• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډېپلومات مجله: د طالبانو او ازبکستان اړیکې به په ۲۰۲۵ کې لوړې کچې ته ورسېږي

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۰

ډېپلومات مجله په یوه مطلب کې وايي چې ازبکستان له طالبانو سره په اړیکو کې له امنیتي محوره سیاست څخه د عملي او اقتصاد محوره سیاست پر لور روان دی.

د دغه مطلب لیکوالان وايي، تاشکند د قوش‌تپه پروژې د پلي‌کېدو ملاتړ کوي، خو دا ملاتړ به د نړۍوالو معیارونو د رعایتولو، د اټکلي چاپېریالي ګواښونو د کمښت ډاډمنولو او د ټولو اړوندو اړخونو لپاره د اوږدمهاله ګټو د تضمینولو په شرط وي.

د مطلب لیکوالانو د قوش‌تپې کانال پروژه د دوه‌اړخیزې همکارۍ لپاره یو احتمالي ټکی بللی او ویلي یې دي چې د دغه کانال اوبه به د پولې دواړو غاړو ته مېشت ازبکان تغذیه کړي.

د تاشکند د نړۍوالو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې د افغانستان او سوېلي اسیا د مطالعاتو مرکز مشر حمزه بولتایف او د دغه مرکز لوړپوړي څېړونکي اسلام‌خان غفاروف د «افغانستان په شمال کې د ازبکستان د تحول ستراتېژي» تر سرلیک لاندې مطلب کې له طالبانو سره د تاشکند له امنیتي محوره سیاست څخه عملي او اقتصادي محوره سیاست ته، بحث کړی دی.

د ډېپلومات مجلې مطلب چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، لیکوالانو یې ویلي چې تمه کېږي له طالبانو سره د ازبکستان اړیکې به په ۲۰۲۵ کال کې لوړې کچې ته ورسېږي.

دوی ویلي، تېرکال طالبانو او ازبکستاني چارواکو اعلان وکړ چې دوی غواړي خپل دوه اړخیز سوداګریزې راکړې‌ورکړې تر ۳ مېلیارده ډالرو پورې لوړې کړي او په وینا یې، په مزار شریف کې د ۲۲۰ مربع متره په مساحت د ازبکستان سوداګریز مرکز جوېدل، د ټرانس-افغان ټرانسپورټي دهلیز د پلي‌کېدو له هڅې سره یوځای، ښايي د دواړو خواوو ترمنځ عملي دوه‌اړخیزه همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

د دغه مطلب لیکوالانو حمزه بولتایف او غفاروف په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې ازبکستان د خپلو ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان پر وړاندې فعال بهرنی سیاست تعقیب کړی دی.

ډېپلومات مجله وړاندې وايي چې د افغانستان په تړاو د تاشکند بهرنی سیاست په عمومي ډول پر شمالي ولایتونو متمرکز دی او په وینا یې، له تاریخي پلوه، دواړه خواوې د امو سیند پر غاړه له قومي، تاریخي او کلتوري نظره ژورې اړیکې لري.

د افغانستان بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپُل، تخار او کندوز ازبک مېشت ولایتونه، له اوږدې مودې راهیسې له ماوراءالنهر تمدن سره تړاو لري.

ډېپلومات مجلې په پای کې لیکلي چې ازبکستان د افغانستان خاوره د منځنۍ اسیا د پراخې سیمې د یوې لویې برخې په توګه په رسمیت پېژندلې ده.

د یادونې ده چې ازبکستان د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه‌پېژنې، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې دواړه خواوې پراخې اقتصادي اړیکې پالي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

ډان: طالبان خپله خاوره کې د وسله والو حضور نه‌مني، خو دغه وسله‌وال په افغانستان کې دي

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې تازه په خپلې یوې سرمقاله کې د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو ترینګلتیاوو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله والو حضور نه‌مني، خو واقعیت دا دی چې دغه وسله‌وال په افغانستان کې دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، اسلام‌اباد په کابل کې یو «دوښمن رژیم» نه‌شي زغملای.

