• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ د‌ پاکستان د څارګرې ادارې له لاسوهنو شکایت کړی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو ډلې یو مکتوب افشا کړی، چې د طالبانو د پېښور کونسلګرۍ په کې د‌ پاکستان له څارګرې ادارې شکایت کړی. په دغه مکتوب کې د کونسلګرۍ چارواکو د‌ طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي چې «ای اېس ای» د دوی په جایدادونو کې لاسوهنه کوي.

په مکتوب کې راغلي چې د پېښور کونسلګرۍ غواړي په (قصه خوانۍ) سیمه کې د افغان بلډینګ په نوم خپل ملکیت په یو عصري مارکېټ بدل کړي‌ او د نوې نقشې به بڼه یې بیا اباد کړي‌، چې د پېښور ښاروالۍ ورته د دغو چارو د ترسراوي امر هم ورکړی دی.

په لیک کې راغلي چې د پېښور ښاروالۍ د «ای اېس ای» په مستقیمه لارښوونه یاد اجازه لیک بېرته لغوه کړی او دوی ته یې په دې تړاو مکتوب هم بېرته لېږلی؛ خو د طالبانو کونسلګرۍ د اعتراض په توګه یاد مکتوب نه دی تسلیم کړی.

د طالبانو د پېښور کونسلګرۍ ادعا کړې چې د پېښور ښاروالۍ له دې کبله په ښکاره دا اجازه لیک لغوه کړی چې ګنې د تاریخي اثارو د خوندیتوب له کبله یاده ودانۍ نه شي ړنګولی او نه هم پرې نوې ودانۍ جوړولی شي.

کونسلګرۍ لیکلي چې په دې تړاو د پېښور د لرغونو اثارو ادارې ته عارض شول،‌ څو سپیناوی ترلاسه کړي؛ خو برعکس د استخباراتو له لوري دوی وګواښل شول.

پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر خپل بهرنیو چارو وزارت ته شکایت کړی چې د‌ پاکستان څارګره شبکه د دوی د جایدادونو په برخه کې سخته لاسوهنه کوي.

هغه ویلي، ای اېس ای غواړي چې د افغان بلډینګ چارې تر راتلونکو ۱۱ کلونو پورې نورې هم وځنډیږي،‌ څو د قانون له مخې د سل کالو تر پوره کیدو وروسته یاد ځای په تاریخي اثارو کې وشمېرل شي او دوی په کې له ودانیزو چارو څخه راوګرځول شي.

په مکتوب کې راغلي چې افغان بلډینګ د پېښور کونسلګرۍ لپاره د طالبانو یوه ښه عایداتي سرچینه ده.

پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ مکتوب
100%
پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ مکتوب

په دې افشا شوي سند کې زیاته شوې چې د خېبر پښتونخواه د خېبر ولسوالۍ په باړې سیمه کې د طالبانو د کونسلګرۍ کارکوونکي چې د خپلو جایدادونو د پوښتنې لپاره ځي؛ نو هلته د پاکستاني استخباراتو له لوري له ستونزو سره مخ کېږي او ان هغه پولیس هم له دندو ګوښه کوي چې دوی د امنیتي تدابیرو لپاره خپلو جایدادونو ته بدرګه کوي.

په مکتوب کې د افغان بلډینګ ودانۍ قراردادي عبدالله پاچا ښودل شوی او په کې لیکل شوي چې نوموړی د پاکستان له استخباراتو سره نږدې اړیکې لري او هغه هم پر دغه ودانۍ د کارونو د مخنېوي په برخه کې په خنډ بدل شوی دی.

د طالبانو د پېښور کونسل له خپل بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې عبدالله پاچا دې افغانستان ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره وغواړي او که هغه ورنه شي؛ نو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې دې د هغه شته جایدادونه ضبط کړي.

د افشا شویو سندونو له مخې په پاکستان کې د طالبانو سفارت په دې هېواد کې له دوی سره هر ډول چلند او د یاد هېواد د سیاسي وضعیت په تړاو له کابل سره معلومات شریک کېږي. په موندل شویو اسنادو کې څرګنده شوې چې طالبانو په ځلونه په خپلو مکتوبونو کې د پاکستاني حکومت له لوري له دوی سره له کیدونکي چلند څخه شکایتونه کړي او ان طالبانو په پاکستان کې سیاسي وضعیت په بېلابېلو وختونو کې ترینګلی بللی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په کندوز او کابل کې وروستي ځانمرګي بریدونه غندلي دي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۳۹ GMT+۰

په افغانستان کې د یوناما څانګې د (سلواغې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کندوز او کابل کې وروستي ځانمرګي بریدونه چې په کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې غندلي دي. د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په دغې پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.

