• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسیا جام کې متحده عربي اماراتو د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې ته ۷ پر ۱ ماتې ورکړه

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د اسیا د ۲۰۲۵ کال ساحلي فوټبال جام کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې ۷ پر یو له متحده عربي اماراتو ماته وخوړه. دغه سيالۍ د تايلنډ په کوربتوب پيل شوې او افغان لوبډله په دریم ګروپ کې د متحده عربي اماراتو، ایران او اندونیزيا سره سیالۍ لري.

د اسيا د ساحلي فوټبال ۱۱ پړاو سیالۍ د تايلنډ په پاتایا ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په ګروپي شکل پرون پيل شوې.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې نن لهمتحده عربي امارتو ماته وخوړه او راتلونکې لوبه یې د یکشنبه په ورځ د ایران او د سې شنبې په ورځ د اندونیزيا لوبډلې سره ده.

د اسیا ساحلي فوټبال جام به د وري میاشتې تر ۱۰ مې نېتې دوام وکړي.

ګروپونه

لومړي ګروپ کې تایلنډ، کويټ، لبنان او هند

دویم ګروپ کې جاپان، چين، سعودي عربستان او عراق

دریم ګروپ کې افغانستان، ایران، متحده عربي امارت او اندونیزيا

څلورم ګروپ کې عمان، بحرین، مالیزيا او ویتنام برخه لري.

د دې سياليو غوره درې لوبډلې به د اسیا په استازولۍ نړيوال جام کې هم برخه اخلي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۵

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان لپاره د ازبکستان پلاوي بلخ کې د طالبانو والي سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۵۴ GMT+۰
د افغانستان لپاره د ازبکستان پلاوي بلخ کې د طالبانو والي سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې
100%

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په مشرۍ ازبکستانی پلاوی نن په بلخ کې د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، سیاسي او اقتصادي اړېکو پر پیاوړتیا ږغیدلي.

په بلخ کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر په یوه خبره پاڼه لیکلي، د ازبکستان د لومړي وزیر ځانګړي عصمت الله ارګاشیف، د سرخاندریا والي قاسموف اولوغ بیک بیردي کابلوچ، د اوزبکستان د ساختماني، مسکن او عمومي خدمتونو وزارت مرستیال علي متوف طاهر نعمت الله اویچ او یو شمېر نورو نظامي ازبک چارواکو نن بلخ ته په خپل سفر کې د طالبانو والي او د ملا هبت الله د نږدې کس یوسف وفا سره کتلي.

په خبر پاڼه کې لیکل شوي، چې یوسف وفا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر کډه پوله د ټرانزیټ، پټلۍ، صادراتو او وارداتو او د سوداګرو تګ راتګ لپاره د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی او دغه ډول لیدني یې اړینې بللې دي.

نوموړي په دغه ولایت کې د امام بخاري په نوم د جوړېدونکې مدرسې د چارو د چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ازبکستاني پلاوي د بلخ د سیمه ییزو طالب چارواکو سره د اړیکو د پراختیا، ګډو سوداګریزو، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په دوام ټینګار کړی دی.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې څو ورځې وړاندې هم ازبک پانګوالو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان په ساختماني او د کان کېندنې برخو کې د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلي وه.

طالبان یو ځل بیا وايي، چې ژر به د خپل حکومت کارمنانو ته تنخا ورکړي

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۰
طالبان یو ځل بیا وايي، چې ژر به د خپل حکومت کارمنانو ته تنخا ورکړي
100%

د طالبانو ماليې وزارت ویاند احمدولي حقمل يو ځل بیا د ټاکلې ورځې او نېټې له ښودلو پرته وايي، چې ژر به د «اماراتي ادارو» د مالي کال وروستي لګښتونه او د کارکوونکو تنخا ورکول شي. نوموړي ویلي، چې د ادارو حوالې ورته رسېدلې او کارمنان يې په مرکز او ولایتونو کې پر اجرا کولو بوخت دي.

ښاغلي حقمل د جمعې په ورځ ويلي، چې د دې لګښتونو او کارکوونکو ته د تنخا د ورکولو په موخه یې په مرکز او ولایتونو کې اړوند کارمنان د رخصتيو په ورځو هم په دندو بوخت دي.

حقمل که څه هم د خپل حکومت کارکوونکو ته د تنخا د ورکړې نېټه او ورځ نه ده روښانه کړې؛ خو وايي، چې تر کوچني اختر مخکي به ټولو ته تنخا ورسيږي.

نوموړي د ګڼې ګوڼې او وخت ضایع کېدو د مخنيوي په موخه د ادارو له مسولینو غوښتنه کړې، چې د سپارل شویو حوالو مالومات د اړوند سیسټم له لارې تعقیب کړي.

