• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام اباد کې د طالبانو سفیر د «ټي ټي پي» په اړه د پاکستان اندېښنې له کابل سره شریکې کړې

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۹ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو یوې ناڅرګندې ډلې د طالبانو د افشا شویو اسنادو اړوند په اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر سردار احمد شکېب له‌خوا هغه مکتوب افشا کړی، چې نوموړی د دغې ډلې بهرنیو چارو وزارت ته په افغانستان کې د ټي تي پي د شتون په اړه د پاکستان اندېښنې شریکوي.

د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري په ۱۱مه په (۱۳۴) ګڼه مکتوب کې چې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر کابل ته استولی راغلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال سجاد قاضي سایرس او د هغه وخت د دغه وزارت ویاندې زهرا بلوچ د پاکستان قومي اسمبلۍ یوې کمیټې ته ویلي، چې د هغو افغان لارۍ چلوونکو چې پاکستان ته په موقت ورکړل شوي سند داخلیږي لغوه کوي او پر ځای یې باید چلوونکي افغان پاسپورټ او د پاکستان په ویزه دغه هیواد ته داخل شي.

د پاکستان بهرنیو چارواکو وزارت دغو دوو چارواکو د دغه کار لامل له افغانستان څخه د داعش، ختیځ ترکستان اېغور وسله والو او ټي ټي پي په تړاو اندېښنې ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د دغو ډلو له لوري په پاکستان کې نا امني او ترهګریزې پیښې له افغانستان څخه پلان کیږي.

د طالبانو په مکتوب کې د دغو پاکستاني چارواکو دا ادعا هم را اخیستل شوې، چې ویلي یې دي، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په پښتونخوا کې د داسو بند پر چینايي انجینرانو برید په افغانستان کې پلان شوی و.

پاکستان تل ادعا کوي چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په پاکستان کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې او لامل یې هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ټي ټي پي ډلې پراخ شتون په ګوته کوي، خو کابل کې طالبان د پاکستان داسې ادعاوې ردوي او دا د پاکستان کورنۍ موضوع بولي.

اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر له لوري کابل ته په استول شوي مکتوب کې د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱مه نیټه د افغان لارۍ چلوونکو د موقت سند د بې اعتباره کېدو او له هغه وروسته په ویزه د تګ راتګ په موضوع ډیر جزیات وړاندې شوي او ویل شوي چې په دې برخه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم پر خپل رول ټينګار کوي او غواړي د لارۍ چلوونکو تګ راتګ پاکستان ته قانوني شي.

د طالبانو په دغه مکتوب کې د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د هغه راپور جزیاتو ته ډیر ځای ورکړل شوی چې د پاکستان له لوري پر افغان لارۍ چلوونکو دغه هیواد ته په موقت سند د ورتلو بندیز لګول شوی.

مکتوب کې یادونه شوې چې له ډان ورځپاڼې سره د افغانستان د ټرانسپورټي شرکتونو د اتحادیې یوه مشر عظیم الله شینواري مرکه کې ویلي، چې جلال باد کې د پاکستان کونسلګري له افغان لارۍ چلوونکو په ناقانونه ډول له ټاکل شویو سل ډالرو هم ډیرې پیسې اخلي او دغه شکایت یې وړاندې کړی.

له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، د پاکستان او طالباو تر منځ ناندرۍ او یو پر بل تورونه لګول زیات شوي، او ډیر کله په کې یو پر بل له ترهګرۍ د ملاتړ تورونه لګول شوي دي.

عام فکر دا دی چې ګنې پاکستان او کابل کې طالبان سره مخالف دي خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، چې پاکستان او طالبان د یوې سیکې دوه مخه دي او ټول دغه سیاسي بیانونه او د مخالفت خبرې له وړاندې پلان شوې دي، چې دوی غواړې یوازېد دواړو هیوادونو ولسونه او ګاونډي هیوادونه پې وغولوي.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۳

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵
ځانګړی

د طالبانو له وېرې جرمني ته تللي یو شمېر افغانان په بن کونسلګرۍ کې له طالبانو سره کار کوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۶۳ افغان بندیان خوشې شوي دي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ويلي، چې په پاکستان کې ۶۳ تنه افغان بندیان د سلواغې پر ۲۴مه نېټه له بنده خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شوي. ویل کیږي، چې په دغو بندیانو کې ۱۵ تنه د څلورو کورنیو غړي او پاتې یې ځانته کسان وو.

