوي توپيرونو له څنډې ته ایښودو سره پر یوه واحد صف را ټول او له روان ناورین څخه د راوتو لپاره لاس په کار شي.
د دوی واحد ملي صف او دریځ به هم د خپلو مخالفانو د پاشلتیا او واحدې اجنډا د نه لرلو په اړه د طالبانو پلمه ختمه او هم د ملي حل لارې پر محوریت د یوې « مختلطې او معقولې ملي – نړۍ والې» حل لارې زمینه برابره کړي.
د دې نظرعملي کول هم ښایي ستونزمن وي، خو که غیر طالب افغان سیاستوال او په ځانګړي ډول د نوي نسل ظرفیتونه له ټولې بایلې او ماتې وروسته هوښیارانه، مسوولانه او جرئتمندانه پرېکړه او عمل وکړي، ناشونی به وي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوال نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

په فاریاب کې طالبانو د ازبکي ژبې فارغانو ته د دولتي دندو په ازموينو کې اجازه نه ده ورکړې

۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۹ GMT+۰
په فاریاب کې طالبانو د ازبکي ژبې فارغانو ته د دولتي دندو په ازموينو کې اجازه نه ده ورکړې
100%

په فاریاب کې سرچینې وايي، چې طالبانو د دوشنبې په ورځ د ازبکي او ترکمني ژبو فارغانو ته د دولتي پوستونو د ازموینو لپاره د نوم لیکنې اجازه ورنه کړه. د سرچینو په وینا، طالب چارواکو يې لامل په ازموینو کې د ازبکي ژبې د پوښتنو نشتوالی یاد کړی.

له فاریاب څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې طالبانو د ازبکي او ترکمني ژبو فارغانو ته د دولتي دندو ازموينې لپاره د نوم ليکنې په یوه مرکز کې اجازه ور نه کړه، چې دغه پروسه بشپړه کړي.

سرچینو ویلي، چې د دولتي پوستونو لپاره د مختلفو برخو د فارغانو ازموینې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د ازبکي او ترکمني ژبو فارغانو له ګډون پرته تر سره کيږي.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، طالبانو د دې اقدام دلیل د ازبکي ژبې د ښوونکو نشتوالی یاد کړ، چې په دې ژبه پوښتنې چمتو کړي.

پر همدې مهال د «ګوهر شاد بیګم» سازمان هم د دې عمل په ځواب کې وویل: «د ازبکي او ترکمني ژبې فارغان په دولتي ازموینو کې له ګډون څخه منع کول د طالبانو د مدیریتي کمزورۍ او ښکاره بې عدالتۍ یوه بله څرګنده بیلګه ده.»

په تیرو دریو کلونو کې طالبان په پرله پسې ډول له فارسي، ازبکي او ترکمني ژبو او ددې ژبو له ویونکو سره په دوه ګوني چلند تورن شوي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې د پښتو په ګډون ګڼ کتابونه له دې امله تحریم کړي، چې ددوی له سیاستونو او دیني روایتونو سره په ټکر کې دي.

امریکا د افغانستان لپاره د پروګرامونو او پروژو تمویل ځنډولی

۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۵۷ GMT+۰
امریکا د افغانستان لپاره د پروګرامونو او پروژو  تمویل ځنډولی
100%

متحده ایالاتو په افغانستان کې د تعلیمي، خیریه او بشري حقونو پروګرامونو تمویل وځنډاوه. دا پروګرامونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو د ځنډولو له امر وروسته درول شوي دي.

په یوه لیک کې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ده، د خبریالانو د ملاتړ یوې موسسې خپلو همکارانو ته خبر ورکړی، چې د افغان خبریالانو په اړه پلان شوې غونډه د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ځنډیدو له امله تر نامعلومې مودې ځنډول شوې ده.