نوموړې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په وچه کې د افغانستان موقعیت او سوداګريز ټرانزیټ ته په اشارې ټینګار کړی، چې پاکستاني چارواکي باید په سوداګریزو اړیکو کې همکاري د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې په مبارزه کې د طالبانو همکارۍ پورې محدوده کړي.

ډان تېره اوونۍ کابل ته د پاکستاني استازي محمد صادق سفر ته په اشارې د اړیکو په ښه‌والي کې لوی خنډ، په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلون‌غوښتونکو په ګډون د پاکستان ضد وسله‌والو پر وړاندې د طالبانو نه‌اقدام بللی دی.

یادې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې زیاته کړې: «د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو د فعالیتونو سربېره، سرحدي شخړو هم د دواړو خواوو اړیکې سختې ترینګلې کړې چې له امله یې د تورخم دروازه نږدې یوه میاشت تړل شوې وه.»

د دغې ورځپاڼې د مقالې پر بنسټ، امنیت د پاکستان لپاره لومړیتوب دی په‌ داسې حال کې چې سوداګري د طالبانو لپاره خورا حیاتي ده.

ډان ورځپاڼې ټینګار کړی چې اسلام‌اباد باید په راتلونکو مذاکراتو کې پر طالبانو فشار راوړي، څو د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله‌والو حضور د دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله‌والو د حضور په تړاو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ظاهراً په دې وروستیو کې د اسلام‌اباد او طالبانو تر منځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې پیکه شوې دي.

د یادونې ده، چې طالبانو تل په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌والو حضور رد کړی او د دغه هېواد وروستي کړکېچونه یې د اسلام‌اباد خپل مسوولیت بللی دی.

جان ساپکو: د امریکا اوسنۍ اداره طالبانو ته د مرستې ورکولو زغم نه‌لري

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۲۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د متحده‌ایالاتو د ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار پخوانی مشر جان ساپکو له افغانستان انټرنشنل سره په یوې ځانګړې مرکه کې وايي، د امریکا اوسنۍ اداره هڅه کوي څو ډېر کار په کمو لګښتونو او لږ بشري ځواک سره ترسره کړي او په وینا یې، دا کار پر افغانانو ډېر اغېز لري.

نوموړي د امریکا بشري مرستو ځنډېدو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې د متحده‌ایالاتو اوسنۍ اداره د دغو مرستو د ارزونې په حال ده، څو ډاډ ترلاسه کړي چې دا مرستې د دغه هېواد د ملي ګټو او ملي امنیت ساتنه او خوندي‌توب کوي.

ساپکو وویل: «هغه څه چې پر افغانستان اغېز لري، د هغو مرستو کچه ده چې وړاندې شوې دي، د بېلګې په توګه په تېرو څو کلونو کې د شاوخوا درې مېلیارډ ډالرو مرسته. د امریکا لپاره د افغانستان ارزښت ښايي له تېرو دورو سره توپیر ولري.»

هغه وايي، د امریکا اوسنۍ اداره طالبانو ته د مرستې ورکولو زغم نه‌لري او زیاتوي چې مخکېنۍ ادارې دغه امر رعایت نه کاوه، چې ښايي اوس د دغې ډلې له‌خوا د سرچینو په کنټرول کې بدلون رامنځته شي.

هغه په دې تړاو وویل: «باید وګورو چې دا شرایط څنګه مخته ځي. نړۍ اوس یوه نوې بڼه خپله کړې او باید یوه نوي واقعیت ته په تمه شو.»

جان ساپکو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې دغه هېواد ته د ۲۱ مېلیارډه ډالرو د لېږدولو په هکله وايي، دا هغه پیسي دي چې ترټولو لویه برخه یې په کور دننه د افغان کډوالو د مېشتېدو او ۷ مېلیارډه ډالر یې د بشرپاله مرستو لپاره لګول شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د څارونکې ځانګړې ادارې پخوانی مشر همداراز زیاتوي، چې له دغو پیسو څخه ۴ مېلیارده ډالر یې په سویس کې د افغانستان د مرستو ځانګړي اماني صندوق ته لېږدول شوي او په وینا یې، دا پیسې د بشرپاله مرستو لپاره نه، بلکې د دغه هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دي.

