• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سي‌بي‌اېس: امریکا د ځینو کسانو د ګرین‌کارټ غوښتنلیکونو د ورکړې بهیر ځنډولی

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۰

د امریکا سي‌بي‌اېس خبري شبکې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ دولت پر شرایطو د برابرو پناه‌غوښتونکو په ګډون د ځینو کسانو د ګرین‌کارټ غوښتنلیکونو د ورکړې بهیر ځنډولی دی.

نوموړې شبکې د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۵مه) لیکلي، چې دا پرېکړه په خاموشه توګه او د کډوالو د قضیو د کره ارزونې په موخه شوې ده.

که څه هم په راپور کې دا څرګنده نه ده، چې د کومو هېوادونو د وګړو غوښتنلیکونه ځنډول شوي، خو دا پرېکړه کولای شي د یو شمېر هغو افغان کډوالو وضعیت چې له ۲۰۲۱ کال وروسته متحده‌ایالاتو ته تللي او په دغه هېواد کې دایمي استوګنې ته په تمه دي، اغېزمن کړي.

باخبره سرچینو سي‌بي‌اېس شبکې ته ویلي، د متحده‌ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو چارواکو دغې ادارې ته امر کړی، چې د هغو پناه‌غوښتونکو د دایمي استوګنې د غوښتنلیکونو د ورکړې بهیر په لنډمهالي ډول ودروي، چې د پناه‌غوښتنې یې منل شوې دي.

سي‌بي‌اېس لیکلي، چې پناه‌غوښتونکي د امنیتي ارزونې اوږد بهیر، روغتیايي معایناتو او مرکو بهیر وروسته چې په معمول ډول میاشتې او ان کلونه وخت نیسي، متحده‌ایالاتو ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کړي.

اوس بایدیو ځل بیا دا پناه‌غوښتونکي ثابته کړي، چې دوی د سیاسي، نژادي یا مذهبي دلایلو له مخې د ځورونې په خطر کې دي او همداراز د دغه هېواد لپاره امنیتي ګواښ نه ګڼل کېږي.

ورته مهال، د امریکا د کورنیو امنیت وزارت د سي‌بي‌اېس خبري شبکې راپور تایید کړی او ویلي یې دي، چې د ګرین‌کارټ غوښتنلیکونو د ورکړې بهیر د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکم د پلي‌کېدو لپاره اړین دی.

دغه وزارت زیاته کړې: «د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د [پناه غوښتونکو] د وضعیت د ارزونې لپاره ځیني غوښتنلیکونه په لنډمهالي ډول ځنډولي ترڅو ملي عامه امنیت ته ګواښونه وپېژندل شي.»

تر دې مخکې ټرمپ فدرالي ادارو ته امرکړی و چې «تر ډېر ممکن حده ټول بهرنیان چې د متحده‌ایالاتو ته د ننوتلو یا اقامت اراده لري، تر پلټنې او ارزونې لاندې ونیول شي.»

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دولت پرېکړه کړې وه چې د اپرېل له ۲۴مې وروسته په متحده ایالاتو کې د کیوبا، هایټي، نیکاراګوا او د وینزویلا د وګړو په ګډون د ۵۳۰ زره کسانو د لنډمهالې استوګنې قانوني اسناد لغوه کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

روسیې او اوکراین په تور سمندر کې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د بندولو هوکړه وکړه

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۴۰ GMT+۰

متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ له اوکراین او روسیې سره موافقه وکړه، چې د تور سمندر په سیمه کې د دواړو هېوادونو بېړۍ کولی شي خوندي تګ راتګ وکړي او دواړه هېوادونو باید د یو بل د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه و نه کړي.

که دا موافقه عملي شي، نو دا به د اوربند د پراخېدو تر ټولو روښانه پرمختګ وي، چې واشنګټن یې د سولې خبرو ته د رسېدو د پله په توګه ګوري، ترڅو د روسیې درې کلنه جګړه په اوکراین کې پای ته ورسوي.

