• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او طالبان د سوداګرۍ، امنیت او د افغان کډوالو د ستونزو پر حل هوکړې ته رسېدلي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۷ GMT+۰

پاکستان او افغانستان د شنبې په ورځ ژمنه وکړه، چې د سوداګرۍ، امنیت او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په ګډون د روانو دوه اړخیزو ننګونو د حل لپاره به خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې دوامداره کړي.

دغه هوکړه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په کابل کې د ليدنې پر مهال کړې.

محمد صادق دا مهال د افغانستان په درې ورځیني سفر تللی، چې موخه یې د امنیتي اندېښنو له امله د ترینګلو اړیکو وروسته د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا رغول دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لورو د ګډو غونډو پر جوړېدو او د شته ستونزو د هواري لپاره د پلاوي پر تبادلې ټینګار کړی.

له امیر خان متقي سره له لیدنې وروسته، صادق په خپل اېکس ولیکل: «د دواړو هېوادنو مشرانو د دوه اړخېزو اړیکو د پېاوړتیا لپاره د لوړې کچې ډېپلوماټانو ناستې او ډیالوک ته وده ورکولو په تړاو هوکړه کړې.»

هغه له طالبانو سره د دوامداره او دوه اړخیزو ګټورو اړیکو لپاره د پاکستان ژمنې یو ځل بیا تایید کړې.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خبر کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو او ټرانزیت په اړه خبرې شوي.

په سوداګریزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ د تورخم بندر له ۲۷ ورځیني تړل کېدو وروسته بیا پرانیستل دي.

دغه لاره د فېبرورۍ په ۲۱ مه د ساختماني چارو پر سر د شخړې له امله تړل شوې وه او د جرګې په منځګړیتوب د خبرو اترو وروسته بېرته پرانستل شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي ټینګار وکړ:« د ټرانزیټي لارو او سوداګرۍ په وړاندې خنډونه د دواړو خواوو په ګټه نه دي او باید له نورو شخړو سره ونه تړل شي."

په ځواب کې د پاکستان ځانګړي استازي صادق ډاډ ورکړ، چې پاکستان به د دغو اندېښنو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

بله مهمه موضوع په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت دی.

اټکلونه ښيي، چې له ۳.۱ میلیونو څخه زیات افغانان په پاکستان کې اوسېږي او د پاکستان حکومت د افغانستان د تابعیت کارت لرونکو او غیرقانوني اوسېدونکو لپاره د مارچ تر ۳۱ مې نېټې وخت ټاکلی، څو په خپله خوښه له دې هېواده ووځي، چې وروسته به د کورنیو چارو وزارت د رسمي خبرداري سره سم په ډله ییزه توګه و اېستل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته باید اجازه ورکړل شي، څو په زوره د شړلو پر ځای په تدریجي او عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.»

په ځواب کې محمد صادق ډاډ ورکړی، چې د افغانانو لپاره به د ویزو په ورکولو او د سفر ترتیباتو کې اسانتیاوې برابروي.

هغه د طالبانو ادارې ته هم ډاډ ورکړ، چې پاکستان د افغانستان امنیت د سیمې د ثبات لپاره اړین ګڼي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

اوکراین او د امریکا استازو په سعودي عربستان کې خبرې پیل کړې

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۰
اوکراین او د امریکا استازو په سعودي عربستان کې خبرې پیل کړې
100%

د اوکراین او امریکا چارواکو د یکشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې خبرې اترې پیل کړې، چې موخه یې د انرژۍ اسانتیاوو او مهمو زیربناوو خوندي کول دي. دا خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د اوکراین د درې کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده.

د دغو خبرو په درشل کې، د امریکا ځانګړي استازي سټیو وټکوف د جګړې د پای ته رسېدو په اړه هیله‌مندي وښوده او ویې ویل، «زه باور لرم چې ولادیمیر پوتین سولې ته لېواله دی».

وټکوف وویل چې تمه ده د دوشنبې په ورځ، چې د امریکا او روسیې پلاوي سره وګوري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند په اړه پرمختګ وشي.

هغه زیاته کړه، « موږ فکر کوو چې دا به مو په طبیعي توګه د بشپړ اوربند پر لور بوځي».

د رویټرز د رپوټ له مخې، د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف وویل، « موږ د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ هڅه کوو چې عادلانه سولې ته نږدې شو او امنیت پیاوړی کړو».

تېره اونۍ پوتین د ټرمپ وړاندیز ومانه چې دواړه هېوادونه دې د ۳۰ ورځو لپاره د یو بل د انرژۍ پر تأسیساتو بریدونه نه کوي، خو دا محدود اوربند ډېر ژر تر پوښتنې لاندې راغی، ځکه دواړو خواوو د بریدونو د دوام راپورونه ورکړل.