په لیک کې د غونډې د لغو کولو دلیل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو مرستو د ځنډولو حکم بلل شوی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د غونډې نوې نېټه به د نویو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته اعلان شي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر هم په اېکس کې لیکلي چې د خیریه، بشري حقونو او رسنیو سازمانونو کارکوونکي د متحده ایالاتو د مالي مرستو ځنډېدو په پایله کې زیانمن شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې وروستیو کې د هغو سازمانونو لپاره تمویل وځنډاوه چې د کډوالو له بیا میشتونې، کارموندنې او نورو اړتیاوو سره مرسته کوي.

دا اقدام به په متحده ایالاتو کې په لسګونو زره افغان کډوال هم اغیزمن کړي.

په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت پخواني سلاکار طارق نورزاده په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنوري پر ۲۴مه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکا ته د کډوالو د تګ په لومړیو ۹۰ ورځو کې ټول خدمات ځنډول شوي.
د نورزاده په وینا، په دې خدماتو کې د کرایې ورکول، د قانوني اسنادو بشپړول، د دندې موندل او د دولتي مرستو ترلاسه کول شامل دي.

نورزاد وویل چې د دغه اجرایوي فرمان د لاسلیک په پایله کې د لسګونو زرو هغو کډوالو خدمات بند شوي دي چې دا خدمات یې ترلاسه کول.

شهرزاد اکبر دا هم لیکلي "زموږ هغه هېوادوال چې په دې وروستیو کې امریکا ته کډوال شوي دي اوس د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن دي."

دا څرګنده نه ده چې دا پروګرامونه به کله بیا پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې اعلان وکړ، چې ټولې بهرنۍ مرستې او پروژې به وځنډول شي.

دا پریکړه د ډونالډ ټرمپ له پالیسیو سره د دغو پروګرامونو د مطابقت او بیاکتنې له مخې شوې، او دا بیاکتنه ممکن تر ۸۵ ورځو پورې وخت ونیسي.

امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته درې کاله کیږي چې لا هم د افغانستان د بشري مرستو ستر تمویلوونکی دی.

د سیګار د هغه راپور له مخې چې په تېر اکتوبر کې خپور شو، متحده ایالاتو په تېرو دریو کلونو کې افغانستان او افغان کډوالو ته په ټولیزه توګه ۲۱.۶ ملیارد ډالره مرسته کړې ده.

د سیګار په وینا، د دې پیسو ۳.۳۳ ملیارد ډالر د بشري او پرمختیایي مرستو په پلمه افغانستان ته لېږل شوي دي.

د طالبانو منتقدین وايي چې دا ډله د خپل حکومت د پیاوړتیا لپاره د امریکا نغدي مرستې کاروي.

په یوه قضیه کې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش هم دا ومنله چې طالبانو احتمالاً د امریکا له مالي مرستو ګټه پورته کړې ده.

افغان میرمنې میلانیا ټرمپ ته؛ د افغان میرمنو د حقونو لپاره له خپل ځواکه کار واخلئ

۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۷ GMT+۰
 افغان میرمنې میلانیا ټرمپ ته؛ د افغان میرمنو د حقونو لپاره له خپل ځواکه کار واخلئ
100%

د افغان ښځو معترضو غورځنګونو د امریکا له لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ نه په یوه لیک کې وغوښتل چې د افغان ښځو د حقونو د خونديتابه لپاره له خپل ځواک او نفوذ څخه کار واخلي.

دغو غورځنګونو وویل چې افغان ښځې "د افغانستان د تاریخ په یوه تر ټولو تیاره دوره کې" ژوند کوي او پر افغانستان د طالبانو له تسلط وروسته د افغان ښځو ژوند په یوه ویروونکي خوب بدل شوی دی.

دوی په خپل لیک کې د امریکا له لومړۍ میرمنې وغوښتل چې پر طالبانو ډېپلوماتیک او اقتصادي فشار راوړي، د افغان نجونو او ښځو لپاره د تعلیمي پروګرامونو ملاتړ وکړي او د افغان مېرمنو د کډوالۍ پروسه اسانه کړي.

