جرمني ته د افغانانو لېږدوونکې وروستۍ چارټر الوتنه د مارچ پر ۵مه د برلین براندنبورګ هوايي ډګر ته وه.
زرګونه افغانان چې د جرمني د منلو ژمنه لري، لا هم په پاکستان کې بند پاتې دي. ځینې یې له څو میاشتو راهیسې د سفر اجازې ته انتظار باسي.
د دې الوتکې مساپر به هغه افغانان وي چې د جرمني حکومت د منلو ژمنه ورکړې ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د دې الوتکې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې. د حکومت د معلوماتو له مخې، اوس هم شاوخوا ۲۸۰۰ افغانان چې د منلو رسمي ژمنه ورسره شوې، په پاکستان کې دي. هغوی باید د ویزې ترلاسه کولو لپاره د امنیتي ارزونو پړاوونه طی کړي.
د ار اېن ډي د رپوټ له مخې، په دې موده کې دغه کسان د جرمني د نړیوالې همکارۍ سازمان (جي ای زیډ) تر ملاتړ لاندې دي. ددغه سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له پیله تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان کډوالو لپاره د استوګنې، خوراک، طبي خدماتو او رواني ملاتړ لګښتونه ۸۲.۷ میلیونه یورو ته رسېدلي دي.
د جرمني حکومت ددې پروسې د څرنګتیا او راوستونکو کسانو د انتخاب او هویت په تړاو تر نیوکو لاندې دی.
دجرمني د ټاکنو بریالیوګوندونو د مارچ په پیل کې له بهرنیو چارو وزارت وغوښتل چې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې نور افغانان جرمني ته ونه لېږدوي. د سي ډي یو سیاستوالې اندریا لینهولتڅ وویل، « پریکړې باید د نوي حکومت صلاحیت وي».
هغې زیاته کړه چې د افغانانو لپاره د جرمني د منلو پروګرام «ډېر مشکوک» دی، په یوه غیرشفافه پروسه کې داسې کسان انتخاب شوي چې د هویت ستونزې یې ثابتې شوې دي».
د جرمني د کورنیو چارو وزارت دښي اړخي اې ایف ډي ګوند پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې بله الوتنه هم پلان شوې ده.
په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې پر افغان کډوالو فشار ډېر کړی چې یا دې درېیم هېواد ته ولاړ شي یا دې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د بشري حقونو نقض او پر ښځو بندیزونه زیات شوي دي.
تېره اونۍ په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو پرانستي لیک واستاوه چې د افغانانو د جبري ستنولو لړۍ ودروي.
په دغه لیک کې له لومړي وزیر نه غوښتل شوي و، چې د کډوالو لپاره د ویزې نویتابه لړۍ اسانه کړي.
په متحده ایالاتو کې د بیا مېشتېدنې په تمه اسلام اباد میشتو افغان کډوالو په لیک کې غوښتي چې د امریکا ته د تګ په انتظار افغانان ونه شړي.
پاکستان له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو د وتلو لپاره (د مارچ ۳۱مه نېټه ) ټاکلې چې یوازې څو ورځې ورته پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ کارتونو څښتانو ته د جون تر ۳۰مې نېټې وخت ورکړل شوی.
د جرمني د ۵۰ ټولنو ایتلاف غوښتنه
تازه یوه ایتلاف چې نږدې ۵۰ ټولنې او سازمانونه پکې شامل دي، د جرمني له حکومت او بونډستاګ (پارلمان) نه غوښتي چې د افغانستان لپاره د منلو فدرالي پروګرام وغځوي.
دوی دا یو « بېساری بشري پروګرام» بللی، چې له لارې یې په ځانګړي ډول له ګواښ سره مخ کسان په خوندي ډول جرمني ته لېږدول کېږي.
دغو سازمانونو د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د افغانانو د انتقال پروګرام احتمالي پای «بوږنوونکی» دی.
د یادې غوښتنې په لاسلیک کوونکو کې د بښنې نړیوال سازمان، پرو ازول، پاریتیتشر ګزامت فربند او ګڼ نور د کډوالو ملاتړي سازمانونه شامل دي.
دوی د خپل لیک په متن کې د مسیحي-ډیموکرات اتحاد او سوسیال ډیموکرات ګوند (SPD) پر هغو پلانونو نیوکه کړې چې د فدرالي منلو رضاکارانه پروګرامونه به تر ممکنه حده پای ته رسوي او نوي پروګرامونه به نه پیلوي.په دې کې د افغانستان د پروګرام ختمول هم شاملیږي.
یادو سازمانونو ټینګار کړی چې دا پروګرامونه باید وغځول او پراخ شي. دوی غوښتنه کړې چې باید تر ګواښ لاندې خلکو لکه همجنسپالو، دوه جنسیته، ښځو، ماشومانو، خبریالانو او فعالانو لپاره د وتلو خوندي لارې برابرې شي.
د پرو ازول یوې غړې ویبکه یودیت غوښتنه کړې چې د نوي ایتلافي حکومت په تړون کې باید د دغه پروګرام دوام تضمین شي.