جان ساپکو له افغانستان سره د امریکا مرستو ته په اشارې وايي، چې له یوې خوا متحده‌ایالات له وږو ماشومانو او افغانانو سره مرستې کوي، خو له بلې خوا دا مرستې د طالبانو د اړتیا پوره‌کولو لپاره لګول کېږي.

د نوموړي په وینا، طالبان خپلې پیسې د پوځي فعالیتونو لپاره ساتي چې دا کار پر افغانانو ناوړه اغېز لري.

هغه په ​​افغانستان کې د خپلې ۱۲ کلنې تجربې په تړاو وايي چې له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د هغه او ډېرو امریکایانو لپاره د شرم خبره وه.

جان ساپکو همداراز وايي چې د افغانستان په پولیسو او پوځي واحدونو کې له مفسدو اشخاصو څخه د امریکا ملاتړ د ډېرو افغانانو د ملاتړ بایللی لامل شو.

ساپکو په پخواني افغان حکومت کې پراخ فساد ته په اشارې زیاته کړې چې دغه وضعیت د عامو خلکو ملاتړ له لاسه ورکړ.

پخواني امریکايي چارواکي ټینګار کړی چې د متحده‌ایالاتو او پخواني افغان حکومت تېروتنو واک ته د طالبانو د بېرته راګرځېدو لپاره لاره هواره کړه.

له دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې مشر جان ساپکو له فاکس نیوز سره په یوې مرکه کې ویلي و، چې د متحده‌ایالتو د مرستو یوه لویه برخه پیسې د طالبانو جېبونو ته تللې دي.

د بودجې کموالی؛ افغانستان کې کېدای شي د ماشومانو د خوارځواکۍ نړیوال پروګرام ودریږي

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړ چې که بییړنۍ مرستي ورسره ونه شي، د یمن، افغانستان او سوریې په ګډون به د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي پروګرامونه په راتلونکو میاشتو کې ودرېږي.

د یاد پروګرام اجرایوي رییس سینډي مک‌کین د چارشنبې په ورځ په پاریس کې ویلي، چې که د تمویل په برخه کې اقدام ونه شي میلیونونه ماشومان به د ټول عمر لپاره وځوریږي.

د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته د خوړو نړیوال پروګرام له سخت مالي کمښت سره مخ شوی.

تېر کال امریکا د خوړو نړیوال پروګرام لپاره د ۹،۸ میلیارده ډالرو له بودجې څخه ۴،۵ میلیارده ډالره ورکړي وو. دا پروګرام هغو خلکو ته خوراکي توکي او نغدي مرستې برابروي چې د حاصلاتو کمښت، جګړې او اقلیمي بدلونونو له امله له لوږې کړېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام د چارشنبې په ورځ غوښتنه وکړه، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره ۱،۴ میلیارده ډالره بودجې ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په یمن کې له ۵ کلنۍ کم عمره ماشومانو یو پر درې برخه له خوارځواکۍ ځورېږي او که اضافي بودجه ترلاسه نه کړي دا پروګرامونه به د می له میاشتې په دغه هېواد کې ودرېږي.

د ماشومانو لپاره د ملاتړ ادارې هم خبرداری ورکړی چې د یمن د لویدیز ساحلي سیمې د خوارځواکۍ له یوې ستر ناورین سره مخ دي.

مک ‌کین وویل:« د بودجې د کمښت له امله د خوړو نړیوال پروګرام مجبوره شوی چې سختې پرېکړې وکړي لکه د مخنیوي پر ځای د درملنې پروګرامونو ته لومړیتوب ورکول.»

یاد پروګرام ویلي، که تمویل نه شي، ښايي په افغانستان کې له مې میاشتې د ماشومانو د خوارځواکۍ پروګرام ودرییږي په سوریه او د کانګو دموکراتیک جمهوریت کې به له جون وروسته کم شي.

