• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو راپور: افغان طالبان د «ټي ټي پي» مالي او لوژیستیکي ملاتړ کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور څرګندوي چې د پاکستان له سختو فشارونو سره سره افغان طالبان لا هم له تحریک طالبان پاکستان څخه ملاتړ کوي. راپور کې راغلي، چې دغه ملاتړ په پاکستان کې د یادې ډلې د بریدونو د زیاتوالي لامل شوی دی.

یاد راپور چې د «۲۰۲۴ کال د جولای له لومړۍ د ډېسمبر تر ۱۳مې پورې موده رانغاړي» په کې لیکل شوي: «په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو حالت او ځواکمنتیا د پخوا په څېر ده او هېڅ توپیر په کې نه دی راغلی.» برعکس دغې ډلې په پاکستان کې بریدونه زیات کړي او په یاده موده کې یې له ۶۰۰ ډېر بریدونه ترسره کړي، چې ډېری یې له افغانستان څخه تنظیم شوي دي.

د افغان طالبانو مالي او عملیاتي ملاتړ

راپور وايي چې افغان طالبان «ټي ټي پي» ته لوژیستیکي، عملیاتي او مالي ملاتړ برابروي چې د دې ډلې فعالیتونه یې پیاوړي کړي دي.

راپور زیاتوي چې د Tټي ټي پي د مشر نور ولي مسعود کورنۍ له افغان طالبانو څخه «میاشتني ۴۳ زره ډالر اخلي» چې دا د دې ډلې لپاره یو مهم مالي ملاتړ بلل کېږي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله لیکلي «ټي ټي پي»‌ په کونړ، ننګرهار، خوست او پکتیکا (برمل) ولایتونو کې نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي او د طالبانو له لیکو څخه یې د جنګیالیو د جذب لړۍ پراخه کړې ده.

اوس مهال، د دې ډلې د جنګیالیو شمېر شاوخوا ۶۰۰۰ تر ۶۵۰۰ کسانو ته رسېږي.

د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ تاریخي او ایډیالوژیکي اړیکې د دې ډلې د نفوذ په پراخېدو کې مهم رول لري.

د پاکستان غبرګون: پوځي عملیات او ډیپلوماسي

د ټي ټي پي د بریدونو له زیاتوالي سره پاکستان د "عزم استحکام" په نامه پراخ پوځي عملیات پیل کړي، چې موخه ‌یې د دې ډلې له پناه ‌ځایونو، په ځانګړي ډول د پکتیکا او خوست له سیمو د هغوی له منځه وړل دي.

پر دې سربېره، اسلام ‌اباد خپل ډیپلوماتیک فشارونه هم زیات کړي او کابل ته ‌یې پلاوي استولي، څو افغان طالبان دې ته اړ کړي چې «ټي ټي پي» پر ضد اقدامات وکړي.

خو طالبانو د قاطع اقدام پر ځای د منځګړیتوب وړاندیز کړی چې دا کار ډیپلوماتیک کړکېچ ته رسېدلی.

راپور وايي چې د افغان طالبانو ملاتړ د ټي ټي پي بریدونه پراخ کړي او چټک کړي یې هم دي.

د‌ پاکستاني طالبانو او القاعده ترمنځ د همکاریو ډېروالی

دغه راپور وايي چې د پاکستاني طالبانو پوځي وړتیا د القاعده (AQIS) او نورو سختدریځو ډلو سره د همکارۍ له امله نوره هم زیاته شوې.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور له مخې یادې ډلې د "تحریک جهاد پاکستان" تر نامه لاندې ګډ عملیات کوي.

راپور خبرداری ورکوي چې د ترهګریزو ډلو ترمنځ د همکارۍ زیاتوالی په ځانګړي ډول د«ځانمرګو بریدګرو، جنګیالیو او ایډیالوژیکي لارښوونو» د تبادلې له امله «ټي ټي پي»‌ د یو سیمه‌ ییز ګواښ په توګه راڅرګندېږي او دغه ډله ښايي د جنوبي اسیا لپاره د نورو ترهګریزو ډلو د مور سازمان بڼه خپله کړي.