دغه وزارت وايي، یاد بندیان پاکستان کې له دوو تر شپږو ورځو بندیان وو، او تېره ورځ افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه د (سلواغې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان له بیلابیلو زندانونو ۶۳ افغان بندیان خوشې شوې چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار د تورخم او کندهار سپین بولدک سرحدي امریتونو په حواله ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال له دوو تر شپږو ورځو پورې په بند کې وو، چې هېواد ته په راستنېدو سره خپلو سیمو ته لېږدول شوي او په دې سربېره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم شوې دي.

تر دې وړاندې هم طالبانو له پاکستان څخه د سلګونو افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی و.

ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستان څخه ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان پولیسو نیولي او په وزر یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو راپور کاږي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې له دغه هېواده تر ۸۲۵،۶۰۰ ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو خپلسرې نیونې او جبري اېستل دې ودروي.

په پاکستان کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندوز خونړۍ پېښه وغندله

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کندوز کې د کابل بانک دفتر مخې ته د سې شنبې ورځې «ترهګریز» برید په کلکه وغانده. امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ولیکل، ترهګري چې په هره بڼه وي په افغانستان او نړۍ کې د امنیت او سولې لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د غندنې تر څنګ د دغه برید له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه، او ټینګار یې کړی چې د ترهګریزو کړنو عاملان او مالي ملاتړي باید حساب ته راکاږل شي او محاکمه شي.

د امنیت شورا په بیان کې ویل شوي چې دغه شورا له ټولو دولتونو څخه غواړي چې د نړیوال قانون او د امنیت شورا د اړوندو پریکړو له مخې د خپلو مکلفیتونو سره سم، د مجرمینو د حساب ورکولو او عدالت ته راوستلو لپاره له اړوندو چارواکو سره په فعاله توګه همکاري وکړي.

د سلواغې په ۲۳مه، د سې شنبې په ورځ د سهار شاوخوا اته بجې، یوه «ځانمرګي بریدګر» په کندوز کې د کابل بانک ودانۍ مخې ته خپل چاودیدونکي توکي وچول، چیرې چې دولتي کارکوونکو او طالب نظامیان د خپلو معاشونو اخیستلو لپاره په کتارونو کې ولاړ و.

طالبانو یوازې دومره ویلي، چې دغه برید ځانمرګی و او تر وروستیو شیبو پورې یې کره شمېرې وړاندې نه کړې خو د افغانستان انټرنشنل سرچینو د پېښې ټول جزیات شریک کړل.

خو د کندوز له مرکزي روغتون څخه باوري سرچیو تایید کړه چې په دغې پېښه د ۱۸ تنو وژل شویو مړي او د ۱۵ تنه ټپیان ورړول شوي چې ډیری هغه د طالبانو نظامیان دي.

د دغې پېښې مسووليت د داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی او دعوه یې چې طالب نظامیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اوړلې ده.

دا د کابل بانک د ودانۍ مخې ته د طالبانو پر نظامیانوپه یو کال کې دویم ځانمرګی برید وو. د روان کال په پیل کې، په کندهار ولایت کې د طالبانو پر نظامیانو ځانمرګی برید وشو، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول، چې ډېری یې د طالبانو ځواکونه وو.

امنیت شورا یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان په تړاو په خپله ناسته کې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه څرګنده کړې وه.

د ملا هبت‌الله له اجازې پرته طالب کارکونکي نشي کولای د زده‌کړو لپاره له هېواده بهر ولاړ شي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۲۳ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په افشا شویو سندونو کې د ملا هبت‌الله اړوند فرمان دی، چې په کې یې خپلو ټولو وزارتونو او ریاستونو ته امر کړی چې د ده له اجازې پرته یې کارکوونکي د زده‌کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر نه شي کولای.

د طالبانو د مشر په دې فرمان کې راغلي، چې د ټولو وزارتونو اړوند کارکوونکي که د زده‌کړو، ظرفیت لوړونې او یا نورو سېمینارونو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي؛ نو باید له خپل مشر (ملا هبت‌الله) اجازه واخلي.
په دغه فرمان کې ویل شوي، چې د چارو ادارې د دفتر له لارې باید له هغه سره د سفر د ترسراوي لپاره د غوره شوي کس جزییات شریک شي او د تګ یا نه تګ په تړاو به یې د طالبانو مشر پرېکړه کوي.
د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت خپلو اړوند ریاستونو ته د ملا هبت‌الله دغه فرمان استولی او پرې ټینګار یې کړی، چې د سفرونو تر کېدو دمخه باید له ملا هبت‌الله اجازه وغوښتل شي.