د طالبانو مالیې وزارت او د دې ډلې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سلواغې میاشتې په ۱۹مه نېټه ويلي و، چې د مرغومې میاشتي تنخا په د یوې اونۍ په جريان اجرا شي.

خو تېره اونۍ هم د طالبانو حکومت یوشمېر کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی د وروستیو دوو میاشتو معاش نه دی تر لاسه کړی.

دوی ويلي و، چې طالبانو د معاش دورکړې لپاره کوم مشخص وخت هم نه دی ټاکلی.

کندهار کې د طالبانو د معارف ریاست یوې سرچینې هم د کب په ۱۴مه ویلي و چې د ۶۰۰۰ څخه د زیاتو ښوونکو معاش نږدې درې میاشتې نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې د ادارو د کارکوونکو تنخاوې وروسته له هغه د دريو مياشتو لپاره وځنډېدې، چې امریکا خپلې مرستې وځنډولې.

که څه هم طالبان وايي، چې دا میلیون ډالري کڅوړې د ولس لپاره مرستې وې او دوی پکې لاس نه درلود، خو دې ډلې تېره اونۍ د خپلو کارمنانو معاش کم کړ.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي سندونه ښيي، چې د طالبانو د معاشونو دا کمښت د نوي کال له پیل عملي کېږي.

د هند بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانانو سره د مرستې لپاره له طالبانو سره په اړېکه کې دي

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۰
د هند بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانانو سره د مرستې لپاره له طالبانو سره په اړېکه کې دي
100%

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر د طالبانو له حکومت سره د نوي ډېلي د تعامل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:«هو موږ له طالبانو سره اړیکې لرو، خو دلته دوه مهم ټکي دي، یو دا چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او بل دا چې موږ غواړو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر په «رایزېنا ډیالوګ» له طالبانو سره د هند د تعامل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه.

نوموړی وايي:« د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره، موږ طبیعي ده چې له هغه چا سره تعامل کوو، چې واکمن وي. له ۲۰۲۱ کال راهیسي افغانستان له سختې لوږدې سره مخ و موږ پنځه سوه زره ټنه غنم ورکړل، د کرونا وبا پررمهال دوی له واکسیني بحران سره مخ وو موږ په اساسي ډول واکسینونه ورکړل.»

جې شنکر له طالبانو سره د اړیکو ساتلو په اړه توضحیات ورکړي او وايي، د افغانستان د خلکو د ستخو حالاتو ته نه منتظر کیږي او د انساني خواخوږۍ له مخې به له افغانستان سره د مرستو لاره مومي.

ښاغلی شنکر وايي:«موږ غواړو د افغانستان له خلکو سره خپلې اړیکې وساتو او همدا زموږ اساسي انګیزه ده.»

همدارنګه د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو په وړاندې د لویدیځ پر دوه ګونو سیاستو نیوکې کړې.

شنکر د طالبانو او تحریرالشام ډلو ترمنځ د غیر مستقیمې پرتلنې په ترڅ کې وویل، چې پروني بنسټپالي د نېکټايي او درېشۍ په اغوستلو ښه بلل کیږي، خو هغه خلک چې دوی په دوحه او اوسلو کې ورسره خبرو ته ناست وو، نن چې د دوی لپاره مناسب نه دي، کارونه یې ښه نه بلل کېږي.

په دې ورستیو کې د طالبانو او هند اړیکې د پراختیا په حال کې دي، د په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په لوړمړي ځل د روان کال په جنوري کې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم میسوري د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په دوبۍ کې وکتل.

په دغه لیدنه کې هند ژمنه وکړه، چې د افغانستان د روغتیا ‍په سکټور او د کډوالو د بیا میشتېدونې په برخه کې مرستې وکړي.

پاکستان په دريمه شل اوره لوبه کې نیوزيلنډ ته د ۹ ویکټو په توپير ماتې ورکړه

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۰
پاکستان په دريمه شل اوره لوبه کې نیوزيلنډ ته د ۹ ویکټو په توپير ماتې ورکړه
100%

د نيوزيلنډ او پاکستان د کرېکټ لوبډلو د ۵ شل اوره لوبلړۍ دريمه سيالي پاکستان د ۹ ويکټو په توپير وګټله. د دې لوبلړې دوه مخکنۍ سیالۍ کوربه نیوزيلنډ ګټلې وې او څلورمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ کيږي.

د نيوزيلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د ۵ شل اوره سیاليو د دريمې لوبې پچه پاکستان وګټله او کوربه نيوزيلنډ ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

نیوزلينډ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې هدف وټاکه.

