علي امین ګنډاپور: که موږ د غچ اخیستلو فکر وکړ، نو تاسو به یې ونه زغمئ

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور یوې غونډې ته د وینا پرمهال د پاکستان حکومت ته ویلي:« که موږ له تاسو د غچ اخیستلو فکر وکړ؛ نو تاسو به یې ونه شئ زغملای.»

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور یوې غونډې ته د وینا پرمهال د پاکستان حکومت ته ویلي:« که موږ له تاسو د غچ اخیستلو فکر وکړ؛ نو تاسو به یې ونه شئ زغملای.»
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د وروستیو ټاکنو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د تحریک انصاف ګوند په یوې جوړې شوې غونډه کې کړې دي.
ګنډاپور د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته په اشارې سره وویل، هغه په بند خونه کې ناست خو بیا يې هم وګټله؛ سره له دې چې تاسو حتی په پارلمان کې د ناستې پر مهال هم بایللې وه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بیا دغه ورځ د «تورې ورځ» په توګه ولمانځله.
یادې غونډې ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان وویل، په ټاکنو کې د بریالي نوماند پرېکړه په توره شپه کې غلا شوې وه.
د هغه په وینا، که قضایه قوه خپلواکه وي؛ نو سیاسي ټیکاو به رامنځته شي او چې سیاسي ټیکاو ټینګ وي، د هېواد اقتصاد به لا مخ پر وړاندې ولاړ شي.
وکیل ګوهر زیاته کړه، شین رنګ د سولې نښه ده او سولې ته په درناوي دا نښه دوی ساتلې ده؛ خو په وینا یې، «موږ مه مجبوروۍ، چې دا ځل سور رنګ خپل کړو.»
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ولایتي مشر جنید اکبر بیا غونډې ته په خپله وینا کې وویل:« د ادارو او خلکو ترمنځ لوی واټن رامنځته شوی. موږ نه غواړو، چې له ادارو سره ټکر رامنځته شي. دغه حکومت د خلکو په زړه حکومتولي نه کوي. موږ غواړو، چې ادارې پیاوړې وګورو. زموږ مبارزه به ترهغې دوام ولري، چې د قانون حاکمیت رامنځته شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په ګڼو ولسوالیو کې داسې اعلامیې خپرې شوې وې چې له مخې یې په کې د پولیسو په ګډون حکومتي چارواکي په غونډو کې له ګډون څخه منع کړای شوي وو.

امریکايي رسنۍ ډراپ سایټ نیوز د سرچینو په حواله ویلي، چې د دغه هېواد پوځ په پام کې لري چې په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد پراخ پوځي عملیات وکړي.
د دغه راپور له مخې، د پاکستان پوځ هیله لري چې امریکا په سیمه کې د یوه متحد او له ترهګرۍ سره د مبارزې د شریک په توګه راوګرځي.
دا پروګرام په پاکستان کې د روان سیاسي کړکېچ په درشل کې ترلاس لاندې نیول کېږي.
ډراپ سایټ نیوز لیکلي، چې د پاکستان د پوځ مشر هڅه کوي څو تحریک انصاف قانع کړي، چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان له سیاسته ګوښه کړي.
د پاکستان پوځ هیله لري، چې د دغه داخلي کړکېچ په هوارولو سره به وکولای شي په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د شدت لپاره اړین ملاتړ ترلاسه کړي.
باخبرو سرچینو ویلي، چې په دې عملیاتو کې ښايي هوايي بریدونه او پراخ ځمکني عملیات هم شامل وي.
د واشنګټن د ملاتړ ګټلو هڅه
د پاکستان پوځ پلان لري، چې په افغانستان کې داعش پورې د تړلو ترهګرو ډلو له خوا د رامنځته شوي ګواښ په ګوته کولو سره یو ځل بیا د امنیتي همکارۍ لپاره متحده ایالات راجلب کړي.
د پاکستان یوه جګپوړي جنرال شمشاد میرزا په یوه برېتانوي فکري مرکز کې په خپله وینا کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د کنټرول نشتوالی ښايي د سترو ترهګریزو بریدونو لامل شي.
د پاکستان د پوځ دغه چلند د دوه ګونو ننګونو استازیتوب کوي، چې په کې له کورنیو سخت دریځو سره معامله او په کابل کې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو اداره کول شامل دي.
د پاکستان په حکومتي ادارو کې دننه ځینو سرچینو د دغه پلان په اړه شک څرګند کړی او خبرداری یې ورکړی، چې دا جګړه ښايي په سوېلي اسیا کې د لا زیاتې بې ثباتۍ او په سیمه کې د لوېدیځو قدرتونو د بیا ښکېلتیا لامل شي.
