• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کانګرس ځینې غړو له ټرمپ غوښتي چې د افغان کډوالو د منلو پروسه بیا پیل کړي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د کانګرس یوشمېر ډیموکراټ غړو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک کې د کډوالو د پروسې او افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام د بندیدو د منفي اغیزو په اړه اندیښنه څرګنده او غوښته یې کړې چې د افغان کډوالو د منلو پروسه پیل کړي.

دغه لیک تېره ورځ سپیني ماڼۍ ته لیږل شوی او پکې لیکل شوي، چې د ټرمپ له خوا د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام پای ته رسولو او د کډوالو د منلو د پالیسیو بدلولو پرېکړه د امریکا ارزښتونو ته د زیان رسولو ترڅنګ د زرګونو هغو افغانانو ژوند هم ګواښي چې د امریکا د حکومت د ملاتړ لپاره یې په افغانستان کې خپل ژوند په خطر کې اچولی وو.

دغه لیک باندې د ډوریس ماټسوی، جینیفر ایل ماکیلان، جیو کورټینې، سایدني کاملاګر ډیو، ګریس مینګ، بېکابالینټ، مایک قیګلي، او ایلینور هومس نورتن لاسلیکونه کړي او په وینا یې د کډوالو نه منلو پالیسي د هغو کسانو په وړاندې د امریکا له مکلفیتونه سرغړونه کوي چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد سرتیرو او ماموریتونو سره مرسته کړې ده.

د دغه لیک د معلوماتو له مخې، له ۱۶۰۰ څخه ډیر کسان د کډوالو د پروګرام د ځنډیدو له پرېکړې مخکې منل شوي او امریکا ته د الوتنو په نوملړ کې یې نومونه لیکل شوي وو.

په دغه لیک کې ویل شوي، چې شاوخوا ۱۰زره کسانو غوښتنلیکونه منل شوي او امریکا ته د تګ په حال کې و او تر ۴۰ زره ډیر نورو کسانو غوښتنلیکونه بیا په د منلو په وروستیو مرحلو کې وي.

دوی ټینګار کړی چې امریکا باید خپلې ژمنې پوره کړي او د هغو کسانو دفاع وکړي چې د اړتیا په وخت کې یې د امریکا ملاتړ کړی دی.

د کانګرس دغو غړو خبرداری ورکړی چې د پروګرام ناڅاپي ځنډول «زرګونه افغانان» په ناڅرګند حالت کې اچولي دي او ډیری یې، چې د طالبانو د ګواښونو له امله تښتیدلي اوس په جدي خطر کې دي او په امریکا کې د خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو لپاره هیڅ لاره نلري.

په یاد لیک کې د ډیموکراټانو استازو د امریکا له ولسمشر څخه غوښتي چې د خپل اجرایوي فرمان په اړه له سره کتنه وکړي او د کډوالو د منلو او په افغانستان کې د امریکا د متحدینو پروسه دې بیا پیل کړي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

امریکا کې د مېشتیدو په تمه ګڼ افغانان په پاکستان کې په یوه خطرناک حالت کې بند پاتې دي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۱ GMT+۰
امریکا کې د مېشتیدو په تمه ګڼ افغانان په پاکستان کې په یوه خطرناک حالت کې بند پاتې دي
100%

د امریکا د این پي ار یا ملي عمومي راډیو د راپور له مخې، امریکا کې د میشتیدنې په تمه ګڼ افغانان د ټرمپ له لوري د کډوالو د پروګرام د بندښت او د پاکستان د حکومت د اېستلو د فشار له امله په یوه خطر ناک حالت کې بند پاتې دي.

د این پي ار راډیو په راپور کې ویل شوي، ډیری افغانان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پاکستان تللي د ټرمپ ادارې لخوا د امریکا د کډوالو پروګرام ځنډیدو او د پاکستان له خوا په زور ایستلو او افغانستان ته په تګ د ممکنه ګواښ پېښیدو له امله په پاکستان کې په یو بد حالت کې بند پاتې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د هغو کسانو په منځ کې چې د پاکستان له خوا په زور د اېستلو له ګواښ سره مخ دي لسګونه زره یې هغه افغانان دي چې امریکا کې د مېشتیدو غوښتنلیکونو د پرېکړو په تمه وو.

خو ډونالډ ټرمپ په جنوري میاشت کې د امریکا د کډوالو پروګرام وځنډاوه.

