• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان ښوونکو او زده‌کوونکو ته: تنګ او چسپ جامې مه اغوندئ

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۷ GMT+۰

د «طالب‌لیکس» هېکرانو له خوا د طالبانو په افشا شویو اسنادو کې یو هم د دغې ډلې تر کنټرول لاندې د ښوونیز نصاب د جامو یا یونیفورم لایحه ده، چې د یادې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ یې د هېواد له ټولو ښوونیزو بنسټونو د عملي‌کېدو غوښتنه شوې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت دا لایحه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې په یوې مقدمه، څلورو فصلونو او نهوو مادو کې منظور شوې ده.
د دغې لایحې په مقدمه کې راغلي: «شریعت د جامو لپاره ځانګړی ارزښت ورکړی او یوازې د انسان د بدن پټولو وسیله نه ده، بلکې دا له ادابو او دیني لارښوونو سره هم تړاو لري.»
په دې لایحه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښوونیزو ادارو د زده‌کوونکو جامې له لومړي تر نهم ټولګي اسماني ښودل شوی او ورسره یې د سپینې خولۍ یا پګړۍ پر سر کول هم لازمي بللي دي.
همداراز په دغه لایحه کې له ۱۰م څخه تر ۱۲م ټولګي پورې د زده‌کوونکو جامې سپین رنګ ښودل شوی او ترڅنګ یې د پګړۍ پر سر کولو سپارښتنه هم شوې ده.
د طالبانو د پوهنې وزارت په لایحه کې ښوونکو ته سپارښتنه شوې چې کمېس، پرتوګ، پګړۍ او یا هم خولۍ ورسره واغوندي.
طالبانو په دې لایحه کې ټولو ښوونکو او زده‌کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د تنګو او چسپو جامو له اغوستلو دې ډډه وکړي.
دغه‌راز، طالبانو په یاده لایحه کې د خپلو مدرسو له زده‌کوونکو غوښتي چې هغه کمېس، پرتوګ او پګړۍ دې واغوندي چې له دیني علماوو سره مناسبې وي.
د طالبانو د یونیفورم په جوړه شوې لایحه کې پر زده‌کوونکو او ښوونکو د اسلامي جامو د اغوستلو پر پلي‌کېدو ټینګار شوی او خبرداری ورکړی، چې د نه‌ عملي‌کېدو په صورت کې به د دغې ډلې له غبرګون سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د هېواد ښوونیز او علمي بنسټونه له عصري علومو بې‌برخې او پر دیني مدرسو بدل کړي دي.
د یادونې ده، چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې د «طالب‌لیکس» په نوم د ناڅرګندو هېکرانو یوې ډلې د طالبانو پر اطلاعاتي او استخباراتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې یو شمېر مهم اسناد یې ترلاسه او افشا کړل.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې د طالبانو د درېیم سکرټر د کور کلنۍ کرایه له ۳۱ زره امریکايي ډالرو ډېره ده

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۷ GMT+۰

د «طالب‌لیکس» هېکرانو د اسنادو د خپرېدو په دوام، په یو سند کې په ایران کې د طالبانو سفیر مولوي فضل‌محمد حقاني د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندیز کړی، څو د نوموړي د درېیم سکرټر د کور کرایې لپاره ۳۱ زره او ۶۱۸ ډالر اجرا کړي.

په دغه مکتوب کې راغلي، چې د یاد سفارت د درېیم سکرټر مفتي محمدعلیم نوراني د کور قرارداد د ۱۴۰۲ کال د درېیمې میاشتې په ۱۱مه شوی او د ۱۴۰۳ کال د درېیمې په ۱۱مه پای ته رسېږي.

په یاد مکتوب کې د نوموړي د کور کرایه د ۱۴۰۲ کال د ۴۹۲ مکتوب له مخې دوه زره او ۵۳۹ ډالر او د لارښوونې د معاملاتو کمېشن پیسې یو زرو او ۱۵۰ ډالره ښودل شوې، چې ټولټال ۳۱ زره او ۶۱۸ډالر کېږي.

همداراز، د دغه مکتوب په دویمه پاڼه کې لیکل شوي، چې په کوربه هېواد کې د اقتصادي بندیزونو او د اسعارو بیو د بدلون له وجې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د کورونو کرایې مخ پر لوړېدو دي.

