• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: د پاکستان حکومت د پښتنو په سیمو کې د روان ستم پر وړاندې چوپه خوله دی

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۳۲ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي‌ټي‌اېم مشر منظور احمد پښتین وایي، چې د پښتنو په سیمو کې هره ورځ ظلم او ستم روان دی، خو د پاکستان ایالتي او مرکزي حکومتونه یې پر وړاندې چپه خوله دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د وري ۴مه) دا څرګندونې د اېکس‌پاڼې له لارې د خېبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د دغه غورځنګ د زکات کمېټې مشر نیازاحمد خان پر دوو ورېرونو د برید په غبرګون کې کړې دي.

هغه لیکلي دي: «هره ورځ د پښتنو په سیمو کې د ظلم او جبر پېښې رامنځته کېږي، خو د افسوس ځای دا دی چې نه د ایالتي حکومت او نه هم د مرکزي حکومت له‌خوا کوم غبرګون ښودل کېږي.»

پښتین له ولسه غوښتي، چې ناهیلی کېږي دې نه او ټینګار یې کړی چې د پاکستاني حکومت د ظالمانه سیاستونو پر وړاندې د یوه اغېزمن او منظم ولسي پاڅون د پیلېدو لپاره له سیمه‌ییزو او نورو مظلومو قومي مشرانو سره اړیکې نیول شوي دي.

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر زیاتوي: «په سیمه‌ییزه کچه جلسې او مظاهرې ښایي د دې بې‌شرمه واکمنانو پر ضد دومره اغېزمنې نه وي، نو ځکه موږ د بېلابېلو سیمو له مشرانو او محکومو قومونو رهبرانو سره په اړیکه کې یو، تر څو یو لوی ولسي خوځښت ته چمتووالی ونیسو او یو قوي او اغېزناک ولسي مقاومت پیل کړو.»

‏نوموړي همداراز دې پېښې ته په اشارې ویلي، چې په دې وضعیت کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او ګڼ شمېر فعالان سیمې ته رسېدلي او د دې پېښې پر وړاندې یې خپل غږ پورته کړی دی.

‏ منظوراحمد پښتین دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې نن پاکستاني پوځ د خېبرپښتونخوا په بنو کې د دغه غورځنګ د زکات کمېټې مشر پر دوو ورېرونو ډزې کړي، چې په ترڅ کې یې یو وژل شوی او بل ټپي دی.

د یادونې ده، چې خېبرپښتونخوا په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او وسله‌والو ډلو ترمنځ د شدیدې ناامنۍ شاهده ده، چې هلته د مېشتو پښتنو فعالانو سختې اندېښنې یې راپارولي دي.

ډېر لیدل شوي

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي
۱

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

۲

شاه محمود میاخېل: د «طالبانو دوام او پر ضد یې جګړه» دواړه افغانستان بې‌ثباتۍ ته بیايي

۳

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۴
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د افغان نجونو د زده‌کړو بندیز ۱٬۸۵۰ ورځې؛ د طالبانو د ژمنو او عمل ترمنځ واټن

۵

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي