• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: امر بالمعروف وزارت د ټول هېواد په کچه یو بندي هم نه‌لري

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت وایي، دغه وزارت د ټول هېواد په کچه یو بندي هم نه‌لري او نه هم محتسبین په خپلسري توګه څوک بندیانوی شي. خو د هېکرانو ډلې په سندونو کې راغلي و، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې شخصي بندخونه لري.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر په دې تړاو د رسنیو راپورونه او ادعاوې بې بنسټه یادې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو پر اېکس پاڼه پد ښاغلي خیبر غږیز پیغام خپور کړی، چې پکې ویل شوي د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ته د زغروال موټر او وسلې د ورکړې ادعا هم ناسمه ده.

نوموړي د کومې رسنۍ د نوم اخیستلو پرته د رسنیو له‌خوا محتسبینو ته د زغروال موټر او وسلې د ورکړې ادعا رد کړه او هغه یې له حقیقت لرې یاده کړه.
د ښاغلي خیبر په وینا:« ‏⁧په وروستیو کې یوشمېر مغرضو رسنیو او بهرنیو استخبارتي کړیو یو لړ بې بنسټې ادعاوې خپرې کړې، چې له ډلې یې یوه ادعا دا وه، چې ګواکې هر محتسب ته زغروال ګاډی، وسله، کور او نورې مادي اسانتیاوې ورکول کېږي.»
هغه وایي، په مرکز او ولایاتو کې د دغه وزارت هیڅ یو چاروکی زغروال ګاډی او وسله نلري.
هغه زیاته کړې، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبین د نورو وزارتونو له کارکوونکو هیڅ ډول لوړوالی نلري او په وړیا ډول په پوځي مرکزونو کې د دوی د وړیا درملنې راپورونه هم بې بنسټه دي.
نوموړي له خلکو او رسنیو غوښتنه کړې، چې د ناسمو ادعاوو له خپرولو دې ډډه وکړي.

ډېر لیدل شوي

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي
۱

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۲

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۳
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و