هغه په دې اړه زياته کړې: « موږ دوی ته وویل چې په دې کډوالو کې ښځې او ماشومان دي که تاسو ویره لرئ موږ به یې بل ځای ته انتقال کړو خو پاکستان وویل چې موږ له هغو ویره نه لرو.»
په مکتوب کې راغلي، چې په پاکستان کې د طالبانو سفير دا هم ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل لپاره د کندهار د طالبانو والي ملاشيرين اسلام اباد ته او فضل الرحمان کابل ته سفرونه هم کړي.
د نوموړي په خبره، فضل الرحمان د کابل د لیدونو ټول جزیات له پاکستاني چارواکو سره هم شریک کړي.
هغه د پاکستان اوسنی وضعت پيچلی یاد کړی او زياته کړې، چې د پاکستان د پوځ پخوانۍ رهبري د ټي ټی پي سره د خبرو ملاتړ کاوه خو نوې رهبرۍ بله پالیسي غوره کړې.
په مکتوب کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو ته هم اشاره شوې او دا یې د نړیوالو اصولو خلاف کړنه یاده کړې.
د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې د روسيې سفير تر ۲۰۲۰ پوري په افغانستان کې د روسيې سفارت مرستیال هم پاته شوی.
له دغه مکتوبه څرګندیږي، چې طالبان په پاکستان کې هر ډول پېښیدونکو سیاسي بدلونونو او اړیکو څخه کابل خبر ساتي. ان په دې مکتوب کې اشاره شوې چې د پوځ له لاسه به د پاکستان او طالبانو اړیکې لا نورې هم خرابې شي.
د سیاسي شنونکو په وینا، افشا شوي اسناد به د افغانستان لپاره د پاکستان په بهرني سیاست جدي اغېزې ولري.
د پاکستان مخالفو ګوندونو لا دمخه د دغو نویو خپرو شویو معلوماتو په رڼا کې د بهرنیو اړیکو په اړه د حکومت دریځ او چلند تر پوښتنې لاندې راوستی دی، او د افغانستان په اړه د تګلارې په جوړولو کې د پوځ د رول په اړه یې د وضاحت غوښتنه کړې ده.