• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اغزن تار په پرېکولو سره ۵۳ ماشومان چې پاکستان ته اوښتي و، افغان طالبانو ته وسپارل شول

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۰

هغه ۵۳ افغان ماشومان چې د اغزن تار په پرېکولو سره پاکستان ته د کار په لټه اوښتي و، افغان طالبانو ته سپارل شوي دي.

یاد شمېر ماشومان د دواړو غاړو د قبیلو د جرګې او د ځایي امنیتي ځواکونو په مرسته د تورخم له لارې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري راپور ورکوي، چې دا ماشومان د پاکستاني سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي وو او وروسته د دواړو هېوادونو د سرحدي چارواکو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته افغان لوري ته وسپارل شول.
په راپور کې همداراز راغلي، چې دا ماشومان زیاتره له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د کار موندلو لپاره اړ شوي، چې په غیر قانوني توګه له سرحده تېر شي.
طالبانو ویلي، چې د دې ماشومانو د کورنیو سره به مرسته کوي او د دوی د بیا یو ځای کېدو لپاره به لازم اقدامات وکړي.
خراسان دایري د ځایي چارواکو له قوله لیکلي، د هغو ماشومانو چې هره ورځ د وسایطو لاندې یا د اغزن تار له لارې په غیرقانوني توګه پاکستان ته اوړي، شمېر یې په زیاتېدو دی او اټکل کېږي چې په اوسط ډول شاوخوا ۷۰۰ ماشومان دا کار هره ورځ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي و، چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان درانه کارونه کوي.
په افغانستان کې د وزګارتیا له زیاتېدل د دې لامل شوی، چې په سلګونو زره افغان ماشومان خپلو کورنیو ته د روزي ګټلو لپاره سخت او درانه کارونه وکړي.

ډېر لیدل شوي

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري
۱

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۲

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

سرچینې: د کابل په تره‌خېل کې ۲ وروڼه د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شول