یوناما ویلي چې په افغانستان کې د دغه ډول ترهګریزو پېښو لپاره ځای نه شته او باید د خلکو د خوندیتوب تر څنګ امنیت ته یې ځانګړې پاملرنه وشي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د (سلواغې ۲۳مه) په کندوز کې د طالبانو په هغه کتار ځانمرګی برید وشو چې د معاشونو اخیستلو لپاره د کابل بانک مخې ته ولاړ وو.

د یاد برید د ترسراوي مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی او ادعا یې کړې چې د یو شمېر طالب قوماندانانو په ګډون یې لسګونه تنه په یاد برید کې وژلي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د کندوز په وروستي ځانمرګي برید کې شاوخوا ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د (سلواغې ۲۵مه) په کابل کې د طالبانو د ښار جوړولو وزارت دننه بل ځانمرګی برید شوی چې د طالبانو د یاد وزارت مرستیال ارسلا خروټی په کې سخت ټپي شوی دی.

په کابل او ولایتونو کې ترهګریزو بریدونو داسې مهال زور اخیستی چې طالبان په هېواد کې د سراسري امنیت دعوې کوي.

طالبان اوس اړ دي‌ چې د جمهوري نظام پر مهال د دوی ځانمرګو بریدونو ته ورته بریدونه اوس وغندي او ترهګریز بریدونه یې وبولي.

د امنیتي چارو کارپوهان په دې باور دي چې طالبانو په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو بنسټ اېښی او اوس دغه ډله خپله په دغو لومو کې ایساره ده چې ترې د وتلو چل هم نه ورځي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ تر څنګ یو شمېر هېوادونو هم په افغانستان کې وروستي ځانمرګي بریدونه غندلي او په دغه هېواد کې یې د نا امنیو په ډېریدو اندېښنې څرګندې کړي دي.

روسیه: داعش هڅه کوي د افغانستان شمالي ولایتونه نا امنه کړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۲۱ GMT+۰

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د کندوز وروستی ځانمرګی برید غندلی او وايي، داعش غواړي د افغانستان په شمال کې پراخې نا امنۍ رامنځته کړي. دغه وزارت د سلواغې ۲۵مه په یوې خبرپاڼه کې باور څرګند کړی چې طالبان د کندوز د ترهګریز برید د تنظیموونکو د موندلو او نیولو توان لري.

په خبرپاڼه کې راغلي: «روسیه هغه وحشیانه ترهګریز برید په کلکه غندي، چې د فبرورۍ په ۱۱مه، یو انتحاري بریدګر د کندوز د یوې بانک دروازې مخې ته ترسره کړ.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې منلی او تر ۲۵ ډېر کسان په کې وژل شوي دي.

د سې شنبې ورځ د (سلواغې ۲۳مه) یو ځانمرګي بریدګر د کندوز ښار کابل ‌بانک مخې ته خپل چاودېدونکي توکي وچول، چیرې چې د طالبانو جنګیالياو دولتي کارکوونکي د معاش اخېستو لپاره ولاړ وو.

داعش ادعا کړې چې په دغه برید کې یې «د طالبانو امنیتي قوماندانانو په ګډون سلګونه تنه وژلي» دي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۲۲مه) د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې د داعش خراسان فعالیتونه تصادفه نه دي او نړۍ واله ټولنه باید د هغو امریکايي وسلو په اړه جدي پاملرنه وکړي چې د افغانستان په خاوره پاتې دي او د ترهګرو ډلو لاسونو ته هم ورغلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د پنجشنبې ورځ د (سلواغې ۲۵مه) په مسکو کې د تاجیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي وویل، چې د افغانستان نا امني د ګاونډیو هېوادونو لپاره جدي پایلې لري.

په همدې حال کې د پنجشنبې ورځ د (سلواغې ۲۵مې) په سهار د طالبانو د ښار جوړونې وزارت کې هم یو ځانمرګی برید وشو.