دواړو هېوادونو ویلي، چې دوی به د تړونونو د عملي کولو لپاره پر امریکا باور وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په کییف کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: "که چېرې روسیه له دې څخه سرغړونه وکړي، نو زه له ولسمشر ټرمپ څخه مستقیمه پوښتنه لرم. که دوی سرغړونه وکړي، دلته شواهد دي - موږ د بندیزونو غوښتنه کوو، موږ د وسلو غوښتنه کوو، او داسې نور."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: «موږ ته به روښانه ضمانتونه پکار وي او له کییف سره د تېرو توافقاتو د بدې تجربې له مخې، دغه ضمانتونه یوازې د واشنګټن له لوري زېلېنسکي او د هغه ټیم ته د مستقیم امر نتیجه کېدلی شي.»

دغه تړونونه چې په سعودي عربستان کې ترلاسه شوي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوښت پایله ده.

له مسکو سره د موافقې له مخې واشنګټن ژمنه کړې، چې د روسیې د کرنیزو محصولاتو او کیمیاوي سرې د صادراتو بازار ته د بېرته لاسرسي لپاره مرسته وکړي.

کریملین ویلي، چې دا به د ځینو بندیزونو د لرې کولو اړتیا ولري.

دغه خبرې وروسته له هغې وشوې، چې تېره اونۍ ټرمپ له دواړو ولسمشرانو زېلېنسکي او پوتین سره جلا ټلیفوني خبرې وکړې.

پوتین د ټرمپ هغه وړاندیز رد کړ، چې د ۳۰ورځو لپاره بشپړ اوربند رامنځته شي، کوم چې اوکراین تر دې وړاندې تایید کړی و.

روسیې د اوکراین د برېښنا شبکې پر ضد د توغندیو او ډرون بریدونه کړي.

په وروستیو کې اوکراین د روسیې د تېلو او ګازو پر تاسیساتو اوږده واټن ویشتونکي بریدونه کړي او وايي، چې دا تاسیسات روسي ځواکونو ته سون توکي برابروي او د جګړې تمویل سره مرسته کوي.

د جګړې په لومړیو کې روسیې پر اوکراین یو نااعلانه سمندري بندیز ولګاوه، چې د نړۍ د غنمو د سترو صادروونکو هېوادونو له جملې څخه دی او د نړۍوال خوراکي بحران د خرابېدو وېره یې رامنځته کړه.

په ۲۰۲۲ کال کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب، د تور سمندر د غلو دانو تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې د جګړې باوجود اوکراین ته اجازه ورکړل شوه، چې خپله غله صادره کړي.

خو روسیه له دغه تړون څخه په ۲۰۲۳ کال کې ووتله او ادعا یې وکړه، چې د دوی د خوراکي توکو او سرې صادرات له خنډ سره مخ دي.

خو د ۲۰۲۳راهیسې سمندري جګړې د جګړې یوه کوچنۍ برخه وه، ځکه چې روسیې خپل سمندري ځواکونه د تور سمندر له ختیځې برخې څخه وروسته له هغه واېستل، چې اوکراین پرې څو بریالي بریدونه وکړل.

دا موافقه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې پرون (دوشنبه) امریکایي او روسیي چارواکي په سعودي عربستان کې خبرې پیل کړې وې چې امریکا د هڅه کوله چې د تور سمندر لپاره د یوه جلا سمندري اوربند هوکړه تر لاسه کړي.

رویټرز ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین درې کلنې جګړې له پای ته رسولو سره لېوالتیا زیاته کړې ده.

ډونالډ ټرمپ وايي، د اوکراین د معدني سرچینو په اړه تړون به ډېر ژر لاسلیک شي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۳۵ GMT+۰

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې ډېر ژر به د امریکا او اوکراین ترمنځ د اوکراین د حیاتي معدنی سرچینو د عوایدو د شریکولو په برخه کې یو تړون لاسلیک شي.

