• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کندهار امنیتي غونډه؛ حقاني له دوه میاشتني خفګان وروسته کندهار ته تللی

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له دوه میاشتني خپګان وروسته کندهار ته تللی او د نورو امنیتي اورګانونو د وزیرانو سره یو ځای یې د طالبانو مشر ملا هبت الله سره د امنیت اړوند ناسته ترسره کړې.

دا امنیتي ناسته داسې مهال ترسره کیږي چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

سراج الدین حقاني دوه میاشتې د کورنیو چارو وزارت ته نه وو تللی او داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښایي نوموړی د طالبانو د مشر په ځينو پرېکړو ناراضه دی.

له ملا هبت الله سره په دغه ناسته کې د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د ملي امنیت رییس عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ‌ذاکر او کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري ګډون کړی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ناستې په اړه پر اېکس لیکلي چې یادو لوړ پوړو امنیتي چارواکو د دوی مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ته د هېواد د امنیت په اړه راپور وړاندې کړ.

‏مجاهد لیکلي: «په ناسته کې د یادو امنیتي ارګانونو وړاندیزونه واوریدل شول او هغوی ته، د اجراتو او د کاري استقامتونو په برخو کې لازم هدایات ورکړل شول او د لا ښه نظم، تجهیز او ظرفیت لوړونې په اړه لازم تصامیم ونیول شول.»

د امنیتي اورګانونو له مشرانو سره د ملا هبت الله ناسته داسې مهال ترسره کیږي چې په دې ډله کې بار بار د خپلمنځي ژورو اختلافاتو راپورونه خپاره شوي دي.

ډېری هغه کسان چې یو وخت یې د طالبانو په رژیم باور درلود، اوس یې باور له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې په مشرتابه کې دننه اختلافات لاپسې زیات شوي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د طالبانو ترمنځ د اختلافونو زیاتېدل به د دغې ډلې په لیکو کې د بغاوت لامل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د اېکس یو سپېس ته خبرو کې تایید کړه چې اختلافات شته خو په هغه کچه نه چې فزیکي شخړې ته وده ورکړي.

د طالبانو زیات شمېر غړي په دې باور دي، چې د دوی مشر له خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي.

د دغه اختلافاتو وروسته د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له دې وروستۍ اختریزې وینا وړاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له نیوکو وروسته د خپلې کابینې په اړه توند بیان خپور کړی و او ټينګار یې کړی و چې په ده نیوکه کوونکي باید د رسنیو پر وړاندې نیوکې ونه‌کړي.

که څه هم د طالبانو د مشر د وینا الفاظ به عمومي وو؛ خو په حقیقت کې یې مخاطبین یوه ځانګړې حلقه طالبان دي، چې دی یې د خپلې واکمنۍ پر وړاندې احتمالي تهدید ګڼي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

جلال‌اباد کې طالبانو لاسي‌پلورونکو ته د باج په بدل کې پر عمومي سړک د کار اجازه ورکړې

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۲ GMT+۰

په ننګرهار کې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د جلال‌اباد ښاروالۍ طالب چارواکي د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت لاسي‌پلورونکو ته پر عمومي سړکونو او لارو د باج ورکولو په بدل کې د کارکولو اجازه ورکړې او په وینا یې، دې چارې په یاد ښار کې ګڼه-ګوڼه زیاته کړې ده.

سرچینو د پنجشنبې په ورځ ( د کب ۷مه) افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، طالبانو یو شمېر عمومي سړکونه او لارې د ترافیکو پر مخ تړلي چې ولس یې له جدي ننګونو سره مخ کړی او د ښار نظم یې ګډوډ کړی دی.

سرچینې زیاتوي، طالبان د هرې کراچۍ پر سر له لاسي‌پلورونکو پیسې اخلي او هغوی چې جلال‌اباد ښاروالۍ لپاره د دغې ډلې غړو ته باج ور نه‌کړي پر سړکونو او لارو د کار کولو اجازه نه‌ورکول کېږي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو په جلال‌اباد ښار کې له مخابراتو څلورلارې تر تالاشۍ څلور لارې پورې چې سلګونه متره لاره ده د ترافیکو پرمخ تړلې او لاسي پلورونکو ته یې د کار کولو اجازه نه‌ده ورکړې.