100%

واک ته د طالبانو له رسیدو څه موده وروسته د طالبانو مشرتابه په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او بیا د پوهنتون پر زده‌کړو بندیزونه ولګلول.

د دې تر څنګ یې روان لمریز کال د زده‌کړو په طبي موسسو کې د نجونو پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه چې ورسره تړلې د افغان نجونو یوازنۍ هیلې هم له منځه لاړې.

طالبان: د ایران په بې‌کیفیته زعفرانو ځان نه بدناموو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۵ GMT+۰

د ایران د زعفرانو صندوق د بورډ یوه مدیره پلاوي له څرګندونو وروسته چې ګواکې افغان سوداګر د دغه هېواد زعفران قاچاق او صادروي، د طالبانو د سوداګرۍ وزارت دا څرګندونې بې بنسټه بللې دي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) په یوه بیان کې ویلي، چې افغاني زعفران د ایراني زعفرانو په پرتله څو چنده لوړ کیفیت لري.

یاد وزارت د افغانستان له خوا د ایراني زعفرانو قاچاق او صادرات رد کړي او په وینا یې، هېڅ دلیل نه شته چې افغاني زعفرانو کیفیت ته دې په نړۍوال بازار کې زیان ورسېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بیان کې راغلي: «له شک پرته چې د افغانستان صادر شوي زعفران په بشپړ ډول کورني محصولات دي.»

یاد وزارت ایراني چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د «بې بنسټه ادعاوو پر ځای د خپلو محصولاتو کیفیت» لوړ او په نړۍوالو بازارونو کې ورته ځای پیاوړی کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اوونۍ د یک‌شنبې په ورځ د ایران زعفرانو د پراختیا صندوق مديره پلاوي محمد رضا اردیخاني په یوه خبري کنفرانس کې پر افغان سوداګرو تور پورې کړی و، چې ګواکې افغانان ایراني زعفران قاچاق او په خپل نوم بهرنیو هېوادونو ته صادروي.

د یاد ایراني چارواکي له دې څرګندونو دوه ورځې وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل بیان کې افغانستان په نړۍواله کچه د لوړ کیفیت‌لرونکو زعفرانو تولیدونکی هېواد بللی او زیاته کړې یې ده، چې افغاني زعفرانو په نړۍوالو بازارونو کې یو مهم ځای ترلاسه کړی دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان زعفرانو د تېرو څو کلونو په ترڅ کې په نړۍوالو بازارونو کې د خپل ښه کیفیت له امله یو ښه مقام ترلاسه کړی او دا بوټی تر ډېرې کچې د هرات په غوریان، پښتون‌زرغون، انجیل او زنده‌جان ولسوالیو کې کرل کېږي.

په کابل کې د جاپان سفارت: په افغانستان کې دې ترهګریز بریدونه پای ته ورسېږي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۰

په کندوز ولایت کې د تېرې ورځې له مرګوني ځانمرګي برید وروسته په کابل کې د جاپان سفارت په یو بیان کې ویلي، چې دا ډول ترهګریز بریدونه دې ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یو بیان کې زیاته کړې، چې په کندوز کې پروني ترهګریز برید یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

نوموړي سفارت لیکلي: «مونږ د دغې پېښې له قربانیانو سره ژوره خواشیني څرګندوو او ټینګار کوو، چې دا ډول ترهګریز بریدونه دې ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»

داعش وسله‌والې ډلې په کندوز ولایت کې د کابل بانک مخې ته د تېرې ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه.

له دې پېښې وروسته په کندوز کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند ویلي و، چې په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه نظامیان او ملکيان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي، خو سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان تل په افغانستان کې د داعش حضور ردوي، خو دا وسله‌واله ډله وخت‌ناوخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر ملکیانو او طالب وسله‌والو د بریدونو پړه پر غاړه اخلي.

د یادونې ده، چې داعش ډلې د روان کال د لېندۍ په ۲۱مه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر او د دغې ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني تره، خلیل‌الرحمن حقاني هم د یاد وزارت په ودانۍ کې دننه د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې وواژه.