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د خپلې کابینې له غړو سره په کتنه کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات له اوکراین سره د دې احتمال په اړه خبرې اترې کوي، چې د دې هېواد د برېښنا د تولید د فابریکو مالکیت امریکايي شرکتونه جوړ کړي.

یو امریکايي پلاوي د یکشنبې په ورځ له اوکرایني چارواکو سره وکتل او د دوشنبې په ورځ یې پلاوی د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې له روسي چارواکو سره خبرې کوي.

دا خبرې تر ډېره په تور سمندرګي کې پر اوربند متمرکزې وې، خو ډونالډ ټرمپ وايي، د اوکراین پر ضد د روسیې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې نورې مسلې هم راپورته شوې دي.

ولسمشر ټرمپ وویل: «اوس موږ د پولو او بېلتون د کرښو د ټاکلو او همدارنګه د برېښنا د بندونو د واک او مالکیت په اړه خبرې کوو. ځینې په دې باور دي چې امریکا باید د برېښنا د بندونو مالکیت ولري... ځکه چې موږ لازم تخصص لرو.»

د ریاض خبرې اترې د اوکراین په جګړه کې د اوربند د رامنځته کولو لپاره د متحده ایالاتو په هڅو کې یو مهم بدلون بلل کیږي.

د امریکا پخوانۍ خبرې د روسیې او اوکراین له هر یوه پلاوي سره یوه یا څو ورځې جلا وې، خو دا ځل په یوه ځای کې د هر چا شتون کولای شي کارونه چټک کړي.

پښتونخوا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امن کمېټې څلور غړي وژل شوي دي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۲۳ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پښتونخوا کې د امن کمېټې څلور غړي وژل شوي. خراسان ډایري لیکلي، د ټانک ولسوالۍ په ګل امام سیمه کې وسله والو د هدایت الله په نوم د امن کمېټې د یوه غړي کور ته ورغلي او یاد کس یې په ډزو وژلی دی.

خراسان ډایري زیاتوي چې د کوهاټ ولسوالۍ په ادم خېلو دره کې په دوه جلا پېښو کې د امن کمېټې دوه نور غړي، صمد او حسن هم د وسله والو کسانو له‌خوا وژل شوي دي.

بلخوا بیا د سوات پولیسو مشال راډیو ته ویلي چې د کبل سیمې د امن کمیټې پخوانی غړی سکندر بېګاه شپه د نامعلومو وسله والو له‌خوا وژل شوې دی.

د پولیسو قوماندان امجد علي وایي، چې د امن کمیټې د غړو وژل کېدل د سیمې ثبات او امنیت ته زیان لري.

وايي، د وژل شوي کس له چا سره شخصي دښمني نه وه، او دوی د دغې پېښې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې په پښتونخوا کې د وسله والو فعالیتونه د تېر په پرتله ډېر شوي او وخت ناوخت ترې د نا امنیو خبرونه ترلاسه کیږي.

پاکستاني چارواکي د دغو ناامنیو پړه پر افغان طالبانو وراچوي او ادعا کوي، چې ترهګرې ډلې له پولې پورې غاړه خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.

خو طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

د امریکا د کانګرس دوو غړو د پاکستان پوځ پر مشر عاصم منیر د بندیز لګولو مسوده وړاندې کړې

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۱ GMT+۰
•
خبرخونه

د امریکا د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو دوو استازو، جو ولسن او جیمي پنټا د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز عاصم منیر د بندیزونو لګولو لایحه کانګرس ته وړاندې کړې ده.

کانګرس ته په وړاندیز شوې لایحه کې پر جنرال عاصم منیر د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بندي کولو په ګډون د سیاسي مخالفینو د ځپلو تور پورې شوی دی.