د پاکستان تېز توپ اچونکي حارث روف درې لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په ۱۶ اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو دغه هدف پور کړه او کوربه نیوزيلنډ ته یې د ۹ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

پاکستاني توپ وهونکي حسن نواز په ۴۵ توپونو ۱۰۵ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د دې ۵ شل اوره لوبلړۍ په لومړۍ سیالې کې نيوزيلنډ د ۹ ویکټو او په دویمه کې يې د ۵ ويکټو په توپير پاکستان مات کړی و.

نیوزيلنډ له پاکستان سره ۵ شل اوره او درې يو ورځنۍ سيالۍ لري.

له زده‌کړو بې برخې ماشومه: خوب مې لیده، چې معجزه شوې او زه ډاکټره شوې یم

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۰۳ GMT+۰
•
ولوله کوچۍ
له زده‌کړو بې برخې ماشومه: خوب مې لیده، چې معجزه شوې او زه ډاکټره شوې یم
100%

له زده‌کړو بې برخې شوې زده‌کوونکې ډېوه وایي، خوب یې لیده چې معجزه شوې او هغه ډاکټره شوې وي. ډېوه په ژړغوني غږ وایي: «له خوب مخکې مې د ښوونځي په اړه فکر کاوه، چې ښوونځی پیلېږي او هرکال دغه وخت مې څنګه ښه ښوونځي ته چمتووالی نیو.»

د هغې په وینا، په دغو سوچونو کې ډوبه وه چې یوه معجزه یې په خوب ولیده چې هغه ډاکټره شوې وي.
هغه کیسه کوي: «ډېر ښه احساس مې لاره، زما هیلې پوره شوې وې. سپینه چپنه مې اغوستې وه او ټولو مبارکیانې راکولې.»
هغه په ناهیلي غږ وایي، چې ښایي دغه خوب یې تش خوب پاتې شي، «نن مې د ښوونځي بکسه په مات زړه کوچنۍ خور ته ورکړه. هغه په پنځم ټولګي کې ده؛ تر دې وړاندې یوځای تلو راتلو؛ خو اوس زه د زده‌کړو اجازه نه‌لرم او زما خوب به تش خوب پاتې شي.»
د ډېوې پلار تاج محمد هم خپلې لور ته خواشینی دی.
هغه وایي: «په ټولې ژمنۍ رخصتۍ کې هره ورځ د ډېوې همدا یوه پوښتنه وه، چې دا به څنګه شي پلاره؟ خو ما یې د دغې پوښتنې ځواب نه لاره.»
دا یوازې ډېوه نه ده، چې د نوي ښوونیز کال په درشل کې نوی کال په ناهیلۍ سره پیلوي؛ د ډېوې ترڅنګ سلګونه زره نجونې له ورته اندېښنې او کړاو سره مخ دي.
د بې‌برخې شویو نجونو شمېرې
که څه هم په نوي ښوونیز کال کې په زرګونه نجونې ښوونځي کې شامیلېږي؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هرکال له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو محرومېږي.
که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت په دې تړاو شمېرې نه خپروي؛ خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیز نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.

د دغه بنسټ په وینا، سږکال ۳۸ زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی نه شي کولای، چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
خو د جمهوریت تر پرځېدو وړاندې یوازې له هلمند ولایته څه باندې زر نجونې هر کال فارغېدې؛ هغه مهال هلمند یو له هغو ولایتونو و، چې ګڼې سیمې یې د طالبانو په کنټرول کې وې.
خو په لویو ښارونو کې دغه کچه بیا لوړه وه.
د پلازمېنې کابل د یوې لېسې مدیره چې نه غواړي د هغې او د ښوونځي نوم یې واخیستل شي وایي، چې سږکال یې له لېسې شاوخوا ۴۰۰ نجونې له شپږم ټولګي فارغې شوې دي.
هغه وایي، که څه هم په ټول هېواد کې د فارغ شویو نجونو په کره شمېره نپوهېږي؛ خو که له هر ښوونځي ۴۰۰ نجونې فارغې شوې وي، نو دا به د هېواد په کچه لویه شمېره جوړه کړي.
د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، چې په ټول افغانستان کې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ دی.
خو واک ته د طالبانو له راتګ دمخه په افغانستان کې د نجونو شاوخوا لس زره ښوونځي فعال وو او شاوخوا لسګونه زره نجونې هرکال ترې فارغېدې.

