طالب لیکس؛ طالبان له پاکستانه د افغانستان پر فضا د درې کلونو د الوتنو پیسې غواړي
د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له لوري د طالبانو یو افشا شوی رسمي لیک، ښيي چې د دغې ډلې د بهرنيو چارو وزارت له پاکستاني حکومت غوښتي، چې د خپلو پوځي الوتکو د درې کلونو «حقالعبور» ژر تر ژره ورکړي.
د لیک له مخې طالبانو د ۶۲ الوتنو په بدل کې د ۴۳ زره او ۴۰۰ ډالرو غوښتنه کړې.
د طالبانو له اسنادو ښکاري چې د بهرنيو چارو وزارت یې د «۱۴۰۳ کال د لیندۍ په درېیمه» نېټه په اسلام اباد کې خپل سفارت ته یو لیک استولی چې د پاکستان له چارواکو سره د دې پیسو د ورکړې په اړه خبرې وکړي.
له پاکستان څخه د هوايي حق العبور د غوښتنې مکتوب
د اسنادو له مخې، د پاکستان پوځ له ۱۴۰۰ «کال د زمري میاشتې څخه تر ۱۴۰۳ د تلې شپږمې» نېټې پورې د افغانستان له فضا څخه الوتنې کړې دي.
د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وايي، دوی د پاکستان د هرې پوځي الوتنې لپاره ۷۰۰ ډالره ټاکلي دي.
د دې معلوماتو پر بنسټ د طالبانو سفارت په اسلاماباد کې د پاکستان له پوځ غوښتي چې د درې کلونو د الوتنو پیسې ورکړي. خو لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې پاکستاني چارواکو دې غوښتنې ته څه ځواب ویلی دی.
د راپورونو پر بنسټ طالبان لا هم د افغانستان د فضا بشپړ کنټرول په واک کې نه لري نه لري.
د مخکیني جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته د افغانستان د هوايي ټرافیکو سېسټم هم له کاره غورځیدلی او کار نه کوي.
طالبانو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د نړۍوالو اصولو له مخې دا ډول حسابونه باید هر کال تصفیه شي، خو طالبانو نه دي ویلي، چې ولې یې دا موضوع درې کاله ځنډولې وه.
تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د افشا شويو اسنادو له مخې راپور ورکړی و چې د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې وه چې د پاکستان بې پیلوټه الوتکو د ۱۴۰۳ «کال د مرغومي له ۱۴مې تر ۲۱مې» نېټې پورې لږ تر لږه ۱۱ ځله د افغانستان فضا ته داخلې شوې دي.
د راپورونو له مخې دا الوتکې د هلمند، کندهار، ننګرهار او پکتیکا پر فضا ګرځېدلې دي.
لا هم معلومه نه ده چې طالبان د افغانستان د هوايي حریم څومره کنټرول لري.
د طالبانو د دفاع وزارت یوه غړي مخکې ویلي و، چې دوی هڅه کوي د روسیې په مرسته د افغانستان پر فضا کنټرول ترلاسه کړي، خو وروسته دا طالب چارواکی له دندې ګوښه کړل شو.
په یاد مکتوب کې د پاکستان د بې پېلوټه هوایي الوتکو د ګزمو کوردینات هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په اسلام اباد کې له خپل سفیر سره شریک کړي دي.
همدا راز زیاته شوې چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو او پوځیانو په پکتیکا، پکیتا او کونړ ولایت کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر طالبانو د سپکو او درنو وسلو ډزې هم کړي دي.
طالبانو د دغه بریدونو کوردینات هم له شمېرو سره ثبت کړي او په اسلام اباد کې یې خپل سفیر ته استولي دي.
د مکتوب په پای کې راغلي چې طالبان د پاکستان له هوایي خوځښتونو او دغه ډول بریدونو څخه خورا تنګ ته راغلي او له یاد هېواد سره په جدي توګه خپلې اندېښنې شریکوي.
په مکتوب کې زیاته شوې، که څه هم طالبانو په وار وار په بېلابېلو وختونو کې د دغو هوایي سرغړونو او بریدونو په تړاو پاکستاني لوري ته خبرداری ورکړی، خو په پایله کې یې هېڅ ډول اقدامات نه دي شوي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښودلې چې، د پاکستان حکومت او پوځ یې اړونده شکایتونو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.
طالبانو ګواښ کړی چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان بریدونه او هوايي سرغړونې پر دغه کرښې تاوتریخوالی لا ډېرولی شي او د دواړو لوریو پر اړیکو هم منفي اغېزې کوي.
د طالب لیکس له لوري په دې افشا شوي سند کې ښکاري چې طالبانو خپل سفیر ته لارښوونه کړې، څو اړونده مسایل د پاکستان حکومت له بېلابېلو ادارو سره شریک کړي. افغانستان انټرنشنل ته په تېرو وختونو کې له کندهار، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د بې پېلوټه الوتکو د ګزمو ویډیوګانې راستول شوې وې؛ خو طالبانو پرې غوږونه کاڼه کړي وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو تښتېدلي مرستیال وزیر عباس ستانکزي څه موده وړاندې اندېښنه څرګنده کړې وه چې پاکستان خپل یو شمېر هوایي ډګرونه د امریکا متحده ایالتونو ته په کرایې ورکړي او له هغې ځایه بې پېلوټه الوتکې د افغانستان خاورې ته ننوځي؛ خو پاکستاني لوري د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.
کابو دوه میاشتې مخکې بیا د پاکستان جېټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د «ټي ټي پي» ځینې وسله وال او قوماندانان یې په کې په نښه کړي وو؛ خو طالبانو یې دا ادعا رد کړه او د توند غبرګون په ښودلو سره یې د دغو بریدونو قربانیان عام وزیرستاني کډوال وبلل چې ښځې او ماشومانې هم په کې وې.
د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍ والو بنسټونو او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لوړ پوړو چارواکو هم د پاکستان یاد بریدونه وغندل او له نړۍ والو قوانینو یې سرغړونه وبلله.