په تورخم کې د مسافرو شکایت: پاکستاني پولس افغان مسافر ځوروي او په ښکاره ترې بډې اخلي

ولوله کوچۍ

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریاله

په تورخم کې افغان مسافر شکایت کوي، چې پاکستاني پولیس له مسافرو په ښکاره توګه بډې اخلي او دوی تنګوي. که څه هم د تورخم دروازه له یوې میاشتې ځنډ وروسته تېره ورځ د مسافرو لپاره پرانیستل شوه؛ خو په دغه لار تلونکي مسافر وایي، چې تېره ورځ پولیسو ډېر تنګ کړي دي.