په کابل کې دوو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ارسلا خروټی په دې برید کې سخت ټپي شوی دی.

په برېتانیا کې شپږ افغانان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۱۱ GMT+۰

د برېتانیا د جرمونو ملي ادارې او بلجیم پولیسو له ګډو څېړنو وروسته شپږ افغانان د انساني قاچاق وړونکو په یوه لویه ډله کې د غړیتوب په تور نیول شوي. دغه کسان چې په بلجیم کې تر څار لاندې وو، د چهارشنبې په ورځ د برېتانیا په لیسټر، برمنګهم، کووینټري او ایسکس کې ونیول شول.

د بلجیم څارنوالانو وویل چې دغه کسان د ایران، ترکیې او بالکان له لارې لویدیځې اروپا ته د افغان کډوالو په قاچاق او بیا په کوچنیو کښتیو کې برېتانیا ته په لیږدولو کې ښکیل وو.

د جرمونو ملي ادارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې دغه ډله له ۲۰۲۲ کال راهیسې فعاله وه او ظاهرا یې د پناه غوښتونکو او کډوالو سره د اړیکو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخیست.

دغې ادارې ویلي چې هغه کډوال چې په بلجیم کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي وو، د دې ډلې لخوا په کوچنیو کښتیو کې برېتانیا ته لیږدول کېدل.

پر دې ډلې شک دی چې په دې ډول یې «د پام وړ شمیر» پناه غوښتونکي برېتانیا ته لیږدولي دي.

د دې ډلې درې غړي د چهارشنبې په ورځ په لندن کې د ویسټ منسټر محکمې ته حاضر شول، او ټاکل شوې ده چې درې نور کسان د راتلوونکي پنجشنبې په ورځ په ورته محکمه کې حاضر شي.

ټول شپږ کسان د انساني قاچاق او په یوه جرمي سازمان کې د غړیتوب په تور تورن دي.

طالبان: د کډوالۍ نړۍ‌واله اداره د ناسمو معلوماتو په خپرولو سره د خلکو ذهنیتونه خرابوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۷ GMT+۰

د «طالب‌لیکس‌» هېکرانو په افشاشویو سندونو کې یو سند د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ اړوند دی، چې په‌کې د دغې ډلې د کډوالو چارو وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې اړوند د یاد وزارت یو شکایت څېړلی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره (IOM) د عامه ذهنیتونو د ګډوډولو لپاره ناسم معلومات خپروي او د طالبانو له تګلارو څخه سرغړونه کوي.

په مکتوب کې زیاته شوې، چې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې په یوه راپور کې ادعا کړې چې نږدې اته میلیونه افغانانو له ۲۰۲۰ زېږدیز کال راهیسې افغانستان پرېښی چې لوی لامل یې طالبان بلل کېږي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د کډوالۍ نړۍوالې ادارې پر دغه راپور غوسه راپارېدلې او دا یې له حقیقت څخه لرې بللی دی.

په همدې تړاو یاد وزارت د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته شکایتي‌ مکتوب استولی دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د کډوالۍ نړۍوالې ادارې سرپرسته تي‌هاسکن یوې غونډې ته وربللې او هلته یې ورته دا شکایت مخامخ اورولی دی.

هغې له خپلو خپاره شویو معلوماتو او راپور څخه دفاع کړې او دا یې د دغه سازمان مشروع حق بللی، خو طالبانو دا هرڅه رد کړي دي.

طالبانو د یاد سازمان سرپرستې ته خبرداری ورکړی، چې په راتلونکي کې باید تر خپرېدو دمخه د دغې ادارې راپورونه ورسره شریک او له هغې وروسته خپاره شي.

طالبانو په دغه ناسته کې په وار وار په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍ والې ادارې سرپرستې ته ویلي چې سازمان یې له حقیقتونو څخه لرې راپورونه چمتو کوي.

په نړۍوالو مرستندویه ادارو د طالبانو بندیزونو له کبله ډېری نادولتي بنسټونه اړ شوي، څو په افغانستان کې خپل دفترونه وتړي.