د پلوڅ بلیتون پالو ډلو او «ټي ټي پي» اړیکې

راپور وايي چې بلوڅ ازادۍ غوښتوونکي د مجید لېوا په مشرۍ د پاکستان سوېل لویدیځ کې ګڼ بریدونه ترسره کړي، په ځانګړي ډول په اواران، پنجګور او دالبندین سیمو کې.

راپور زیاتوي چې مجید لېوا اوس ښځې هم جذبوي او له پاکستاني طالبانو،‌ داعش-خراسان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ سره اړیکې لري.

دغه ډلې په افغانستان کې ګډ فعالیتونه لري چې دا د بلوڅ بېلتون پالو او مذهبي ترهګریزو ډلو ترمنځ د ستراتیژیکې همغږۍ ښکارندویي کوي.

په پاکستان کې د داعش-خراسان پر ضد اقدامات

د ملګرو ملتونو یاد راپور کې راغلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو داعش خراسان درې لوړ پوړي غړي‌ چې د دغه شبکې د پراخولو هڅې یې کولې نیولي دي.

په دغو نیول شویو کسانو کې عادل پنجشیری د افغانستان، ابو منذر د تاجکستان او د دریم غړی یې کاکا یونس د ازبکستان اوسیدونکی دی.

دغه کسان د جنګیالیو د جذب، مالي ملاتړ او ځانمرګو بریدونو تنظیموونکي بلل شوي او د کرمان او مسکو بریدونو کې یې د لاس لرلو ادعاوې هم شوي دي.

سره له دې د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي چې د کرمان د برید طراح طارق تاجکي لا هم په افغانستان کې پټ دی.

راپور کې ویل شوي چې داعش-خراسان د کشف څخه د مخنیوي لپاره د مخابراتي وسایلو پر ځای د پیک سېسټم کاروي.

د پاکستان حکومت او افغان طالبانو ناندرۍ

د ملګرو ملتونو راپور ټینګار کوي چې د افغان طالبانو دوامدار ملاتړ د «ټي ټي پي» د فعالیتونو د زیاتوالي او پراختیا لامل شوی چې دې وضعیت د پاکستان امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

پاکستانۍ ډان ورځپانې لیکلي، چې اسلام‌اباد هڅه کوي چې له پوځي او ډیپلوماتیکو لارو دا ګواښ کم کړي، خو طالبانو یوازې د منځګړیتوب وړاندیز کوي چې په یاد هېواد کې یې امنیتی ناورین ته لاره برابره کړې ده.

پر دې سربېره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تښتیدلي مرستیال عباس ستانکزي په وار وار ادعاوې کړي دي چې پاکستان په ځپله خاوره کې د داعش مرکزونه جوړ کړي‌ او د دغه هېواد د پوځ له لوري ورته روزنې ورکول کېږي.

هغه ویلي و، چې په دې تړاو ورسره کافي ثبتونه شته چې د پاکستان حکومت د افغانستان د نا ارامه کولو لپاره داعش جنګیالي روزي او بیا یې افغانستان ته لېږي ؛خو پاکستان دغه ادعاوې بې بنسټه بللي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: دوه ملګري پاکستان او طالبان یو بل ترهګر بولي او د دواړو خبرې رښتیا دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د شنبې په ورځ د (سلواغې ۲۷مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو او پاکستان له لوري، یو پر بل د ترهګرۍ تورونه لګول، د دواړو لوريو اصلي څېرې څرګندوي. هغه وايي، په ریښتیا هم دواړه لوري ترهګر دي.

صالح ویلي طالبان او پاکستان دوه ملګري دي او پر یو بل لګیدونکي تورونه یې رښتیا هم د پام وړ دي.

امر الله صالح په ټینګار سره ویلي چې د پاکستان حکومت او د طالبانو له لوري شوي ادعا سمې دي، ځکه دواړه لوري په ترهګرۍ کې ښکېل دي.