په راپور کې ویل شوي، چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان او امریکا نويو پرېکړو دغه افغانان له ډیر بد حالت سره مخ کړي دي.

د افغان کډوالو په اړه د امریکا او پاکستان د پرېکړو له اعلان وړاندې هم د اسلام اباد پولیسو د افغان کډوالو دځورولو، خپل سري توقیف او بندې کولو لړۍ پیل کړې وه.

د راپور له مخې هغه کسان له ناڅرګند حالت سره مخ دي چې له امریکا سره یې تړاو درلود او د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې وروسته پاکستان ته تللي دي.

له دغو کسان یو هم د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی کارمن دی.

نوموړی چې ۳۸ کاله عمر لري وايي، یوه لسیزه یې له امریکایانو سره همکاري کړې او د ۲۰۲۲ کال په لومړيو کې د طالبانو له ډاره پاکستان ته تللی او امریکا کې د بیامېشتیدو غوښتنلیک منلو ته په تمه دی.

نوموړی وایي، تمه یې لرله چې د بیا میشتیدنې پروسه به ګړندۍ وي ځکه چې د متحده ایالاتو د حکومت د یو کارمن لخوا د کډوالو د داخلې پروګرام ته ورپیژندل شوی و.

نوموړی اوس خپل ټولې پیسي مصرف کړې دي او په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره امکانات یې خلاص شوي دي.

هغه وايي:« زما ژوند یو ډول بند پاتې دی، ژوند مې ولاړ دی. زه د خپلو ورځو، اونیو او میاشتو په اړه پریکړه نشم کولی. که رښتیا ووایم دا شیان ما خرابوي.»

په پاکستان کې د امریکا د بیا میشتیدنې غوښتونکو وړاندې هم د غوښتنلیکونو د ورو پرسس په اړه اندېښنې څرګندي کړې وې.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې د افغان کډوالو د قضیو پروسس پیل کړ او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان لاندې د بیا میشتیدنې ملاتړ مرکز د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې فعال شو.

په دغه راپور کې د ګڼو هغو افغانانو سره خبرې شوې، چې په امریکا کې د بیا مېشتیدنې ټول اړین پړاوونه یې بشپړ کړي او امریکا ته د الوتنې په تمه وو، خو د ټرمپ د اجراییوي فرمان له صادریدو وروسته ټوله پروسه په ټپه دریدلې ده.

میوند عالمي چې په اسلام اباد کې د افغانانو د یوې سیمه ییزې ټولنې مشر دی وايي، د ټرمپ د فرمان له صادریدو وروسته د افغانانو منځ کې خواشیني خپره شوه او خلک په ډیر ناهیلي حالت کې دي.

نوموړی وایي:«هیله ده چې د ولسمشر ټرمپ فکر به بدل شي. موږ باید انتظار وکړو. دا یوازینۍ لاره ده.»

خو د ټرمپ د اجرایوي فرمان پر وړاندې یوه قانوني ننګونه روانه ده او ځینو جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو څرګنده کړې چې دوی د هغو افغانانو لپاره د استثنا ملاتړ کوي چې له امریکا سره یې مرسته کړې ده.

د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن په مشرۍ متحده ایالاتو ژمنه کړې وه چې د افغان کډوالو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي

بایډن د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه امریکا ته تر ۱۲۵۰۰۰۰ پورې کډوالو د ننوتلو اجازه ورکړه.

خو د ټرمپ نوی اجرایوي فرمان به ښايي ځینې افغانان دې ته اړ کړي چې په پاکستان کې په غیرقانوني توګه پاتې شي یا به له ډار او ویرې سره افغانستان ته راستانه شي.

بل خوا بیا پاکستان دوه کاله وړاندې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي وروسته د هغو کډوالو پر وړاندې چې قانوني سندونه یې نه لر د اېستلو لړۍ پیل کړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې راپور ورکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر نیمایي پورې له پاکستان نه ۸۱۳۰۰۰ افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان یوځل بیا د افغان کډوالو په وړاندې خپله پالیسي سخته کړې او له اسلام اباد او راولپندۍ د وتلو امر یې کړی دی.

د تېر کال په وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې هیڅ افغان ته به د حکومت له اجازې پرته په اسلام آباد کې د اوسېدو اجازه ورنه کړل شي.