په کور دننه فعال یو شمېر بهرني بنسټونه شکایت کوي چې طالبان یې په چارو کې بې‌ځایه لاسوهنې کوي او له همدې امله یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

انور الحق احدي: داعش سره د مقابلې لپاره مشروع نظام ته اړتیا ده چې طالبان دا توان نه لري

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي وایي، چې په افغانستان کې نا امني ورځ تر بلې زیاتیږي او د داعش قوت تر دې حده رسېدلی چې د طالبانو حکومت یې د مقابلې توان نه لري. هغه زیاتوي چې د داعش مقابله یو مشروع نظام کولی شي چې د ولس ملاتړ ورسره وي.

په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق څارونکی غړی انورالحق احدي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د نا امنۍ ترڅنګ شفافیت راکم شوی دی، نوموړي زیاته کړه: «د طالبانو د رژیم هغه قوي ټکی چې دوی ورته اشاره کوله هغه دا وو چې اوسني امارت کې د پخواني رژیم په پرتله شفافیت زیات شوی او فساد کم شوی دی خو اوس د شفافیت بین المللي راپور په اساس د طالبانو په واکمنۍ کې شفافیت د پروسږکال نه هم کم شوی، نو په دې اساس باندې دا یو منفي انکشاف دی د طالبانو د حکومت لپاره.»

احدي وویل، چې د افغانستان د اقتصادي رشد لپاره قانوني حکومت، امنیت، نړۍوالو اړیکو او کانونو څخه سمې استفادې ته اړتیا لري.

د احدي په وېنا، افغانستان د حکومتولۍ په برخه کې اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لري، تر څو چې دغه اصلاحات رانه شي اقتصادي وضعیت ښه کیدونکی نه دی او د فساد موضوع هم د دغې حکومتولۍ یوه برخه ده.

احدي وایي، له افغانستان څخه د منفي خبرونو زیاتوالی د دی لامل ګرځیدلی چې د طالبانو حکومت داخلي مشروعیت اغیزمن کړي.

دغه پخوانی وزیر زیاتوي: «د طالبانو حکومت کې دوه غټې خبرې دا وې چې دوی ویل موږ امنیت راوستی دی، اوس امنیت هم نشته، پرون په کندوز کې حادثه وشوه، نن په شهرسازۍ کې شوې داعش قوي کیږي، داعش سره مقابله قوي حکومت ته ضرورت لري او انحصار د قدرت نشي کولی چې قوي حکومت رامنځته کړي دلته موږ قوي حکومت ته ضرور لرو چې د خلکو ملاتړ ورسره اوسي او ترڅنګ یې نړۍوالې مرستې وي هم د داعش سره د مقابلې په برخه کې او هم په اقتصاد کې.»

د روڼتیا نړۍوال سازمان له درغلیو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو تازه نوملړ خپور کړ او افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د تېر کال په پرتله درې درجې شاتګ کړی. په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې درې درجې پرمختګ کړی و.

د روڼتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د فساد اړوند شاخص کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۱۶۵ مقام کې راوستی.

له فساد سره د مبارزې په دغه نوملړ کې افغانستان د تېر کال په پرتله درې درجې شاتګ کړی دی.

د روڼتیا نړۍوال سازمان له لورې خپرو شویو معلوماتو کې لیدل کیږي، چې افغانستان ته له فساد سره د مبارزې په برخه کې له ۱۰۰ نومرو څخه ۱۷ نومرې ورکړل شوې او د فساد پر وړاندې د مبارزې نوملړ په ۱۸۰ هېوادونو کې په ۱۶۵ مقام کې ځای لري.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان یو ځل بیا واکمن شول، شاوخوا څلور کاله د دغې ډلې له واکمنۍ څخه تېریږي خو تر اوسه یوه هېواد هم دوی په رسمیت نه دي پیژندلي، د رسیمت نه منلو او نړۍ سره د پراخه اړېکو نشتوالی ددې لامل شوی چې په دغه هېواد کې اقتصادي نا انډولي رامنځته کړي، کاري فرصتونه ورځ تر بلې کمیږي او نا امني هم د پخوا په پرتله زیاته شوې ده، تازه د ښار سازۍ په وزارت کې ځانمرګی برید شوی چې ویل کیږي ددغه وزارت مالي او اداري مرستیال ارسلا خروټي پکې ټپي شوی.

تازه د ملګرو ملتونو د څار ټیم په خپل راپور کې ویلي، چې القاعده او د دغې ډلې ملګري اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت لري او په وینا یې، د پخوانیو راپورونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی په ګوته کوي.