پاکستان سږ کال د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د حل په نوم عملیات پیل کړي دي.
دا عملیاتي پلان څو برخې لري.
په پوځي برخه کې به د پاکستان وسله وال ځواکونه پياوړي شي او په سياسي او ډېپلوماټيکه برخه کې به پاکستان هڅه وکړي، چې سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي څو د ترهګرو د فعاليت ساحه محدوده شي.
د پاکستان دفاع وزیر د روان کال د چنګاښ په میاشت کې ویلي وو، چې د وسله والو پر ضد د دې نویو عملیاتو د یوې برخې په توګه به پاکستان په راتلونکي کې په افغانستان کې پر اهدافو بریدونه وکړي.
خواجه اصف زیاته کړه، د هغو ډلو پر ضد به هوايي بریدونه کوي چې په پاکستان کې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کوي.
په پاکستان کې د ناامنیو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.
د روان کال په جدي میاشت کې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ هوايي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۴۶ تنه ووژل شول.
طالبانو د برید قربانیان ملکي وګړي بللي، خو پاکستان ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان د اورپکو پوستې یې په نښه کړې دي.
طالبان په افغانستان کې د داعش د ځپلو ادعا کوي او دغه ډله د پاکستان په ګډون له افغانستانه بهر مرکزونه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په وار - وار ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش زیاتره بریدونه له پاکستانه تنظیمېږي.
له بلې خوا پاکستان پر طالبانو تور پورې کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو او ټي ټي پي له افغانستانه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي.
په پاکستان کې دننه، تحریک انصاف د طالبانو په وړاندې د شهباز شریف د حکومت د پالیسۍ مخالفت کوي.
د دغه ګوند چارواکي له افغان طالبانو سره د تعامل او همکارۍ غوښتونکي دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره به یو پلاوی کابل ته واستوي.
دغه څرګندونې د مرکزي حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوې او د وفاقي حکومت چارواکو دغه اقدام د هېواد د بهرنۍ تګلارې د ګډوډولو یوه هڅه بللې ده.
افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله د بدلېدو اندېښنې را ولاړې کړي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) په دې وروستیو کې خپل نوي راپور کې خپور کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدلېدو سره د امریکا، ملګرو ملتونو او د سیمې د هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي.
سیګار د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان لا هم د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي سیمې په توګه پېژندل کېږي او "ځینې دغه ډلې غواړي چې په نړۍواله کچه خپل ګواښونه پراخ کړي."
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې راپور ورکړ، چې داعش خراسان خپل مالي او لوژیستیکي وړتیاوې ښې کړي او اروپايي هېوادونه دغه ډله د اروپا امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ ګڼي.
طالبان په افغانستان کې د داعش شتون او ګواښ ردوي او "مبالغه" یې بولي.
د طالبانو د ویاند مرستیال څه موده مخکې د سیګار د راپور په غبرګون کې ادعا کړې وه، چې دغې ډلې په خپل ټول توان سره داعش له منځه وړی دی.
حمدالله فطرت وویل، چې طالبان د داعش د ګواښ د مخنیوي لپاره کافي امنیتي ځواکونه او استخبارات لري.

د لبنان د ملي خبري اژانس(اېن اېن ای) د راپور له مخې، د لبنان په ختیځ بعلبیک ولسوالۍ د شېرا په سیمه کې د اسراییل په هوايي برید کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي: "د جنتا ښارګوټي ته څېرمه په شېرا سیمه کې د اسراییل د هوايي برید له امله شپږ تنه شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي."
خو بلخوا د اسراییل پوځ بیا په یوه بیان کې ویلي، چې د دوی هوايي ځواک د استخباراتي خدماتو تر لارښوونې لاندې برید کړی او ادعا یې کړې، چې د بیکا په دره کې یې د حزب الله غړي په نښه کړي.
له اوربند سره - سره، اسرايیل تر ۸۴۰ زیاتې سرغړونې کړي، چې په لبنان کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
د اوربند د موافقې له مخې، اسراییل باید د جنورۍ تر ۲۶ نېټې پورې له سوېلي لبنان څخه د خپلو ځواکونو وتل بشپړ کړي، خو وروسته له دې چې اسراییل له دې موافقې انکار وکړ، دغه ضرب الاجل د فېبرورۍ تر ۱۸ پورې وغځول شو.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي: «ډېر شور او غوغا جوړه وه، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ به راځي او د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر عمران خان به ازاد شي، خو ټرمپ راغی او د عمران خان لپاره یې هېڅ ونه کړل.»