هغه زیاته کړې چې طالبان د پاکستان حکومت د ترهګرو مرکز بولي او برعکس بیا پاکستان ادعا لري چې افغان طالبان د «ټي ټي پي» سره مرسته کوي.

د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال په خبره، پاکستان پر طالبانو دا تورونه هم لګوي چې د افغانستان خاوره یې د ترهګرۍ لپاره په یو خوندي ځای بدله کړې ده.

هغه زیاته کړه: « ایا کوم بې طرفه بنسټ شته چې د یو ترهګر ملاتړ کوونکي دولت او د یوې ترهګرې ډلې ترمنځ قضاوت وکړي؟»

د تېر حکومت د دغه مرستیال په خبره، د دغو دواړو لوریو په جنجالونو کې ځان ښکېلول نه غواړي او تابیا یې کړې چې بې طرفه پاتې شي.

د پاکستان او طالبانو ضد دغه څېره داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا په ترینګلي حالت کې دي.

پاکستان په نړۍ والو غونډو او د هېوادونو استازو سره په ناستو ولاړو کې له طالبانو شکایتونه کوي چې د افغانستان په خاوره کې یې «ټي ټي پي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هغې ځایه یاده وسله واله ډله په پاکستان کې ترهګریز بریدونه تنظیموي.

طالبانو بیا په وار وار د پاکستان دا ادعاوې رد کړي‌ او د لفظي شخړو تر څنګ دا مسله ان په ډیورنډ کرښه کې د دواړو لوریو ترمنځ پر وسله والو نښتو هم بدله شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راوروسته پاکستاني طالبانو هم سترګې کړي او د خېبر پښتونخوا ایالت تر څنګ یې په بېلابېلو ځایونو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.

که څه هم د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې طالبانو د پاکستان حکومت له پلاویو سره د «ټي ټي پي» ځنې غړي په کابل کې د خبرو لپاره کېنول، خو دواړه لوري د جګړې د پای ته رسیدو لپاره هوکړې ته ونه رسیدل.

پاکستان په وار وار له افغان طالبانو غوښتي چې د «ټي ټي پي» له ملاتړه لاس واخلي خو پر افغانستان واکمنو پرې چندان غوږونه نه دي‌ ګرولي او ځانونه یې له پاکستاني طالبانو ناخبره ګڼلي دي.

د هنګري لومړی وزیر: اوکراین د اروپايي ټولنې پر «افغانستان» بدلیدونکی دی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۱۷ GMT+۰

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړه ښايي د اروپایي ټولنې لپاره د افغانستان په څېر اوږده، ستړې کوونکې او له لګښتونو ډکه شي چې د «وتلو لپاره به هېڅ لاره ونه لري.»

اوربان دغه خبرې د امریکا د فاکس نیوز پخواني ویاند ټکر کارلسن سره د تېرې جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۶مه) په دوبۍ کې د یوې مرکې پر مهال کړي دي.

هغه وویل، اروپایي ټولنې تر اوسه پورې په اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد سلګونه میلیارده یورو لګولې دي.

نوموړي زیاته کړه: «که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې د ختمولو لاره پیدا نه کړي، نو دغه جګړه به د اروپایي ټولنې لپاره د افغانستان جګړې ته ورته شي.»

له هغه مهاله چې روسیې پر اوکراین برید کړی، ډېری څېړونکي دا جګړه د «پوتین افغانستان» بولي.

هغوی وايي، دغه جګړه د پخوانۍ شوروي د افغانستان جګړې ته ورته ده.

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا پوځونه افغانستان ته ننوتل چې جګړه یې شل کاله وغځېده او په ۲۰۲۱ کې د امریکایي ځواکونو له ناڅاپي وتلو سره پای ته ورسېده.

دا د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې.

د هنګري لومړي وزیر د خپلې پرتله ییزو خبرو د دوام په ترڅ کې وویل: «بې پایه جګړه کې بې پایه وینه توییږ.ي په دغه ډول جګړو کې د بریا څرک نه لیدل کېږي او نه هم پکې د وتلو لار وي. د‌پیسو لګښت او د انسانانو وژل د اروپايي ټولنې عادي ژوند ته زیان رسوي او له ګواښ سره یې مخ کوي.»