د ټرمپ نوی سفري بندیز به ډېر ژر پر افغانانو او پاکستانیانو ولګول شي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۰
د ټرمپ نوی سفري بندیز به ډېر ژر پر افغانانو او پاکستانیانو ولګول شي
100%

د ټرمپ له‌خوا نوی سفري بندیز به د راتلونکي اونۍ په جریان کې د هېوادونو امنیت او د خطرونو ارزونې پر بنسټ د حکومت د بیاکتنې پراساس امریکا ته د افغانستان او پاکستان د خلکو د ننوتلو مخه ونیسي. که دا بندیز ولګول شي، نو دوه لکه افغانان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، بې برخلیکه پاتې شي.

رویټرز په یوه راپور کې لیکلي، درې باخبره سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، ښايي نور هېوادونه هم په دغه لېست کې وي، مګر دا چې کوم هېوادونونه لا معلومه نه ده.

دا اقدام د جمهوري غوښتونکي ولسمشر د لومړۍ دورې د اووه اکثریت مسلمانو هېوادونو څخه په کډوالو باندې د بندیز سره مخ شو، دا هغه پالیسي ده چې مخکې له دې په ۲۰۱۸ کې د سترې محکمې له‌خوا تایید شوې.

پخواني ولسمشر جو بایډن، چې د ټرمپ ځای ناستی و، په ۲۰۲۱ کې دا بندیز لغوه کړ او و ې ویل دا "زموږ پر ملي وجدان داغ" دی.

نوی بندیز کولی شي لسګونه زره هغه افغانان اغیزمن کړي چې په متحده ایالاتو کې د مېشتیدنې لپاره د کډوالۍ یا ځانګړې کډوالۍ ویزو ته انتظار کوي.

ټرمپ د جنورۍ په ۲۰ مه یو اجراییوي فرمان صادر کړ چې د هر هغه بهرني وګړي چې متحده ایالاتو ته د ننوتلو په لټه کې دي د ملي امنیت ګواښونو موندلو لپاره د امنیت ارزونې ته اړتیا لري.

دې حکم د کابینې ډېری غړو ته لارښوونه کړې چې د مارچ تر ۲۱ پورې د هغو هېوادونو لېست وسپاري چې له هغه څخه سفر باید په جزوي یا بشپړ ډول وځنډول شي ځکه چې د دوی "د ارزونې معلومات خورا کم دي."

درېیو سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، افغانستان به د سفر د بشپړ بندیز لپاره د هېوادونو په وړاندیز شوي لېست کې شامل شي.

درې واړو سرچینو ویلي چې د پاکستان د شاملولو سپارښتنه به هم وشي.

رویټرز د بهرنیو چارو، عدلیي او کورني امنیت ریاستونو او د ملي استخباراتو د رییس دفتر، چې مشران یې د نوښت څارنه کوي، په دې اړه پوښتلي خو دغو ادارو سمدلاسه د د رویټرز پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

یوې سرچینې په ډاګه کړې چې هغه افغانان چې په متحده ایالاتو کې د کډوالو په توګه یا په ځانګړي ویزو کې د بیا میشتیدنې لپاره منل شوي دي لومړی د جدي پلټنې څخه تیریږي.

د بهرنیو چارو وزارت دفتر چې د دوی د بیا میشتیدنې نظارت کوي د سفر بندیز څخه د ځانګړي کډوالۍ ویزې لرونکو لپاره د معافیت په لټه کې دی "مګر دا نه ده اټکل شوې چې معافیت به ورکړل شي او کنه."

رویټرز تیره میاشت راپور ورکړ چې د افغانستان د بیا میشتیدنې د هڅو همغږي کوونکي دفتر ته ویل شوي چې د اپریل تر میاشتې پورې دې د تړلو لپاره یو پلان جوړ کړي.

د ټرمپ لارښوونه د کډوالۍ د کړکېچ یوه برخه ده چې هغه د خپلې دویمې دورې په شروع کې پیل کړې.

نوموړي د ۲۰۲۳ اکتوبر په وینا کې خپل پلان ته کتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د غزې تړانګې، لیبیا، سومالیا، سوریې، یمن او "بل هر هغه ځای کې چې زموږ امنیت ګواښوي" خلک محدودوي.

شان وانډیور، د هغې ایتلاف مشر چې د متحده ایالاتو له حکومت سره د افغانانو د اېستلو او بیا میشتیدنې همغږي کوي، له هغو کسانو چې د متحده ایالاتو د اعتبار وړ ویزې لري وغوښتل که امکان لري نو ژر تر ژره دې سفر وکړي.

نوموړي وویل: "په داسې حال کې چې رسمي اعلان نه دی شوی، د متحده ایالاتو په حکومت کې ډېری سرچینې وړاندیز کوي چې په راتلونکې اونۍ کې د سفر نوی محدودیت پلي کیدی شي."

هغه وویل، دا "ممکن افغان ویزې لرونکو باندې چې متحده ایالاتو کې د ځای په ځای کیدو په تمه دي" د پام وړ اغیزه وکړي.

شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان چې په متحده ایالاتو کې د مېشتیدنې لپاره تصویب شوي یا د متحده ایالاتو د کډوالۍ او ځانګړې کډوالۍ ویزې غوښتنلیکونه ته په تمه دي په افغانستان او نږدې ۹۰ نورو هېوادونو کې بند پاتې دي.

د مدني ازادیو ټولنې ګوانټانامو ته د کډوالو د لېږد په تړاو د ټرمپ پر ضد محکمې ته عریضه کړې

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۰
د مدني ازادیو ټولنې ګوانټانامو ته د کډوالو د لېږد په تړاو د ټرمپ پر ضد محکمې ته عریضه کړې
100%

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا د مدني ازادیو ټولنې «ACLU» تېره ورځ د ټرمپ د ادارې پر ضد چې ګواکې ګوانټانامو زندان ته د افغان وګړو په ګډون ۱۰ تنه کډوال لېږدوي، په اړه محکمې ته عریضه کړې ده.

دغې ډلې ویلي، چې دغه کډوال په سختو شرایطو کې د کیوبا ګوانتانامو ته استول کېږي او ښایي د "ځان وژنې" هڅه وکړي.

د امریکا د مدني ازادیو ټولنې چې د واشنګټن ډي سي په فدرالي محکمه کې یې دعوه کړې ویلي، چې دغه لېږد د امریکا د کډولۍ له قانونه ښکاره سرغړونه ده او له قانوني لامل پرته د وېرې د رامنځته کولو په موخه له توقیف ځایونه څخه ګوانټانامو ته استول کېږي.
د دغه ادعا له مخې، د افغانستان، پاکستان، وینزویلا او بنګله دېش دغو ۱۰ تنو توقیف شویو د شړل کېدو وروستي حکمونه هم ترلاسه کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې یاد کډوال اوس‌مهال په ټکزاس ایالت کې ساتل کېږي او ګوانټانامو ته د لېږدولو په درشل کې دي.

خو د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریسیا مک لافلین د شنبې په ورځ دغه ادعا "بې بنسټه" وبلله او ویې ویل، چې اداره به یې د عدلیې وزارت سره په ګډه په دې برخه کې کار وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې، چې په بې ساري شمېر کې به ناقانونه کډوال له امریکا څخه وشړي؛ دا د امریکا په تاریخ کې د ناقانونه کډوالو د لېږد ترټولو لوی بهیر دی.

د شړلو د پروسې پراخولو د هڅو د یوې برخې په توګه د ټرمپ ادارې د روان کال د فبرورۍ میاشتې په پیل کې د ګوانټانامو په خلیج کې د متحده ایالاتو د سمندري اډې توقیف ځای ته د کډوالو لېږل پیل کړل؛ چې تر ډېره پکې بهرني ترهګر ساتل کېږي.

د ۲۰۲۴ په وروستیو درې میاشتو کې برېتانیا له ۲۰۰۰ د زیاتو افغانانو پناه غوښتنې رد کړې دي

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۵ GMT+۰
د ۲۰۲۴ په وروستیو درې میاشتو کې برېتانیا له ۲۰۰۰ د زیاتو افغانانو پناه غوښتنې رد کړې دي
100%

د ۲۰۲۴ په وروستیو درې میاشتو کې برېتانیا له ۲۰۰۰ د زیاتو افغانانو پناه غوښتنې رد کړې. د بشري حقونو فعالانو په دغه هیواد کې د افغان کډوالو لپاره د «دښمنانه چاپیریال» خبرداری ورکړی. خو د برېتانیا کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له دوی به «هیڅوک افغانستان ته نه ستنوي.»

د پنجشنبې په ورځ خپرې شوې د کډوالۍ درې میاشتنۍ شمېرې ښیي، چې د افغانانو د پناه غوښتنې د قضیو د منلو کچه د ۲۰۲۳ کال په وروستیو درې میاشتو کې له ۹۸.۵ سلنې څخه د ۲۰۲۴ کال په وروستیو درې میاشتو کې ۳۶ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت په یوه سند کې چې ګارډین ورځپاڼې ته رسېدلی، راغلي چې «د افغان کډوالوجبري یا په خپله خوښه ایستل اوس مهال ځنډول شوي او بدلون په کې نه دی راغلی.»