خواجه اصف دا څرګندونې د شنبې په ورځ په سیالکوټ کې یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه په خپلو خبرو کې پوښتنه وکړه، چې داسې لاریونونه په پنجاب، سند یا بلوچستان کې ولې نه ښکاري؟ د پي ټي ای مشري په نورو درېیږ صوبو کې ولې نه ښکاري؟ که په سوله ییزه توګه لاریونونه وشي موږ ورسره هېڅ ستونزه نه لرو، مګر د دوی هر لاریون تشدد ته وده ورکوي.
اصف وویل: «اجازه به ورنه کړي، چې د مې ۹مه یا ۲۶نومبر بیا تکرار شي. ګنډاپور وویل چې د دوی ۹۹ سلنه غوښتنې منل شوي دي، که چېرې د پي ټي ای ۹۹ سلنه غوښټنې منل شوي نو د لاریون کولو ته څه اړتیا ده؟»
د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه، یو وخت شور او غوغا وه چې ټرمپ به راشي نو د تحریک انصاف ګوند بنسټګر به ازاد شي، خو ټرمپ راغی او د عمران خان لپاره یې هېڅ ونه کړل، که امریکا په دې اړه کومه غوښتنه هم وکړي، زموږ لپاره مهمه نه ده چې پوره یې کړو.
هغه همدارنګه وویل، چې پی ټي ای په مذاکراتو کې لوبه کوي او خپلو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي، خو په دې شرایطو کې چانس نه ښکاري، چې پی ټي ای سره مذاکرات وکړي.
هغه دا هم وویل، چې تحریک انصاف ګوند مذاکراتو کې لوبه کوي او د دغې لوبې په ترڅ کې د دوی هدف بل څه دی.
هغه وویل: "پی ټي ای د مذاکراتو د لوبې په ترڅ کې یو بل هدف لري."
نن شنبه (د فېبروري ۸مه) نېټه په پاکستان کې د ټاکنو یو کال پوره شو، چې په کې د مسلم لیګ نواز ډلې په مشرۍ ټلوالې حکومت جوړ کړ.
تحریک انصاف ګوند پر حاکم ګوند په ټاکنو کې د درغلیو او لاس وهنو د تور له امله دغې ورځې ته د تورې ورځې نوم ورکړی او په دغه ورځ یې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه کړي دي.
خو د پاکستان حکومت په پنجاب او بلو چستان صوبو کې د خلکو پر راټولېدنې، لاریونونو او سیاسي غونډو بندیز لګولی دی.
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس د ۱۴۴ دفعې څخه د سرغړونې له امله په ملتان کې د تحریک انصاف ګوند د مهم غړي شاه محمود قریشي لور مهر بانو قریشي، د اسمبلۍ پخوانی غړی ذاهد بهار هاشمي او دلیر مهار نیولي دي.
پولیسو په دغه لاریون کې د تحریک انصاف ګوند شاوخوا لس تنه نور پلویان هم نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په مظفر اباد کې هم پولیسو د تحریک انصاف ګوند یو شمېر پلویان نیولي دي.
پولیسو ویلي، چې په مظفر اباد کې یې د تحریک انصاف ګوند د ۱۶ پلویانو ترڅنګ د اپوزیسیون مشر خواجه فاروق هم نیولی او په کورني بند کې ساتل کېږي.
خو د پښتونخوا صوبي حکومت چې د تحریک انصاف ګوند په واک کې دی هلته هم نن لاریونونه شوي او تردې مهاله له یادې صوبې د پولیسو له خوا د تحریک انصاف د ګوند د پلویانو او غړو د نیولو په اړه کوم راپور نه دی ورکول شوی.

شمالي کوریا د شنبې په ورځ وویل، چې د کوریا په ټاپو وزمه کې د کړکېچ په جریان کې د دوی اټومي وسلې د جنګي کارونې لپاره ډیزاین شوي دي، نه د "سوداګرۍ" لپاره.
تر هغه وروسته چې امریکا وویل، واشنګټن به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ "د شمالي کوریا بشپړ بې وسلې کولو" هڅه وکړي، پیونګ یانګ په یوه تبصره کې ویلي، چې د دوی اټومي ځواک د خبرو اترو لپاره نه، بلکې د جګړې لپاره کارول کېږي.
دغه تبصره چې په کې سي اېن ای خپره شوې په کې راغلي: "زموږ د هېواد اټومي ځواکونه د دوامداره جنګي کارولو لپاره دي، ترڅو د دوښمن ځواکونو لخوا د هر ډول یرغل هڅې ژر تر ژره له منځه یوسي چې د هېواد حاکمیت او د خلکو خوندیتوب ته زیان رسوي او سیمه ییزه سوله ګواښي."