اوربان د هغو لږو اروپایي مشرانو له ډلې دی چې لا هم له ولادیمیر پوتین سره نېږدې اړیکې لري.

هغه د کرملین دا ادعا بیا تکرار کړه چې روسیې د اوکراین د ناټو غړیتوب د مخنیوي لپاره یرغل کړی دی.

دی چې تل د پوتین د پلوي په تور نیوکې پرې کېږي وویل: «زه د پوتین پلوی نه یم، زه هنګري پلوی یم».

هغه دا هم وویل چې لویدیځ هېوادونه اوکراین ته تلپاتې ملاتړ نه شي ورکولی، او زیاته یې کړه: «زما زړه له اوکراینیانو سره دی، خو هغوی له لوی ناورین سره مخ دي.»

اوربان پخوا هم د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ضد سخت دریځ نیولی او د اروپایي ټولنې د مالي مرستو د بندولو ګواښ یې کړی و، خو تر څرګندونو وروسته یې ډېر وخت په خپلو خبرو کې بدلون راوستی دی.

د اوربان تازه څرګندونې داسې مهال دي چې ډونالډ ټرمپ له اوربان سره نېږدې اړیکې لري او غواړي د روسیې-اوکراین ترمنځ د روانې شخړې د پای ته رسیدو لپاره ترې د فشار د الې په توګه کار واخلي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له پوتین سره ۹۰ دقیقې ټیلیفوني خبرې وکړې چې دې چارې په کییف او اروپایي هېوادونو کې اندېښنې پیدا کړي دي.

ځینې شنونکي وايي، امریکا او روسیه ښايي د اوکراین د راتلونکي په اړه د دې هېواد له ګډون پرته پرېکړه وکړي.

د ختیځ ترکستان وسله والې ډلې مشر له کابل څخه په سوریه کې خپلو جنګیاليو ته لارښوونې کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۰

د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې عبدالحق ترکستانی د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ مشر چې د القاعدې د رهبري شورا غړی هم دی او اوس په افغانستان کې مېشت دی، د دې ډلې جنګیالي په سوریه کې رهبري کوي. دا معلومات د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او څېړنیز ملاتړ ډلې له‌خوا خپاره شوي.

د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ جنګیالي د تحریر الشام وسله والې ډلې تر قوماندې لاندې فعالیت کوي.

دغه ډله له القاعدې سره اړیکې لري او د تېر کال په وروستیو کې یې د دمشق کنټرول تر لاسه کړ او حکومت یې جوړ کړ.

د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې په خپل تازه ۱۲۶۷ راپور کې چې د «فبرورۍ په ۱۳مه» خپور شو څرګنده کړې چې عبدالحق ترکستانی په کابل کې اوسیږي او د دغې ډلې د سوریې څانګه اداره کوي.

په راپور کې راغلي: «که څه هم د (اي ټي ای ایم) عمومي امیر عبدالحق په کابل کې دی، خو لا هم د دې ډلې د سوریې څانګې بشپړ کنټرول په لاس کې لري.»

دغه راپور (ټي ای پي) د دې ډلې له بل نوم، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک (اي ټي ای ایم) سره هم یاد کړی.

د ملګرو ملتونو یوه غړي هېواد راپور ورکړی چې عبدالحق ترکستانی «په مکرر ډول د جنګیالیو لېږد د افغانستان او منځني ختیځ تر منځ تنظیمموي» خو یو بل هېواد ویلي چې د دې ادعا لپاره شواهد نه شته.

د راپور له مخې د ترکستان اسلام ګوند جنګیالي په سوریه کې د «کایوسیر» تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو د جولای ۲۰۲۴ راپور ویلي وو چې د هغه مرستیالان «زاهد قاري او شیخ طوبی» د ۲۰۲۴ په مارچ میاشت کې د عبدالحق ترکستاني له خوا ټاکل شوي وو.