د سې شنبې په ورځ، د سلواغې ۹مه، د ښځو له ۳۰ څخه زیاتو سازمانونو او اعتراض کوونکو غورځنګونو د متحده ایالاتو لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ ته یو پرانیستی لیک لیکلی او د هیواد دننه او بهر یې د افغان میرمنو او نجونو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

په لیک کې اعتراض کوونکو ښځو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته اشاره کړې او وايي، چې په هېواد کې د ښځو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او دوی له خپلو اساسي ازادیو محرومې شوې دي.

په لیک کې راغلي دي: "طالبانو د ښځو ضد فرمانونه صادر کړي دي، د نجونو تعلیم یې منع کړی دی او په میلیونونو نجونې د تعلیم له حق څخه محرومې شوې دي."

اعتراض کوونکو ښځو د قومي لږکیو د وضعیت او د طالبانو له خوا له هزاره ګانو، تاجکانو او ازبکانو سره له چلنده هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغه فشار له امله ډیری کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

په لیک کې د امریکا له لومړۍ میرمنې غوښتل شوي چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره له ډېپلوماټیکو او اقتصادي وسیلو کار واخلي.

د افغان نجونو د زده کړې ملاتړ په بهیر کې د ځانګړې بودېجې له لارې د انلاین ښوونځیو جوړول، او د کډوالو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو ملاتړ د اعتراض کوونکو میرمنو نورې غوښتنې دي.

د ښځو معترضو غورځنګونو ویلي چې متحده ایالات کولی شي له نړیوالو سازمانونو سره په همکارۍ د ښځو د حقونو فعالینو امنیت ډاډمن کړي.

په لیک کې راغلي دي: "موږ افغان میرمنې د خپل هېواد د تاریخ په یوه تر ټولو تیاره دوره کې یو. نړۍ باید موږ هېرې نه کړي. موږ عدالت، ملاتړ او نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لرو. تاسې کولی شئ د افغان ښځو لپاره د نړیوال ملاتړ په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوی."

کابل کې د علماوو اعتراض؛ د طالبانو مشرانو واک په کندهار پورې منحصر کړی

۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۰
کابل کې د علماوو اعتراض؛ د طالبانو مشرانو واک په کندهار پورې منحصر کړی
100%

د جهادي او اسلامي ارزښتونو د ملاتړ شورا په کابل کې په یوه کنفرانس کې د طالبانو په ځانګړې توګه د کندهار ډلې له خوا د واک انحصار په کلکه وغنده او دا یې د تعصب بېلګه وبلله. د همدې شورا يوه غړي وويل، چې د هبت الله په ګډون په کابينه کې ۱۳ وزيران له کندهاره دي.

د جهادي او اسلامي ارزښتونو د ملاتړ شورا د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د طالبانو پر مشر توندې نيوکې وکړې او د کندهاري طالبانو له لوري د واک انحصار يې وغنده.

د پنجشیر ولایت د حج او اوقافو پخواني رییس محمود حسن وویل، چې د طالبانو له خوا په کندهار پورې د واک انحصار له عدالت او انصاف نه لرې خبره ده.

نوموړي وویل، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او په واک کې هر افغان حق لري.

محمود حسن په دې غونډه کې د عدالت او ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، «عدالت په نظر کې ونيسئ، ټول قومونه او خلک تر دې چتر لاندي راولئ، د خلکو حق ورکړئ، د واک انحصار د منلو نه دی او د همه شموله حکومت رامنځ ته کول د خلکو غوښتنه ده».

نوموړي د طالبانو مشر هبت الله ته په خطاب کې وویل، چې ادارو ته یوازې له کندهاره د کسانو ټاکل تعصب دی.

محمود حسن وویل، چې د «اسلامي امارت» تر پيدا کېدو مخکې مجاهدينو په دې وطن کې مبارزه کړې او په خلکو کې پراخې ريښې لري.

هغه زياته کړه: «عبدالرب رسول سیاف، مولوي محمدنبي محمدي، مولوي یونس خالص، مولوي جلالدین حقاني، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني، عبدالعلي مزاري، محمد محقق او اسماعیل خان مجاهدین وو، کار او مبارزه یې کړې او په خلکو کې پراخې ريښې لري».

نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې دا بنسټونه مه لړزوئ.دې شورا پر طالبانو د نجونو د ښوونځيو د بیا پرانیستلو غږ هم وکړ.

په دې وروستيو کې د طالبانو د توندو کړونو، بنديزونو، خپلسرو پرېکړو، ولس ته د حق نه ورکولو او ظلمونو پر وړاندې د خلکو اعتراضونه ډېر شوي او دغه ډله یې له ننګونو سره مخ کړې ده.

هلمند کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي د طالبانو خلاف په مظاهره راوتلي

۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۰۳ GMT+۰
 هلمند کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي د طالبانو خلاف په مظاهره راوتلي
100%

د هملند د بهرامچه ولسوالۍ اوسيدونکو د طالبانو له لوري د تاریاکو د قاچاق مخنیوي او له منځه وړلو پر ضد اعتراضونه کړي او دا د «طالبانو ظالمانه پرېکړه» ګڼي. د سيمې اوسېدونکي وایي، د تاریاکو د قاچاق او کر لپاره یې طالب چارواکو ته عشر او ماليه هم ورکړې.

له پرون راهیسې د هملند په بهرامچه ولسوالۍ کې د طالبانو او نشه يي توکو د قاچاق وړونکو ترمنځ ترينګلتیا زور اخيستی او په زيات شمېر سيمه یيز و خلکو د طالبانو پر ضد اعتراضونه پیل کړي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د طالبانو او سيمې د خلکو د اعتراضونو ویډيوګانې هم ليږلې دي.

د مالوماتو له مخي، په هلمند کې د طالبانو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولان سيمې ته تللي او غوښتل يې، چې د نشه يي توکو د کر، قاچاق او کاروبار مخه ونیسي، خو د خلکو له پراخو نیوکو او لاریونونو سره مخ شوي.

د سيمې خلکو طالب مسوولانو ته ویلي، په تېرو کلونو کې يې قربانۍ ورکړې او هيڅوک حق نه لري، چې د دوی د سوداګرۍ او نشه یي توکو د کر او قاچاق مخه ونیسي.

مظاهره کوونکو طالبانو ته خبرداری ورکړی: «موږ د همدې مالونو پر سر عشر او ماليه ورکړې، که زموږ د توکو مخه نيسي او سوځوي يې، موږ هم ورسره وسوځوئ او کورونه مو هم ونړوئ، دا زموږ ټولو شعار دی.»

اعتراض کوونکو دا د «طالبانو ظالمانه پرېکړه» ګڼلې او وايي، چې په لوړ قیمت به ورته تمامه شي.

د سرچينو د مالوماتو له مخې، د هلمند د طالبانو د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه یي توکو ضد یو قوماندان ملاجانان غوښتل په بهرامچه کې د نشه یي توکو خلاف عمليات تر سره کړي، چې د خلکو له غبرګون سره مخ شوی.

سرچینه وايي، « د ولسوالۍ قوماندان او ولسوال د سيمې له خلکو سره ستونزه نه لري او نه یې د نشه یي توکو د قاچاق او کر مخه نيسي».

په هلمند کې طالب چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هلمند بهرامچه د نشه یي توکو د قاچاق تر ټولو ستر مرکز بلل کيږي. پر ډيورنډ کرښه له دې پرتې سيمې څخه پاکستان، ایران، ترکیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته نشه یي توکي په اسانۍ قاچاق کيږي.

بهرامچه مخکې د هلمند د دیشو ولسوالۍ اړوند سيمه وه، خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دې ډلې بهرامچه په يوې رسمي ولسوالۍ تبديله کړه.

د تېر جمهوريت پر مهال هم بهرامچه د طالبانو په ولکه کې وه او د دې ډلې د جنګي اقتصاد او عوایدو تر ټولو ستر مرکز و.