په دغه مکتوب کې زیاته شوې، سفارت پرېکړه کړې چې د محمدعلیم نوراني لپاره یو بل مناسب کور (لومړی پوړ او دویم پوړ)په کرایه ونیسي، چې د دوو پوړونو کور میاشتنۍ کرایه دوه زره ډالر او د لارښوونې د دفتر کمېشن پیسې بیا ۵۰۰ ډالره ښودل شوي او په دې سره دا پیسې ټولټال د کال ۲۵ زره امریکايي کېږي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د «طالب‌لیکس» په نوم د هېکرانو یوې ناڅرګندې ډلې د طالبانو پر اطلاعاتي او استخباراتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د یو شمېر مهمو بنسټونو اسناد یې ترلاسه او افشا کړل.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: پاکستانیانو ته د قانون خلاف د افغانستان ویزې ورکول کېږي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۱۰ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو د یوې ناڅرګندې ډلې له لوري په افشا شویو اسنادو کې یو هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند مکتوب دی، چې پکې د دوی د کورنیو چارو وزارت له لوري پاکستانیانو ته د افغانستان د ویزې د ورکړې له بڼې شکایت شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دغه مکتوب کې راغلي، چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت اندېښنه څرکنده کړې چې په پاکستان کې د دوی ډېپلوماتیکو استازولیو پاکستانیانو ته د ویزو په ورکړه کې یو شمېر سرغړونې کړې دي.

مکتوب زیاتوي، چې د بلوچستان ایالت په کوټه کې د طالبانو کونسلګرۍ د ویزو د قوانینو او اصولو په مخالفت کې پاکستانیانو ته د اوږدې مودې ویزې ورکړې دي.

په مکتوب کې یادونه شوې، چې له ۸۰۰سوه څخه تر ۱۰۰۰ تنو پورې پاکستاني وګړو ته د افغانستان ویزې د قانون سره په ټکر کې صادرې شوې او دغو کسانو بیا په کندهار کې د ویزو د تمدید غوښتنې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې په پاکستان کې له خپلو ټولو ډېپلوماټیکو استازولیو غوښتي، چې پاکستاني وګړو ته دې د سوداګریزو ویزو پر ځای د «سېنګل اېنټري یا یو ځل ننوتو» ویزې ورکړي.

په مکتوب کې راغلي، چې پاکستاني وګړو ته د اوږد مهاله ویزو ورکړه د دې لامل کېږي؛ څو په نړۍواله کچه طالبان خپل ډېپلوماټیک حیثیت وبایلي او ویزه یې هم بې ارزښته شي.

د معلوماتو له مخې، پاکستاني وګړي په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت او بېلابېلو ښارونو کې له کونسلګریو څخه په خورا اسانه توګه د افغانستان ویزې ترلاسه کولای شي.

نیوکې دا دي‌ چې پاکستان خپلې ویزې پر افغانانو خورا محدودې کړي؛ خو برعکس طالبان بیا په اسانۍ پاکستانیانو ته ویزې ورکوي.

د پاکستان د یوې ویزې د نوم لیکنې لپاره په انلاین ډول «۲۰» ډالره فیس اخیستل کېږي‌ او د ویزې د ورکړې تضمین هم پکې نشته.

ډېری ویزې د فیس له اخیستلو سره سره هم رد کېږي او د پاکستان له لوري بیا د رد شویو ویزه غوښتونکو پیسې بېرته نه سپاري.

همدا راز په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د پاکستان د ویزو د ورکړې پروسه کې خورا لویې ستونزې راپورته شوې او یاد هېواد په اسانۍ افغانانو ته ویزې نه ورکوي.

نیوکې دا دي، چې د پاکستان ویزې په تورو بازارونو کې په اسانۍ ترلاسه کېدی شي‌ او ان تر ۱۵۰۰ امریکایي ډالرو پورې دغه ویزې پلورل کېږي.

د پاکستان د ویزو پروسه په افغانستان کې د پاکستان سفارت او یاد حکومت لپاره د فساد په یوې لویې سرچینې بدله شوې او راپورونه شته، چې د طالبانو یو شمېر غړي هم په دې فساد کې ښکاره لاسونه لري.

د طالبانو له لوري د پاکستان د ویزو اړوند د مالي فساد مسله هېڅکله له پاکستان سره نه ده شریکه شوې او چندان ارزښت هم نه ورکوي.

بلخوا په پاکستان کې مېشت کډوال نیوکې کوي، چې د پاکستان د حکومت له لوري د دوی د ویزو د تمدید په برخه کې محدودیتونه ډېر شوي او پخوا به یې ویزې د شپږو میاشتو لپاره تمدید کېدې چې اوس دا موده یوازې تر یوې میاشتې راټیټه شوې ده.

د پاکستان د نوې پالېسۍ له مخې، په یاد هېواد کې مېشت افغانان نشي کولای چې له یوې میاشتې څخه د زیاتې مودې لپاره خپلې ویزې تمدید کړي.