د ترکستان اسلامي ګوند د سوریې څانګې «ډېر شمېر جنګیالي په سوریه کې ساتلي او اصلي مرکز یې افغانستان دی.»

د دې ډلې جنګیالي په سوریه کې د «۸۰۰ څخه تر ۳۰۰۰» ترمنځ اټکل شوي او د تحریر الشام د نظامي عملیاتو له امله دا شمېر ښایي ډېر شي.

د ترکستان اسلامي ګوند او القاعده اړیکې

د ترکستان اسلامي ګوند د القاعده له کلیدي متحدانو څخه دی او له لسیزو راهیسې یې په افغانستان او سوریه کې له دې شبکې سره همکاري کړې.

دغه ډله له ۲۰۰۱ څخه مخکې د القاعده ترڅنګ جنګېدلې او په ۲۰۱۶ کې یې د ازبکستان اسلامي تحریک د وېش پر مهال د القاعده ملاتړ کړی.

د ټي ای پي جنګیالي د سوریې د جګړې له پیل سره سم د ۲۰۱۱ په لومړیو کې سوریې ته ولاړل او د القاعده سوریایي څانګې جبهه النصره سره یو ځای شول.

دغه ډله د بشارالاسد د رژیم د سقوط لپاره مهمه ګڼل شوې او د تحریر الشام ترڅنګ یې په جګړو کې فعاله ونډه اخیستې چې دا یې په پراخه توګه د خپلو تبلیغاتو برخه کړې ده.

عبدالحق ترکستانی چې د «مایمایتیمینگ مایمایتي» په نوم هم پېژندل کېږي یو پیاوړی جګړه ییز کس بلل کېږي چې د ۲۰۰۳ په وروستیو کې دغه وسله والې ډلې ټي ای پي بنسټګر حسن محسوم له وژل کېدو وروسته یې مشري ترلاسه کړه.

عبدالحق له ۲۰۰۱ مخکې د د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ د تورې بورې په غرونو کې د ټي ای پي د روزنیز کمپ د مدیریت چارې ترسره کولې.

دغه کمپ د اسامه بن لادن تر ملاتړ لاندې و او ابتدایي نظامي روزنه یې ورکوله. د ګوانټنامو یو شمېر زندانیانو عبدالحق ترکستانی د دې کمپ اصلي روزونکی بللی دی.

د د لانګ وار ژورنال په راپور کې زیاته شوې چې د طالبانو له سقوط وروسته عبدالحق ترکستانی د خپلې ډلې د روزنیزو کمپونو د بیا فعالولو لپاره پاکستان ته ولاړ.

عبدالحق ترکستان د القاعده د مشرتابه په ډله کې

د ۲۰۰۵ په کال کې د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ چې عبدالحق د القاعده د مشورتي شورا غړی شوی.

د امریکا دوه استخباراتي چارواکو لانګ وار ژورنال ته ویلي چې عبدالحق ترکستانی لا هم دا مقام لري.

د ۲۰۰۹ کال په نومبر کې هغه د امریکا د خزانې وزارت لخوا د القاعده اړوند ترهګرو په نوملړ کې شامل شو.

دغه وزارت وویل چې نوموړی د مالي ملاتړ، د جنګیالیو جذب، تبلیغاتو او د ترهګریزو بریدونو د تنظیمولو او ترسره کولو چارې پر مخ وړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم عبدالحق ترکستانی د القاعده د بندیزونو په لېسټ کې شامل کړی.

ویل کېږي عبدالحق دومره مهم و چې د طالبانو د مختلفو ډلو ترمنځ د مخالفتونو پر مهال د منځګړیتوب لپاره وټاکل شو او د القاعده شورا لخوا د نظامي مسایلو استازولي یې هم وکړه.

په ۲۰۱۰زېږدیز کال کې امریکا ګومان کاوه چې عبدالحق ترکستانی یې په پاکستان کې د بې ‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژلی؛ خو نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د خپلې وسله والې ډلې په یوه تبلیغاتي ویډیو کې بیا څرګند شو. داسې اټکل کېږي چې هغه په دغه برید کې ټپي شوی و.