دغه مسوده چې امریکایي رسنۍ هیل یې کاپي لیدلې د «پاکستان د ډیموکراسۍ مسوده» نومېږي او غواړي چې په راتلونکو ۱۸۰ ورځو کې د پاکستان د پوځ پر مشر بندېزونه ولګوي.

د دغې مسودې په تصویب سره به عاصم منیر امریکا ته له ننوتلو منعه شي، او دی به د امریکا د ویزې ترلاسه کولو امتیاز له لاسه ورکړي.

دغه مسوده، چې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د استازو له‌خوا وړاندیز شوې، د پاکستان د پوځ مشر تورنوي چې «په قصدي ډول د سیاسي مخالفینو په ځپلو او په غیر قانوني بندی کولوکې برخه اخلي.»

په دغه قانون کې د نورو پاکستاني چارواکو د پېژندلو او په دغو کړنو کې د لاس لرلو او پر هغوی د ورته احتمالي بندیزونو د لګولو غوښتنه هم شوې ده.

په مسوده کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیول "نا انصافي" بلل شوي او د هغه د ژر تر ژره د خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.

جمهوري غوښتونکي جو ویلسن، هیل امریکایي رسنۍ ته ویلي، چې ښاغلی خان پرته له شکه یوه سیاسي بندي دي او زیاته کړې یې ده، چې په یوه لیک کې یې له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې د پاکستان پر پوځي مشرانو د ویزو پر بندولو فشار راوړي، چې په دغه هېواد کې ډیموکراسي بیا له سره پلې کړي او عمران خان خوشې کړي.

پاکستاني ځواکونو د بشري حقونه فعاله او د بلوڅو یووالي غورځنګ مخکښه غړې سمي‌دین بلوڅ نیولې

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۴ GMT+۰

د ماهرنګ بلوڅ او عمران بلوڅ تر نیول کېدو وروسته، تېره ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو په کراچۍ ښار کې د بشري حقونو فعاله او د بلوڅو یوالي غورځنګ د مشرتابه کمېټې غړې سمي‌دین بلوڅ او همداشان لاله وهاب بلوڅ نیولې دي.

بلوڅ ځایي رسنۍ بلوچستان پوسټ، پر ایکس خواله رسنۍ لیکي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د دغو دوو مېرمنو په ګډون د یاد غورځنګ څو نور غړي له ورسره کړي تاوتریخوالي وروسته نامعلوم ځای ته وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې بلوچستان کې د بلوڅانو له بې قانونه نیولو او بندي کولو لاس واخلي.

دغه سازمان د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ او د هغې د ملګرو نیول غیرقانوني بللي او غوښتنه یې کړې، چې باید ژر ترژره خوشې شي.

د یادولو وړ ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه غورځنګ مشره ډاکټره ماهرنګ بلوڅ او د هغې یو شمېر ملګري نیولي وو.

ډاکټر ماهرنګ بلوڅ تر خپل نیول کېدو شپږ ساعته وړاندې پر اېکس پاڼه د یوه دولس کلن هلک نهمت بلوڅ انځور خپور کړی و او ادعا یې کړې وه، چې پاکستاني پولیسو د دوی پر اعتراضیه ناستې د برید‌ پر مهال نوموړی په ډزو وژلی دی.

د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅو د یووالي غورځنګ د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد له دې امله سوله‌ییز لاریونونه کوي، چې ګوندې د دوی زرګونه ځوانان یې لادرکه کړي دي.

د بلوڅو د حقونو دغه مبارزه او د هغې ملګري نیوکه کوي، چې پاکستان پوځ د «بلوڅانو نسل وژنه» پیل کړې ده.

تر دې دمخه هم د بلوڅو یووالي غورځنګ بېلابېل لاریونونه او ناستې د‌ پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ګډوډې شوې دي.

د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ دغه غورځنګ څو ځله په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د پاکستان پوځ او حکومت خلاف لاریونونه کړي او پرې یې غږ کړی، چې له بلوڅو سره دې خپل توپیري چلند نور ودروي.