طالبان اندېښنه لري، چې د پاکستان د څارګرې شبکې غړي په سپین بولدک کې له افغانانو بډې اخلي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۷ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو ناڅرګندې ډلې له لوري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو مکتوب افشا شوی، چې پکې لیکل شوي د بلوچستان ایالت د سپین بولدک له لارې پاکستان ته تلونکي افغانان د دغه هېواد د څارګرې شبکې له لوري ځورول کېږي او بیا ترې بډې اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدونو چارو ریاست په یو مکتوب کې چې اسلام اباد کې یې خپل سفارت ته لیکلي له افغانانو سره په چمن کې پر کېدونکي چلند اندېښنه څرګنده کړې.

مکتوب کې لیکل شوي، چې د سیف الله ملک خان په نوم د بلوچستان اوسېدونکی او د پاکستان د څارګرې شبکې غړی په چمن کې د کمپیوټر کار په توګه دنده مخ ته وړي او پاکستان ته تلونکي افغانان په بېلابېلو پلمو ځوروي.

په مکتوب کې ویل شوي، سره له دې چې افغانانو سره د تګ قانوني اسناد او ویزې هم وي؛ خو نوموړی کس ترې له لس زرو نیولې تر دېرش زره کلدارو پورې بدې اخلي.

په مکتوب کې راغلي، د پېسو د نه ورکړې له کبله د پاکستان د څارګرې شبکې یاد غړی افغانان ډبوي او بیا یې سخت شکنجه کوي چې ځیني وختونه یې لا زندان ته هم لېږي.

په افشا شوي سند کې دا هم ویل شوي، چې د پاکستان د څارګرې شبکې غړی سیف الله ملک خان افغانان تر څلور ورځو پورې په زندان کې ساتي او بیا له هغې وروسته ترې پنځوس زره کلدارې اخلي او یا یې هم د دوسیې محکمې ته لېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې خپل سفیر ته سپارښتنه کړې، چې یاده موضوع د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي؛ خو معلومه نه ده، چې پاکستان د طالبانو دغه غوښتنې ته څه ځواب ویلی دی.

تر دې دمخه هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ډیورڼد پر کرښه د تورخم په ګډون په بېلابېلو لارو کې د پاکستان د امنیتي ادارو د مسوولینو له لوري له افغانانو څخه په ناقانونه پېسې اخیستل کېږي او که یې ورنکړي؛ نو له ستونزو سره یې مخ کوي.

یو شمېر افغانانو دا اندېښنې هم شریکې کړې دي، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پر مهال هم ترې په تورخم کې پیسې اخیستل کېږي.

نږدې کال وړاندې پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړ، چې په تورخم کې د‌ پاکستاني ځواکونو ترمنځ له افغانانو څخه د اخیستل کېدونکو پیسو د وېش پر سر خپلمنځي نښته شوې وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان له پوځ سره د ورورګلوۍ او ملګرتیا غوښتونکي یو

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې طالب لیکس له‌خوا د طالبانو په افشا شویو سندونه کې یو سند هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ریاست اړوند دی، چې پکې یې په اسلام اباد کې خپل سفارت ته لیکلي چې د پاکستان له پوځ سره د ورورۍ او ملګرتیا اړیکو ته ژمن دي.

یاد مکتوب چې د «۱۴۰۳ کال د اومې میاشتې په ۱۴مه» نېټه لیکل شوی پکې یادونه شوې، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ سره د ورورګلوۍ او ملګرتیا اړیکو ته ژمنتیا لري.

د طالبانو په دغه افشا شوي سند کې ټینګار شوی، چې د افغانستان خاوره به د‌ پاکستان په ګډون د هېڅ ګاونډي او بهرنیو هېوادونو پر ضد نه کارېږي.

100%

پاکستان بیا د طالبانو دغه څرګندونې نه مني او ادعا کوي، چې د افغانستان د خاورې دننه یې د دوی پر ضد جنګېدونکي «ټي ټي پي» وسله‌والې ډلې ته پناه ځایونه ورکړي او خاوره یې د دوی پر ضد کارول کېږي.

د طالب لیکس له لوري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دغه افشا شوي مکتوب کې ویل شوي د پاکستان هغه ادعا سمه نه ده، چې ګني افغان طالبانو د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځیانو د سپکو او درنو وسلو بریدونه شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په ښکاره توګه خړې پړې شوې او دواړه لوریو د لفظي بریدونو تر څنګ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سره وسله‌والې نښتې هم کړې دي.

پاکستان په بېلابېلو وختونو کې په نړۍوالو ناستو کې او د هېوادونو سیاسي استازولیو ته له طالبانو شکایت کړی دی، چې پاکستاني طالبان یې په خپل هېواد کې خوندي ساتلي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په خېبر پښتونخوا کې د «ټي‌ټي‌پي» فعالیتونه نه یوازې دا چې چټک شوي؛ بلکې پراخ شوي هم دي او هره ورځ یې له پاکستاني پوځیانو سره د وسله‌والو نښتو خبرونه لاس په لاس کېږي.