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبانو برېتانیا ته ویلي، چې نور به په لندن کې د افغانستان سفارت له‌خوا صادر شوي سفري اسناد ونه مني.

برېتانیا هم د نورو هیوادونو په څېر طالبان د یو مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پیژني.

که څه هم فعالانو په وروستیو میاشتو کې د پناه غوښتنې د شمېر د کمښت هرکلی کړی، خو د هغو خلکو د پناه غوښتنې د ردولو پر پریکړې یې پوښتنې راپورته کړې چې نه شي کولی خپل هیواد ته ستانه شي.

د برېتانیا د کډوالو د یوې ملاتړېډلې اجرایوي مشرې لوئیس کالوي ګارډین ته وویل: «دا د هغو خلکو د غوښتنلیکونو په ردولو کې د پام وړ زیاتوالی دی، چې د پناه غوښتنې اړتیا یې څرګنده ده.هیڅوک نه شي کولی، چې د افغانستان وضعیت درک کړي او فکر وکړي چې طالبانو ته د خلکو بیرته ستنول یو خوندي انتخاب دی.»

هغې زیاته کړه: «د غوښتنلیکونو دا ردېدل خلک د کلونو لپاره په فقر او بې برخلیکه حالت کې پاتې کوي.»

د ډنکن لیوس د حقوقي شرکت جیمي بیل، چې د ځینو افغان کډوالو وکالت په غاړه لري، وویل: «د دې حیرانونکې تګلارې بدلون پایله دا ده، چې زرګونه خلک به د کلونو لپاره په بې برخلیکه حالت کې پاتې شي.افغانان اوس په یوه نوي دښمنانه چاپېریال کې اوسیږي.»

د کډوالو شورا اجرایوي رییس انور سلیمان وویل: «د دغو شمېرو تر شا اصلآ هغه نارینه، ښځې او ماشومان دي، چې د خپل ژوند ژغورلو له ویرې له افغانستان څخه تښتیدلي وو، خو اوس په ناڅرګند حالت او هوټلونو کې بند پاتې دي.»

هغه زیاته کړه: «دا نه یوازې دا چېګران پریوځي، بلکې خلک غواړي خپل ژوند په عادي ډول وکړي، کار ومومي او د برېتانیا لهټولنې سره یوځای شي، یا کله چې شرایط خوندي شي په عزت او درناوي سره افغانستان ته ستانه شي.»

رسنۍ: افغان کډوال د جرمني د نوي حکومت له خوا نه اېستل کیږي

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۰
رسنۍ: افغان کډوال د جرمني د نوي حکومت له خوا نه اېستل کیږي
100%

په جرمني کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له اسلام اباد څخه د افغان کډوالو وروستي چارټر الوتکې ته سخت غبروګونه ښکاره کړي او دا چاره یې د جرمني د ناامنه کولو په مانا یاده کړې.

د جرمني له پارلماني ټاکنو یوازې څو ورځې وروسته له اسلام اباد څخه یوه چارټر الوتکه له ۱۵۵ افغانانو سره برلین ته ورسېده. د کورنیو چارو د فدرالي وزارت په وینا، له نیمایي څخه ډېر دا خلک د فدرالي داخلي پروګرام له لارې راغلي دي.

د جرمني رسنۍ ډي ډبلیو په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د دې غبرګونونو په اړه په راپور کې ویلي، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې د جرمني نوي حکومت دوی ته اجازه ورکړې چې هېواد ته ننوځي، چې دا د سخت سرحد کنټرول ژمنه ماتوي؛ مګر دا ریښتیا نه ده.

ډي ډبلیو لیکلي، په اېکس کې په یوه زیات کتل شوي پوسټ کې، یو کارونکي ادعا کړې "په جرمني کې، پولې د انتخاباتو څخه ۲۵ ساعته وروسته خلاصې شوې. ۴۸ ساعته وروسته د افغان کډوالو الوتکه برلین ته ورسیده. ښکاري جرمني کې په پلان شوي توګه برید کیږي.دغه پوسټ لا دمخه له ۲۰ میلیون څخه ډېر لیدونکي لري.