د ۲۰۲۲ کال د مئ په میاشت کې عبدالحق ترکستانی د افغانستان د نیولو له امله د طالبانو بریا ونمانځله.

د نوموړي دوامداره حضور په افغانستان کې د طالبانو هغه ادعاوې ننګوي، چې ویل یې افغانستان به د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل نه شي.

طالب لیکس؛ طالبان له پاکستانه د افغانستان پر فضا د درې کلونو د الوتنو پیسې غواړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۳ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له لوري د طالبانو یو افشا شوی رسمي لیک، ښيي چې د دغې ډلې د بهرنيو چارو وزارت له پاکستاني حکومت غوښتي، چې د خپلو پوځي الوتکو د درې کلونو «حق‌العبور» ژر تر ژره ورکړي. د لیک له مخې طالبانو د ۶۲ الوتنو په بدل کې د ۴۳ زره او ۴۰۰ ډالرو غوښتنه کړې.

د طالبانو له اسنادو ښکاري چې د بهرنيو چارو وزارت یې د «۱۴۰۳ کال د لیندۍ په درېیمه» نېټه په اسلام ‌اباد کې خپل سفارت ته یو لیک استولی چې د پاکستان له چارواکو سره د دې پیسو د ورکړې په اړه خبرې وکړي.

 له پاکستان څخه د هوايي حق العبور د غوښتنې مکتوب
100%
له پاکستان څخه د هوايي حق العبور د غوښتنې مکتوب

د اسنادو له مخې، د پاکستان پوځ له ۱۴۰۰ «کال د زمري میاشتې څخه تر ۱۴۰۳ د تلې شپږمې» نېټې پورې د افغانستان له فضا څخه الوتنې کړې دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وايي، دوی د پاکستان د هرې پوځي الوتنې لپاره ۷۰۰ ډالره ټاکلي دي.

د دې معلوماتو پر بنسټ د طالبانو سفارت په اسلام‌اباد کې د پاکستان له پوځ غوښتي چې د درې کلونو د الوتنو پیسې ورکړي. خو لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې پاکستاني چارواکو دې غوښتنې ته څه ځواب ویلی دی.

د راپورونو پر بنسټ طالبان لا هم د افغانستان د فضا بشپړ کنټرول په واک کې نه لري نه لري.

د مخکیني جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته د افغانستان د هوايي ټرافیکو سېسټم هم له کاره غورځیدلی او کار نه کوي.

طالبانو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د نړۍوالو اصولو له مخې دا ډول حسابونه باید هر کال تصفیه شي، خو طالبانو نه‌ دي ویلي، چې ولې یې دا موضوع درې کاله ځنډولې وه.

تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د افشا شويو اسنادو له مخې راپور ورکړی و چې د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې وه چې د پاکستان بې‌ پیلوټه الوتکو د ۱۴۰۳ «کال د مرغومي له ۱۴مې تر ۲۱مې» نېټې پورې لږ تر لږه ۱۱ ځله د افغانستان فضا ته داخلې شوې دي.

د راپورونو له مخې دا الوتکې د هلمند، کندهار، ننګرهار او پکتیکا پر فضا ګرځېدلې دي.

لا هم معلومه نه ده چې طالبان د افغانستان د هوايي حریم څومره کنټرول لري.

د طالبانو د دفاع وزارت یوه غړي مخکې ویلي و، چې دوی هڅه کوي د روسیې په مرسته د افغانستان پر فضا کنټرول ترلاسه کړي، خو وروسته دا طالب چارواکی له دندې ګوښه کړل شو.

د طالبانو اندېښنه؛ د پاکستان بې پېلوټه الوتکې د افغانستان پر هوایي حریم ګزمې کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۳ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب هم افشا کړی، چې په کې یې د پاکستان د بې پېلوټه الوتګو له ګزمو اندېښنه ښودلې او رسمي شکایت یې کړی. طالبانو په دې اړه یوازې خپل شکایت وړاندې کړی.