په ورته مهال په خېبر پښتونخوا کې یو شمېر سیاست‌والو هم اندېښنې څرګندې کړې، چې د پاکستان د بې غورۍ له کبله د «ټي‌‌ټي‌پي» بریدونو زور اخیستی دی.

ملګرو ملتونو تازه په خپل یو راپور کې طالبان ملامته کړي‌، چې د پاکستان پر ضد یې پاکستاني طالبانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او حتی د لوژېستیکي ملاتړ تر څنګ یې د یادې ډلې مالي‌ ملاتړ هم کړی دی؛ که څه هم د طالبانو د روانې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې له «ټي‌ټي‌پي» سره د خبرو اترو لپاره پاکستان خپل څو پلاوي‌ هم کابل ته واستول؛ خو دغو مذاکراتو نه یوازې دا چې چندان پایلې یې ورنکړې بلکې یادې وسله‌والې ډلې لا خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی.

افغان طالبانو بیا په وار وار د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او همدا خبره یې کړې، چې د افغانستان خاوره د خپلو ګاونډیو او هېڅ هېواد پر ضد نه کاروي.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي، چې حتی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ختیځ ترکستان وسله‌والې ډلې مشر عبدالحق نورستانی چې له القاعده شبکې سره پراخې اړیکې لري په ډاډه زړه کابل کې اوسېږي او له هغه ځایه په سوریه کې خپل جنګیالي رهبري کوي.

طالب لیکس؛ طالبان له پاکستانه د افغانستان پر فضا د درې کلونو د الوتنو پیسې غواړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۳ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له لوري د طالبانو یو افشا شوی رسمي لیک، ښيي چې د دغې ډلې د بهرنيو چارو وزارت له پاکستاني حکومت غوښتي، چې د خپلو پوځي الوتکو د درې کلونو «حق‌العبور» ژر تر ژره ورکړي. د لیک له مخې طالبانو د ۶۲ الوتنو په بدل کې د ۴۳ زره او ۴۰۰ ډالرو غوښتنه کړې.

د طالبانو له اسنادو ښکاري چې د بهرنيو چارو وزارت یې د «۱۴۰۳ کال د لیندۍ په درېیمه» نېټه په اسلام ‌اباد کې خپل سفارت ته یو لیک استولی چې د پاکستان له چارواکو سره د دې پیسو د ورکړې په اړه خبرې وکړي.

 له پاکستان څخه د هوايي حق العبور د غوښتنې مکتوب
100%
له پاکستان څخه د هوايي حق العبور د غوښتنې مکتوب

د اسنادو له مخې، د پاکستان پوځ له ۱۴۰۰ «کال د زمري میاشتې څخه تر ۱۴۰۳ د تلې شپږمې» نېټې پورې د افغانستان له فضا څخه الوتنې کړې دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وايي، دوی د پاکستان د هرې پوځي الوتنې لپاره ۷۰۰ ډالره ټاکلي دي.

د دې معلوماتو پر بنسټ د طالبانو سفارت په اسلام‌اباد کې د پاکستان له پوځ غوښتي چې د درې کلونو د الوتنو پیسې ورکړي. خو لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې پاکستاني چارواکو دې غوښتنې ته څه ځواب ویلی دی.

د راپورونو پر بنسټ طالبان لا هم د افغانستان د فضا بشپړ کنټرول په واک کې نه لري نه لري.

د مخکیني جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته د افغانستان د هوايي ټرافیکو سېسټم هم له کاره غورځیدلی او کار نه کوي.

طالبانو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د نړۍوالو اصولو له مخې دا ډول حسابونه باید هر کال تصفیه شي، خو طالبانو نه‌ دي ویلي، چې ولې یې دا موضوع درې کاله ځنډولې وه.

تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د افشا شويو اسنادو له مخې راپور ورکړی و چې د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې وه چې د پاکستان بې‌ پیلوټه الوتکو د ۱۴۰۳ «کال د مرغومي له ۱۴مې تر ۲۱مې» نېټې پورې لږ تر لږه ۱۱ ځله د افغانستان فضا ته داخلې شوې دي.

د راپورونو له مخې دا الوتکې د هلمند، کندهار، ننګرهار او پکتیکا پر فضا ګرځېدلې دي.

لا هم معلومه نه ده چې طالبان د افغانستان د هوايي حریم څومره کنټرول لري.

د طالبانو د دفاع وزارت یوه غړي مخکې ویلي و، چې دوی هڅه کوي د روسیې په مرسته د افغانستان پر فضا کنټرول ترلاسه کړي، خو وروسته دا طالب چارواکی له دندې ګوښه کړل شو.