په کندهار کې طالبانو د پاسپورټ لپاره انلاین نوم لیکنې بندې کړې

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۰
•
خبرخونه

په کندهار کې د طالبانو پاسپورت رياست په عکسخونو او شرکتونو کې د پاسپورټونو لپاره د انلاین نوم لیکنې پروسه بنده کړې او له خلکو یې غوښتې، چې د کاغدي فورمو له لارې نوم لیکنې وکړي.

په کندهار کې د طالبانو پاسپورټ ادارې د کابل د امر خلاف له خلکو غوښتي، چې د پاسپورټ لپاره په لیکلې بڼه د فورمو له لارې نوملیکنې وکړي.

طالبانو سیاحتي شرکتونو او عکسخونو ته خبرداری ورکړی، چې تر ۲۰ کلونو لوړ عمر لرونکو کسانو ته انلاین نوم لیکنې ونه کړي.

په دغه خبردراي کې لیکل شوي: «د کندهار پاسپورټ امریت ټولو عکاسخانو ته خبر ورکوي چې د انلاین فورمې لپاره مراجعین چې عمر يې تر ۲۰ کلونو زیات وي باید فورمې ورته ډکې نه شي ځکه چې اعتبار وړ نه دي.»

100%

په کندهار کې د طالبانو د پاسپورت ادارې مسوولينو د انلاین نوم لیکنې د بنديدو لامل نه دی روښانه کړی.

د کندهار پاسپورټ اداره کې سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دغه اداره غواړي کاغذي فورمې د خپلو خاصو کسانو له لوري تر ټاکلې بيې لوړې پر خلکو وپلوري.

په کندهار کې طالبانو د پاسپورټ لپاره د کاغذي فورمې د ډکولو او عکسونو اخیستلو لپاره خاص ځايونه مشخص کړي، چې د دوی کسان يې په لوړه بيه دغه پروسه مخ ته وړي.

خلک د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د یوې اسانې انلاین پروسې غوښتنه کوي او د طالبانو له دې پرېکړې نا خوښه دي.

د اروپا له بندیزونو وروسته افغانستان ته د روسیې د مایع ګاز صادرات ډېر شوي

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۰

د صنعت سرچینو د چارشنبې په ورځ ویلي، چې د روسیې مایع پټرولیم ګاز (LPG) صادرات افغانستان او د منځنۍ اسیاهېوادونو ته ډېر شوي. دا ډېروالی د ۲۰۲۴ کال په پای کې پر مسکو د اروپایي اتحادیې له بندیزونو وروسته دی.

د روسیې د مایع ګاز پرصادراتو د اروپايي ټولنې بندیزونه د اوکراین خلاف جګړې په غبرګون کې د ډسمبر پر۲۰مه پلي شول. دا محدودیتونه تېر کال د پولنډ له خوا وړاندیز شوي وو.

مایع پټرولیم ګاز (LPG) چې له پروپان او بيوتان څخه جوړ دی، اکثره د موټرو سون، کورونو د تودوخې او نورو پتروکیمیاوي موادو د تولید لپاره کارول کېږي.

د صنعت سرچینې وایي، دقزاقستان له کازروزګاز شرکت سره په ګډه د روسیې له تولیدي فابریکو د اورګاډي له لارې د مایع ګاز صادرات د جنورۍ او فبرورۍ په ترڅ کې د تېر کال په پرتله ۸۰سلنه زیات شوي، چې ۱۴۰ زره متریک ټنو ته رسېدلي دي.

د افغانستان لپاره، چې د سیمې تر ټولو لوی مصرفوونکی دی، د همدې مودې په جریان کې صادرات ۵۲ سلنه زیات شوي، چې ۷۱ زره ټنو ته رسېدلي دي.

سوداګر تمه لري، چې افغانستان ته د مایع ګاز د نورو صادراتو لپاره پراخ فرصت موجود دی. د ارزونو له مخې، افغانستان هر کال شاوخوا ۷۰۰ زره ټنه مایع ګازته اړتیا لري.