اوکرایني چارواکو وویل چې د کییف پر ښار د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو د پراخ برید له امله لږ تر لږه ۳کسان وژل شوي، چې پکې یو ۵کلن ماشوم هم دی.

په ورته وخت کې، روسي چارواکو وویل چې د دوی دفاعي سیسټم ۵۹ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې، خو د روسیې د روستوف په سیمه کې یې د یو کس د مرګ خبر ورکړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، چې امریکا هڅه کوي د باور جوړونې تدابیر عملي کړي، چې د اوربند هوکړې ته لار هواره کړي.

نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې چې امریکا ممکن له اروپا لاس واخلي او له روسیې سره د سولې معامله وکړي، خو امریکايي چارواکي وايي چې دا خبرې به د اوکراین سرحدي کرښې، نظارت میکانېزمونو او د تلپاتې سولې پر جوړښت متمرکزې وي.

د ملالې بنسټ افغان نجونو ته: د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه‌ یواځې بې‌عدالتي بلکې جنایت دی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۰
د ملالې بنسټ افغان نجونو ته: د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه‌ یواځې بې‌عدالتي بلکې جنایت دی
100%

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د افغانستان د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت افغان نجونو ته په یوه لیک کې ویلي، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه یوازې بې‌عدالتي، بلکې یو جنایت دی.

ملالې ویلي، « فغان نجونې باید نن د ښوونځي په ټولګي کې ناستې وای، کتابونه یې پرانیستي وای او د خپل راتلونکي د جوړولو فرصت یې درلودای».

د ملالې بنسټ د یکشنبې په ورځ د وري پر۳مه د نوي ښوونیز کال د پیل په تړاو له شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز ته په غبرګون کې ویلي، « تاسې باید نن د ښوونځي میزونو ته ناستې وای، کتابونه مو پرانېستي وای او د هغه راتلونکي په اړه مو فکر کولای چې زده‌کړې یې درته راوړي».

په لیک کې راغلي چې افغان نجونې هر سهار له داسې نړۍ سره مخ کېږي چې د دوی راتلونکی یې ترې تروړلی.

ملالې یوسفزۍ ویلي چې طالبانو د څلورم کال لپاره د افغان نجونو د زده‌کړو حق غصب کړی دی.

هغې ټینګار کړی، « دا یوازې ژوره بې‌عدالتي نه ده، بلکې یو جنایت دی، داسې جنایت چې زه یې هېڅکله نه‌منم».

د ملالې بنسټ وايي چې د نړۍ له بېلابېلو برخو نجونو افغان نجونو ته د ملاتړ پیغامونه استولي او هغوی ته یې ویلي، « تاسې د جګړې یا طبیعي ناورین له امله له زده‌کړو نه‌ یئ محرومې شوې، بلکې یوازې د دې لپاره چې نجونې یئ، ښوونځي ته د تګ حق درڅخه اخیستل شوی».

په پیغام کې ویل شوي چې طالبان نه یوازې له زده‌کړو د نجونو بې برخې کول غواړي، بلکې د ټولنې له ټولو برخو یې ایستلې دي.

د ملالې بنسټ په خپل پیغام کې لیکلي، « هغه نړۍ چې د جنسیتي اپارتاید اجازه ورکوي، له ځان سره خیانت کوي».

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پوهنې وزارت په څلورم ځل د زده‌کړو کال د نجونو له ګډون پرته پیل کړ. طالبانوله شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځې د زده‌کړو له هر ډول فرصت څخه منع کړې دي.

د طالبانو دا بندیزونه د نړیوالو سازمانونو او ډېری هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي خو طالبان پر نجونو د زده‌کړو بندیز «داخلي موضوع» ګڼي.

د پاکستان پوځ وايي پر ډیورنډ کرښه یې ۱۶ جنګیالي وژلي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۸ GMT+۰
د پاکستان پوځ وايي پر ډیورنډ کرښه یې ۱۶ جنګیالي وژلي
100%

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونو ۱۶جنګیالي، چې غوښتل‌یې له ډیورنډ کرښې پورې غاړې وزیرستان ته واوړي، وژلي دي.

د پاکستان پوځ وايي، دغه نښته د مارچ ۲۲مې او۲۳مې ترمنځ د شپې داسې مهال شوې، چې ځواکونو یې د شمالي وزیرستان په غلام خان کې د یو شمېر وسله والو تحرک ولید، چې پر ډیورنډ کرښه د تېرېدو هڅه یې کوله.

د پاکستان د پوځ د اړیکو څانګه وايي، ځواکونو یې پر وخت غبرګون وښود او له سختې جګړې وروسته یې ټول ۱۶جنګیالي ووژل.

