• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د جعفر اکسپریس اورګاډي په پېښه کې هند لاس درلود

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې خبري ناستې پر مهال ویل، چې په بلوچستان کې پر جعفر اکسپریس اورګاډي برید کې هند لاس درلود او بریدګر د برید پرمهال په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره هم په اړېکه کې وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې د جعفر اکسپريس له برید وروسته د ژغورنې عملیات په بریالیتوب سره بشپړ شوي دي.

نوموړي خبریالانو ته وویل، چې د استخباراتي راپورونو د معلوماتو له مخې بریدګر د عملیاتو پر مهال په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په اړېکه کې وو.

پاکستاني جنګیالي له تعقیب نه د خلاصون په خاطر ډیری د افغان مخابراتي شبکو سیمکارتونه کاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند یوځل بیا وویل، چې د ترهګرو پټځایونه افغانستان کې دي. نوموړی زیاته کړه، «موږ په وار وار له افغان سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې چې په خپله خاوره کې د (بي ایل اې) په څير سازمانونو مخه ونیسي.»

د بلوڅ ازادۍ پوځ د سې شنبې په ورځ له کوټې څخه پېښور ته تلونکي اورګاډي باندې برید وکړ او له څلور سوه زیات مساپر یې یرغمل کړل.

د بلوڅ ازادۍ پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ سرتیري او‌ د استخباراتو کارکوونکي یې نیولي او پاکستان ته یې د یرغمل شویو په بدل کې د بلوڅ بندیانو د خوشې کېدو وړاندیز کړی.

پاکستان د بلوڅ ازادۍ پوځ وړاندیز ونه مانه او پر جعفر اکسپریس اورګاډي یې د برید شنډولو او یرغمل شویو کسانو د ژغورلو لپاره عملیات ترسره کړل. د ژغورنې دغو عملیاتو دوه ورځې دوام وکړ.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وویل، چې د عملیاتو پر مهال ۲۱یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.

بلوڅ جنګیالیو تېره ورځ ویلي و، چې دوی د برید په غبرګون کې ۵۰ تنه یرغمل کسان د « بلوڅ ملي محکمې» په حکم وژلي دي.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۴

د امریکا فدرالي محکمې د کمال نبي‌زاده د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه رد کړه

۵

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي