• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: د امریکا حکومت د افغان کډوالو د لېږد او استوګنې دفتر بندوي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۰۷ GMT+۰

رویټرز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند د افغان کډوالو د لېږد او استوګنې د دفتر مسوولانو ته ویل شوي، چې د روان کال په اپرېل میاشت کې د دې دفتر تړل کېدو ته چمتو شي.

د راپور له مخې، د دغه دستور په عملي کېدو سره به پر شرایطو برابر کابو ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته له تګ څخه محروم شي.
د کډوالو د استوګنې یوه ملاتړ کوونکي دې خبري اژانس ته وویل، چې د افغان-امریکایي پوځیانو د کورنیو غړي، ماشومان، په امریکا کې د مېشتو افغانانو خپلوان او لسګونه زره هغه افغانان چې د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د امریکا حکومت ته کار کړی، له هغو کسانو څخه دي چې کېدای شي د دې دفتر د بندېدو په صورت کې امریکا ته له تګ څخه پاتې شي.
د افغان اېواک په نوم د افغان کډوالو د استوګنې د ملاتړ بنسټ مشر شان ونډایور ویلي: ((د دې دفتر بندېدل د ملي رسوایي، افغان متحدینو ته مو د خیانت او د امریکا د ژمنو د نه عملي کېدو په معنا ده.»
دغه اقدام په داسې شرایطو کې کېږي، چې د امریکا حکومت په ټوله نړۍ له خپلو سفارت خونو څخه غوښتي، څو د کاري ځواک د کمېدو لپاره پلان جوړ کړي.
دا فرمان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډیپلوماټیک جوړښت د اصلاح او د حکومت د ۲ ټریلیونه ډالرو لګښتونو د کمولو د پالیسۍ یوه برخه ده.
د افغان کډوالو د لېږد او استوګنې دفتر په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته جوړ شو، ترڅو هغه افغانان امریکا ته ولېږدوي، چې د دغه هېواد له حکومت سره همکاره و او له امنیتي ګواښونو سره مخ و.
یاد دفتر تراوسه کابو ۱۱۸ زره کسان امریکا ته لېږدولي دي.
په دغه پروګرام کې په البانیا او قطر کې د افغان کډوالو دوسیو ته د رسېدګۍ د دفترونو بندول هم شامل دي.
د شمېرو له مخې، په دغو دوو هېوادونو کې هغه درې زره کسان هم امریکا ته د لېږدولو په تمه دي، چې اس ای وي کېسونه لري.
یوې سرچینې ویلي، چې د افغان کډوالو د لېږد او استوګنې د دفتر د تړلو په اړه ټولې ګزینې د ارزونو په حال کې دي.
د دغه دفتر د تړل کېدو پرېکړه تر هغه وروسته شوې، چې د ټرمپ د یوه اجرایوي فرمان پر بنسټ د ۹۰ ورځو لپاره امریکا ته د هغو افغان کډوالو د لېږد بهیر ځنډول شوی، چې اوسمهال د افغانستان او پاکستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې په تمه دي.

ډېر لیدل شوي

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي
۱

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

۲

شاه محمود میاخېل: د «طالبانو دوام او پر ضد یې جګړه» دواړه افغانستان بې‌ثباتۍ ته بیايي

۳
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د افغان نجونو د زده‌کړو بندیز ۱٬۸۵۰ ورځې؛ د طالبانو د ژمنو او عمل ترمنځ واټن

۴

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۵

روچي کومار: لا هم ځان د کابل لور بولم خو افغانستان ته نوره نه شم تللی