100%

د زده‌کړو کمپاین
له هغه وروسته چې طالبانو د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه ولګول، د زه‌کړو ځینو فعالانو د نړۍ په ګوډ، ګوډ کې د نجونو د زده‌کړو د بندیز د لرې کولو بېلابېل کمپاینونه پیل کړل.
له دغې ډلې یو هم «د بېرته ښوونځي ته ستانه شئ» کمپاین دی.
که څه هم دغه کمپاین د جمهوریت تر پرځېدو وړاندې په ۲۰۱۸کال کې د جګړو له امله د افغانستان دننه د بې‌ځایه شویو ماشومانو لپاره پیل شوی و؛ خو د جمهوریت تر پرځېدو وروسته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له‌خوا د لګېدلو بندیزونو له امله لاهم دوام لري.
د دغه کمپاین مسوول سلیمان خپلواک وایي، چې په سر کې یې د کمپاین موخه له زده‌کړو سره د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو ماشومانو اشنایي او د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د خنډونو لرې کول وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د زده‌کړو او په ځانکړې توګه د نجونو د زده‌کړو په برخه کې ګڼې ستونزې راولاړې شوې دي.
د هغه په وینا:« د ځینو طالبانو فکر دا دی، چې ښځینه زده‌کړو ته اړتیا نه‌لري؛ خو دا ناسمه خبره ده، اسلام ښځې او نارینه دواړو ته مساوي حق ورکړی دی.»
هغه وایي، د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله یې فعالیتونه ټکني شوي او د تېر په څېر په فزیکي توګه په لرو پرتو سیمو خلکو ته د نجونو د زده‌کړو په تړاو د ناسمو دودونو په اړه پوهاوی نه شي ورکولی.
هغه وایي، په افغانستان کې د جګړې ختمولو او سولې راوستلو یوازینۍ لاره زده‌کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې د کمپاین یوه بله موخه یې د ناسمو دودونو پر وړاندې مبارزه کول دي.

100%

د نجونو لپاره د فرعي زده‌کړو چاپېریال
که څه هم شاوخو ۱۲۷۹ ورځې وړاندې طالبانو له شپږمو ټولګیو په پورته نجونو د زده‌کړو بندیز ولګاوه؛ خو د دغو نجونو بیا هم څه ناڅه فرعي زده‌کړو ته زړه ښه و.
خو د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې طالبانو څو ځلې ځیني کورسونه او بېلابېل ښوونیز مرکزونه وتړل.
په کابل کې په فرعي زده‌کړو بوخته شبنم وایي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې څو وارې یې د ښوونیز مرکز دروازې وتړل شوې.
د هغې په وینا:« په یوولسم ټولګي کې ومه، چې د زده‌کړو بندیز راباندې ولګېد؛ خو له څو میاشتو اندېښنو وروسته کورنۍ مې وهڅولم چې فرعي زده‌کړې وکړم.»
هغه وایي، له خپلې خور فرزانې سره یې په دوو بېلابېلو ښوونیزو مرکزونو کې ځینې زده‌کړې پیل کړې؛ خو یوه ورځ یې د ښوونیز مرکز مخې ته طالبان له وسلو سره ولاړ وو او ټول زده‌کوونکي یې له مرکزه اېستي وو او دروازه یې تړلې وه.
هغه وایي، کله چې ښوونیز مرکز ته ورسېده؛ نو هلته ډېره ګڼه ګوڼه وه او بې له دې چې پوښتنه وکړي له خپلې خور سره په بېړه کور ته ستنه شوه.
هغه وایي، وروسته یې چې ورور پوښتنه کړې وه؛ ویل یې چې طالبانو یې ښوونیز مرکز وتاړه.
د هغې په وینا، دغه کیسه څو ځلې تکرار شوه؛ خو بېرته طالبانو یې ښوونیز مرکز ته د فعالیت اجازه ورکړه.
هغه وایي، اوس طالبانو ورته له هلکانو پرته د زده‌کړو ساعتونه ټاکلي؛ خو نوموړې وایي دوه ساعته ډېر کم دي، د تېر په څېر که څوک د وخت ستونزه ولري او په څوو ټولګیو کې که وغواړي زده‌کړې وکړي؛ نو کوم بل وخت ته ځان بدلولای هم نشي.
د هغې په وینا، له دومره ستونزو سره، سره بیا هم مبارزه کوي او زده‌کړو ته دوام ورکوي.
هغه زیاتوي:« یوازینی څه چې راباندې ډېر بد اغېز کوي. هغه د طالبانو بد، بد کتل دي. که څه هم موږ په پوره حجاب کې زده‌کړو ته ورځو؛ خو بیا هم موږ ته داسې کتل کېږي، لکه موږ چې حجاب نه وي مراعت کړی او یل مو کومه ګناه کړي وي.»