د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا د جمعې په ورځ د ولسمشر ټرمپ سره د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې دوی د شمالي کوریا د اټومي او توغندیو پروګرام ته د رسېدو اړتیا تاییدوي، کوم چې جاپان او امریکا ته "جدي ګواښ" دی.
هغه وویل، "جاپان او امریکا به د شمالي کوریا د بشپړې بې وسلې کولو لپاره په ګډه کار وکړي."
بلخوا، د ناټو او اروپايي ټولنې چارواکو بیا ټینګار کړی چې دوی به شمالي کوریا د اټومي ځواک په توګه ونه مني.
شمالي کوریا دا څرګندونې "مسخره" وبللې
ټرمپ د متحده ایالاتو لومړنی اوسنی ولسمشر شو، چې په ۲۰۱۹ کې یې د شمالي کوریا په خاوره کې پښه کېښوده.
د پیونګ یانګ سره د هغه د غیر قانوني اټومي او بالسټیک توغندیو پروګرامونو په اړه د خبرو اترو د یوې برخې په توګه، هغه د شمالي او سویلي کوریا ترمنځ په غیر نظامي سیمه کې کېم جونګ اون سره ولیدل.

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير ته په دویم پرانیستي لیک کې شکایت کړی، چې په زندان کې د فشارونو د زياتوالي له کبله د انساني حقونو خلاف وخت تېروي. نوموړي لیکلي، چې شل ورځې يې د لمر وړانګې نه دي ليدلې او برېښنا هم پرې قطعه وه.
د پاکستان جيونيوز د شنبې په ورځ ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان په يو لیک کې د پوځ مشر جنرال عاصم منير ته د هېواد د ښېګڼې لپاره دویم پرانيستي لیک لېږلی.
عمران خان په دې لیک په زندان کې د خپل وضعت اړوند هم مالومات ليکلي: « د هېواد تر ټولو لویه سیاسي پارټۍ په پرله پسې توګه په نښه کيږي، په زندان کې د انساني حقونو خلاف فشارونه زيات دي، شل ورځي په بند اطاق کې ساتل شوی وم، چې د لمر وړانګې هم نه وې، د پنځو ورځو لپاره زما د اطاق برېښنا هم بنده وه او په تیاره کې ساتل شوی وم.»
عمران خان ويلي، چې د تمرين وسایل او ټلویزيون هم ترې اخیستل شوي، ورځپاڼو ته لاس رسی نه لري او که دوی وغواړي کتابونه هم پر بندوي.
نوموړي په لیک کې ویلي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې يواځې درې ځلي له خپلو اولادونو سره د خبرو او لږو کسانو ته د لیدو اجازه ورکول شوې.
د هغه په خبره، چې میرمن يې هم په بند کې ده او د خپلي مېرمنې سره هم د لیدونه اجازه نه لري.
عمران خان په دې لیک کې ويلي، چې که پوځ هغه ټکي چې نوموړي ورته اشاره کړې د خلکو په پام کې نیولو سره عملي کړي نو ۹۰ سلنه ولسي ملاتړ به ترلاسه کړي.
عمران خان په دې لیک کې ویلي: «د ټاکنو تر پايلو بدلولو او مخکې له ټاکنو په درغلیو حکومت جوړ شوی، پر عدليي سیسټم د واک نیولو لپاره د اساسي قانون ۲۶مه ماده کې تعديل پارلمان تصويب کړی، د ظلم او جبر پر وړاندي یې د ږغ پورته کولو مخه نيولې.»
نوموړي سیاسي بې ثباتي د هېواد د اقتصادي تباهۍ لامل یاد کړی.
خان ويلي، چې د هغه د پلویانو او مشرانو ۲ زره ضمانتونه او غوښتنې په عدليې ادارو کې پراتې دي.
عمران خان تر دې مخکې په بل لیک کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په تېره پوځ نیوکې کړې وې چې د سرحدونو ساتلو پر ځای یې ټول پام «د سیاسي ګوندونو ځپلو او د غلو او لوټمارو ساتلو ته اړولی دی.»
د خان په خبره، د ترهګرۍ خلاف جنک کې به پوځ هغه وخت بریالی شي چې ولس ور سره ودرېږي، خپله پالیسي بدله کړئ.
عمران خان چې تېره جنورۍ کې د فساد د یوې قضیې له امله پر ۱۴ کاله بند محکومت شوی دا مهال په ایډیاله جېل کې دی.
نوموړی له نورو لسګونو تورونو سره هم مخ دی، خو ټول ردوي او د سیاسي انګېزې له مخې یې بولي.
