مولوي عبدالکبیر: د جون تر پایه له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو اېستل ستونزمن دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، چې د جون تر پایه له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو اېستل ستونزمن دي؛ ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډه موده کې راټولې کړي.