په یوه بل پوسټ کې، یو کاروونکي ادعا وکړه چې د ۱۵۵ افغانانو الوتکه په برلین کې ښکته شوه او ۱۲،۰۰۰ نور به راشي. جرمني د "مرکز حق" په نوم (سي ډي یو) ته وروسته له هغه رایه ورکړه چې دوی د افغان کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه. خو دوی یوازې ۴۸ ساعته وروسته خپله ژمنه مات کړه.

ډي ډبلیو لیکي، په جرمني کې د فېبرورۍ د ۲۳ د ټولټاکنو وروسته لا تر اوسه کوم نوی حکومت وجود نه لري. په‌داسې حال کې چې محافظه کاره ګوند (سي ډي یو) چې مشري یې فریدریش میرز کوي، ټاکنې وګټلې، یو نوی حکومت لا نه دی جوړ شوی. د احتمالي شریکانو سره د ایتلاف خبرې اترې به ډیر ژر پیل شي.

د دغو افغان کډوالو راتګ د حکومت له خوا مخکې له مخکې پلان شوی و. د جرمني خبري اژانس ډي پي ای د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي، تر نیمايي زیات افغانان د افغانستان لپاره د جرمني د فدرالي ادارې د داخلېدو د پروګرام له لارې چې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۷مه ترتیب شوي وو، له افغانستان څخه جرمني ته راغلي دي. دا د جرمني د حکومت له خوا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته په ځانګړي ډول زیانمنونکي کسان دي چې له هېواد څخه اېستل شوي دي.

پاتې مسافر د داخلي نورو پروګرامونو لکه، د سیمه ییزو ځواکونو کړنلاره، د بشري حقونو لېست او د پل جوړونې پروګرام چې د طالبانو له نسکوریدو وروسته رامځته شوي له لارې جرمني ته راغلل.

دا پروګرامونه په ځانګړې توګه په سیمه ییزو ځواکونو تمرکز کوي چې د جرمني او نړۍوالو سرتېرو ملاتړ کوي، د ډیموکراسۍ فعالین او هغه خلک چې د جنسي یا جنسیت د هویت له امله د طالبانو له‌خوا ګواښل کیږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د جرمني حکومت ژمنه کړې چې شاوخوا ۴۵ زره افغانان او د هغوی کورنۍ به چې له ګواښ سره مخامخ دي جرمني ته راولي. د ۲۰۲۴ کال د اپریل تر میاشتې پورې له ۳۳،۲۰۰ څخه زیات افغانان د افغانستان لپاره د فدرالي داخلي پروګرام له مخې جرمني ته داخل شوي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې جرمني د هغو افغانانو د ننوتلو لپاره هم اسانتیاوې برابرې کړې چې پخوا یې د کابل له سقوط مخکې د جرمني چارواکو او موسسو لپاره کار کاوه.

د رسنیو راپورونو ترمخه په جرمني کې د عامو انتخاباتو نه وړاندې د اسلام اباد نه دوه الوتنې په لنډ وخت کې لغوه شوې وې. څرنګه چې په کابل کې د جرمني سفارت فعال نه دی، نو دغه کسان باید په خپله اسلام اباد ته سفر وکړي. په پاکستان کې له اوږده انتظار، امنیتي تصفیې او د ویزې له ورکولو وروسته بیا دوی ته اجازه ورکړل شوه چې جرمني ته داخل شي.

د جرمني خبري اژانس ډي پي ای په وینا، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې اندېښنې راپورته کړې چې افغان اتباعو ته د مارچ تر پایه له اسلام اباد او ګاونډي ښار راولپنډۍ څخه د وتلو لارښوونه شوې ده. له اسلام اباد څخه د ډي ډبلیو راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانانو د شړلو لپاره خپلې هڅې بیا پیل کړي، د طالبانو ډېری مخالفین د اسلامپالو رژیم له‌خوا واکمن هېواد ته د بیرته ستنیدو په خطر کې دي.

کډوالۍ او اخراج د جرمني په وروستیو پارلماني ټاکنو کې له مهمو موضوعاتو څخه وو. دې په جرمني کې د مېشتو بهرنیو اتباعو د اېستلو په اړه انلاین ډېری ناسمو معلومات غبرګونونه راپارولي دي او په دغه هېواد کې د افغان اتباعو په ګډون د کډوالو د مرګونو بریدونو وروسته افغانستان ته د اېستلو د زیاتیدو غوښتنې زور اخیستی دی.