• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت‌الله خپلو کسانو ته د تاریخي او فرهنګي اثارو د خوندیتوب سپارښتنه کړې

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل له خوا د «طالب‌لیکس» ناڅرګندو هېکرانو د افشا شویو اسنادو د خپرېدو په دوام، یو هم د تاریخي‌ او فرهنګي اثارو په تړاو د ملا هبت‌الله فرمان دی چې په‌کې له خپلې ډلې یې غوښتي څو د دغو اثارو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د طالبانو مشر په دغه فرمان کې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د څلورمې میاشتې په ۲۱مه صادر شوی د دغې ډلې اطلاعاتو او کولتور وزارت ته سپارښتنه کړې چې د تاریخي او کولتوري اثارو په تړاو هر ډول مسوولیت دوی ته راجع دی.

په دغه فرمان کې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت ته سپارښتنه شوې چې په لرغونو سیمو کې دې له ناقانونه کیندنو او د تاریخي اثارو له ویجاړولو څخه ډډه وشي.

د طالبانو د مشر په دغه فرمان کې له خپلو غړو غوښتي چې د تاریخي اثارو د بیارغونې په برخه کې دې اړونده ادارې اقدامات وکړي.

100%

ملا هبت الله داسې مهال دا فرمان ورکوي‌ چې د یادې سخت‌دریځې ډلې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال په بامیان کې د بودا مجسمه په راکېټونو وویشتله او په ترڅ کې یې د دغې مجسمې ډېرې برخې ونړېدې. همداراز د دغې ډلې له خوا د افغانستان په ملي موزیم کې تاریخي مجسمې ماتې او یا هم لوټ شوې.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د «طالب‌لیکس» په نوم د هېکرانو یوې ناڅرګندې ډلې د طالبانو پر اطلاعاتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د یو شمېر مهمو بنسټونو اسناد یې ترلاسه کړل.

100%

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۳
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۴

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۵

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