پاکستاني طالبانو او پر کابل واکمنو افغان طالبانو تر اوسه ددې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان پوځ د طالبانو له حکومت نه غوښتنه کړې، چې وسله والو ته اجازه ور نه کړي، چې ددوی خلاف افغان خاوره وکاروي.

ټي ټي پي په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو خلاف د الخندق په نامه سره عملیات پیل کړي او په قبایلي سیمو کې یې فعالیتونه چټک شوي دي.

د حقاني نوم لاهم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اف بي ای له تور نوملړه نه دی لرې شوی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۱ GMT+۰
د حقاني نوم لاهم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اف بي ای له تور نوملړه نه دی لرې شوی
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نوم لاهم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اف بي ای د بندیزونو نوم نوملړ کې شته دی. تېره ورځ طالبانو اعلان وکړ، چې د حقاني نوم له نوملړه لرې شوی، خو واشنګټن په دې اړه په رسمي ډول لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د عدالت لپاره انعام ادارې، چې د مطلوبو کسانو اړوند معلومات خپروي، تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د هغه د ورور عزیزالدین حقاني او ددې ډلې د یوه بل غړي یحیی حقاني نومونه له خپلې وېبپاڼې لرې کړل.

تېره ورځ سراج الدین حقاني ته نږدې سرچینو وویل، چې د نوموړي پر سر اېښودل شوې جایزه لغو شوې، خو د طالبانو له اعلان نه ۲۴ ساعته اوړي، مګر لا هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت او اف بي اي په ویبپاڼو کې د نوموړو نومونه ترسترګو کیږي.

100%

د امریکا حکومت د افغان جمهوریت پر مهال د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د نیولو پر سر لس میلیون ډالري جایزه اېښې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته وویل، چې پر سراج الدین حقاني سربېره د هغه ورور عزیزالدین حقاني او ترورزی یحیی حقاني هم چې د حقاني شبکې مهم غړي دي، د متحده ایالتونو د بندیزونو له نوملړه لرې شوې دي.

عزیزالدین حقاني د خپل ورور بدرالدین حقاني له وژل کېدو وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې مسوولیت پرغاړه درلود، چې د متحده ایالتونو پر ځواکونو او افغان دولت د بریدونو مسوول ګڼل کیږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی څه موده وړاندې کندهار ته د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده احضار کړی و او له هغه وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې له مشرۍ لرې شوی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو په روزنه کې د پردې ترشا رول لوبوي.

د امریکا له تور نوملړه د حقاني شبکې ددریو جګپوړو غړو د نومونو لرې کېدو په تړاو رپوټونه کابل ته د واشنکټن د جګپوړي پلاوي او یوه امریکايي زنداني ګلزمن له خلاصون سره هممهاله دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې دا د امریکا او طالبانو په اړیکو کې مهم پرمختګ بولي.

د بښنې نړیوال سازمان: ماهرنګ بلوچ او نور لاریون کوونکي دې خوشي شي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۰
د بښنې نړیوال سازمان: ماهرنګ بلوچ او نور لاریون کوونکي دې خوشي شي
100%

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ او د هغې د ملګرو نیول غیر قانوني بللي او غوښتنه یې کړې، چې باید ژر ترژره خوشي شي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلې اسیا څانګېد یکشنبې په ورځ وویل، چې د ۳۸ ساعتونو په تېریدو سره لا هم د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشره ماهرنګ بلوڅ په غیر قانوني توقیف کې ده.

دغه سازمان ویلي، چې ماهرنګ بلوڅ ته له وکیلانو او کورنۍ غړو سره د لیدنې اجازه نه ورکول کیږي.

د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې ماهرنګ بلوڅ او ټول هغه کسان خوشي کړي، چې د شنبې په ورځ سهار وختي د سوله ییز لاریون پرمهال نیول شوي دي.

یاد سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بلوڅ فعالانو پرضد د بې اساسه قضیو د ثبتولو او د هغوی د توقیف له اوږدولو ډډه وکړي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ سهار وختي د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅانو د حقونو لپاره پر اعتراضیه ناستې برید وکړ او د ماهرنګ بلوڅ په ګډون یې څو تنه ونیول.

پر همدغه مهال د بلوڅانو د یووالي غورځنګ ویلي، چې د بلوچستان پولیسو د لاریون د مخنیوي په موخه پر لاریون والو ډزې هم کړې او د پولیسو په ډزو کې درې تنه لاریون کوونکي وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د بلوچستان ایالتي حکومت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅانو یووالي غورځنګ مشران یې د بې قانونه فعالیتونو د هڅونې په تور نیولي.