100%

پټ ښوونځي
له هغه وروسته چې طالبانو د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه ولګول، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو کسانو او ډلو له‌خوا د نجونو لپاره پټ ښوونځي جوړ شول.
تر ټولو په زړه‌پورې خبره دا ده، چې د پټو ښوونځيو ملاتړي د ښځو پرتله ډېر یې نارینه دي.
خو په دې کې ډې داسې ښوونځي هم شته، چې طالبانو تر خبرېدو وروسته د دغې ډلې له‌خوا تړل شوي دي او ملاتړي یې سخت ځپل شوي دي او ګڼ یې بندیان شوي هم دي.
له دې ډلې یو یې هم ابراهیم دی، چې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته یې په خپل شخصي لګښت د نجونو پټ ښوونځی جوړ کړ.
ابراهیم په دغه ښوونځي کې نجونو ته د مضامینو د تدریس ترڅنګ د ځینو حرفوي زده‌کړو زمینه هم برابره کړې.
هغه وایي:« زه درې زامن او یوه لور لرم؛ زما لور په شپږم ټولګي کې وه، چې پر زده‌کړو یې بندیز ولګېد. تر لور مې ما ډېر سخت حالت ولید، شپې مې له سترګو خوب وتښتېده چې دا به څنګه شي؟ خو بلاخره پرېکړه مې وکړه، چې خپلې لور او د هغې همزولو او نور د سیمې اوسېدونکو ته د ګاونډیانو په همکارۍ پټ ښوونځی جوړ کړم.»
هغه وایي، دغه ښوونځی یې د یوه کور دننه جوړ کړی چې څو ټولګي لري؛ خو د طالبانو له وېرې یې د هر ټولګي ساعتونه جلا دي.
د هغه په وینا، که څه هم دغه ښوونځی د هغه اصلي ښوونځیو ځای نشي ډکولای؛ خو د نجونو لپاره یې ښه فرصتونه برابر کړي او ډېر حرفه‌یي کارونه یې هم زده کړي دي.
د یو بل پټ ښوونځي مسوول چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل پښتو سره خپله یوه خاطره شریکه کړې؛ هغه وایي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په بېلابېلو نومونو د بېلابېلو زده‌کړو پلویانو په کورونو کې له زده‌کړو بې برخو شویو نجونو ته پټ ټولګي جوړ کړي وو؛ خو د هغه په وینا په دې برخه کې خپله یو طالب چارواکي ورسره همکاري کړې او د دغې ډلې له حکومت پټ یې په خپل کور کې دغو نجونو ته د زده‌کړو لپاره ځای ورکړی دی.

100%

د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو لپاره ښوونه او روزنه څومره اړینه ده؟
په دې تړاو فرشته صالحي چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې برخې فعاله ده، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي:« د نړۍوالې احصایې له مخې، د ماشوم د ودې اتیا سلنه متخصصینې ښځې دي او پاتې شل سلنه یې نارینه دي او د دې لامل دا دی، چې ماشوم له نارینه‌و پرتله له ښځو سره ښه اړیکه ټینګولی شي؛ نو کله چې یوې نجلۍ خپله روزنه نه وي لېدلي هغه به نورو ته څنګه روزنه ورکړي او ټولنیز ژوند ور زده کړي؟»
هغه زیاتوي، نجونې له ښوونځیو منع کول په بشري سرغړوونه کې راځي.
د هغې په وینا:« د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې (۲۶مه ماده) او د ماشوم د حقونو کنوانسیون (۲۸مه ماده) د جنسیت پر بنسټ له تبعیض پرته د زده‌کړې پر حق ټینګار کوي.»
د زده‌کړو یوه بله فعاله ریحانه غفورزۍ بیا وایي، زده‌کړه د هر انسان بنسټیز حق دی او د ټولنې د پرمختګ بنسټیزې ستنې ګڼل کېږي. په ځانګړې توګه، د نجونو زده‌کړه د یوې ټولنې د راتلونکي د جوړولو او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
هغه د زده‌کړو د بندیز د اوښتو زیانونو په اړه وایي، د طالبانو د دغه بندیز له کبله نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.
د هغې په وینا، د ښځو د زده‌کړو پرته راتلونکی نسل بې‌تعلیمه پاتې کېږي.
هغه زیاتوي:« د کورنیو اختلافانو راپورونه ښيي، چې ځیني معتدل طالبان له زده‌کړو سره مخالفت نه لري؛ خو مشري یې د سخت‌ دریځو له‌خوا کېږي او له بل اړخه د نړۍوالو امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه ده، چې د دغه بندیز د لرې کولو په بدل کې امتیاز واخلي.»

100%