د طالبانو یاد وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ریاست د «۱۴۰۳لمریز کال د نهمې میاشتې په ۲۴مه» په اسلام اباد کې خپل سفارت ته لیکلي چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو د افغانستان پر هوایي حریم ګزمې کړي دي.

په یاد مکتوب کې لیکل شوي چې د پاکستان بې پېلوټه څارګرو الوتکو د دوی حریم نقض کړی چې د ننګرهار په پچیر اګام، نازیانو او غني خېلو ولسوالیو سربېره د پکتیا پر ځاځي اریوب ولسوالۍ او د پکتیکا په شکین ولسوالۍ باندې د پاکستان پوځ دغو الوتکو هوايي ګزمې کړي دي.

د بې بیلوټه پاکستاني الوتکو په اړه د طالبانو مکتوب
100%
د بې بیلوټه پاکستاني الوتکو په اړه د طالبانو مکتوب

په یاد مکتوب کې د پاکستان د بې پېلوټه هوایي الوتکو د ګزمو کوردینات هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په اسلام اباد کې له خپل سفیر سره شریک کړي دي. 

همدا راز زیاته شوې چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو او پوځیانو په پکتیکا، پکیتا او کونړ ولایت کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر طالبانو د سپکو او درنو وسلو ډزې هم کړي دي.

طالبانو د دغه بریدونو کوردینات هم له شمېرو سره ثبت کړي‌ او په اسلام اباد کې یې خپل سفیر ته استولي دي.

د مکتوب په پای کې راغلي چې طالبان د پاکستان له هوایي خوځښتونو او دغه ډول بریدونو څخه خورا تنګ ته راغلي او له یاد هېواد سره په جدي توګه خپلې اندېښنې شریکوي.

په مکتوب کې زیاته شوې، که څه هم طالبانو په وار وار په بېلابېلو وختونو کې د دغو هوایي سرغړونو او بریدونو په تړاو پاکستاني لوري ته خبرداری ورکړی، خو په پایله کې یې هېڅ ډول اقدامات نه دي شوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښودلې چې، د پاکستان حکومت او پوځ یې اړونده شکایتونو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.

طالبانو ګواښ کړی چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان بریدونه او هوايي سرغړونې پر دغه کرښې تاوتریخوالی لا ډېرولی شي او د دواړو لوریو پر اړیکو هم منفي اغېزې کوي.

د طالب لیکس له لوري په دې افشا شوي سند کې ښکاري چې طالبانو خپل سفیر ته لارښوونه کړې،‌ څو اړونده مسایل د پاکستان حکومت له بېلابېلو ادارو سره شریک کړي. افغانستان انټرنشنل ته په تېرو وختونو کې له کندهار، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د بې پېلوټه الوتکو د ګزمو ویډیوګانې راستول شوې وې؛ خو طالبانو پرې غوږونه کاڼه کړي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو تښتېدلي مرستیال وزیر عباس ستانکزي څه موده وړاندې اندېښنه څرګنده کړې وه چې پاکستان خپل یو شمېر هوایي ډګرونه د امریکا متحده ایالتونو ته په کرایې ورکړي او له هغې ځایه بې پېلوټه الوتکې د افغانستان خاورې ته ننوځي؛ خو پاکستاني لوري د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

کابو دوه میاشتې مخکې بیا د‌ پاکستان جېټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د «ټي ټي پي» ځینې وسله وال او قوماندانان یې په کې په نښه کړي وو؛ خو طالبانو یې دا ادعا رد کړه او د توند غبرګون په ښودلو سره یې د دغو بریدونو قربانیان عام وزیرستاني کډوال وبلل چې ښځې او ماشومانې هم په کې وې.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍ والو بنسټونو او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لوړ پوړو چارواکو هم د پاکستان یاد بریدونه وغندل او له نړۍ والو قوانینو یې سرغړونه وبلله.