د سرچینې په خبره، طالبانو لاسي‌پلورونکو ته له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د سړک پر غاړو د کار اجازه ورکړې، خو دا چې طالب مسوولین له لاسي‌پلورونکو څومره پیسې اخلي په دې تړاو کره معلومات نه‌لري.

افغانستان انټرنشنل-پښتو د دې موضوع په تړاو په ننګرهار کې د طالبانو د ښاروالۍ او اطلاعاتو کلتور ریاست له مطبوعاتي مسوولانو سره اړیکه نیولې، خو هغوی ورته له‌ ځواب‌ویلو ډډه کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له یوه لوري لوږه، بې‌کاري او اقتصادي ستونزې پراخې شوې، له بل لوري دغه ډله له خلکو او کاروباریانو د باج‌اخېستنې لړۍ چټه کړې چې ولس یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

اسماعېل یون: د «بوشکو او بم سړی باید د لوړو‌ زده‌کړو وزیر» نه وای

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۳۰ GMT+۰

د طالبانو له‌خوا د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي د استادۍ له دندې تر ګوښه‌کېدو وروسته محمداسماعېل یون له افغانستان انټرنشنل سره په یوې تازه مرکه کې د دغې ډلې د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم ته په اشارې وايي چې د «بوشکو او بم سړی باید د لوړو زده‌کړو وزیر» نه وای.

هغه د پنجشنبې په ورځ (د کب ۷مه) په خپلې مرکه کې زیاته کړې، طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په راس کې نامسلکي کسان ګمارلي او یو وار بیا یې ټینګار کړی چې نوموړې ډلې کابل پوهنتون پر یوې «دیني مدرسې بدل» کړی دی.

د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي مخکېنی استاد چې دا مهال په ترکیه دی، په دې مرکه کې وویل: «د بم او بوشکو سړی باید د لوړو زده‌کړو وزارت په راس کې نه وای راغلی. د صحت وزیر باید ډاکټر او د فواید عامې وزیر باید انجنیر وای. طالبان چې نامسلکي کسان د لوړو زده‌کړو وزارت په راس کې راولي دا د انتقاد وړ ده.»

د ښاغلي یون په اند، دا وضعیت اوس مهال نه یوازې په کابل پوهنتون، بلکې په ټولو علمي مرکزونو کې حاکم دی او د طالبانو عمومي سیاست دا دی چې علمي مرکزونه پر مذهبي مدرسو بدل کړي.

هغه همداراز په دې مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی چې طالبانو ته د امنیت په برخه کې ۹۵، خو د زده‌کړو په برخه کې بیا صفر نمرې ورکوي او زیاتوي چې د عصري علومو او ښځو حقونو په ګډون د دغې ډلې ځيني سیاستونه د منلو نه‌، بلکې د غندلو وړ دي.

هغه وویل: «په هر ترتیب چې وي طالبان باید د خویندو [ښځو] حقونه ورکړي. زده‌کړې د ښځو او نارینه‌وو حق دی او طالبان دا حق نه‌لري چې د ښځو پر مخ د زده‌کړې دروازې بندې کړي.»

ښاغلي یون له افغانستان انټرنشنل سره په خپلې تازه مرکه کې څرګنده کړې چې د نوموړي د ګوښه‌کېدو اصلي لامل دا و چې هره ورځ پوهنتون ته نه شو تللی او طالبانو هغه د دوامداره غېرحاضرۍ له وجې له دندې ګوښه کړی دی.

د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي مخکېنی استاد محمد اسماعیل یون تېره اونۍ له استادۍ څخه تر ګوښه‌کېدو وروسته د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې ویلي و، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهسیې د کابل پوهنتون د محصلینو شمېر له ۳۸ زرو څخه ۱۴ زرو ته ټيټ شوی دی.

همداراز، هغه وخت ښاغلي یون د کابل پوهنتون پر تدريسي بهير، ادارې برخې او د پوهنتون پر وضیعت توندې کړې وې.

امریکا: د انعامونو لغوه کول د ترهګرو له لېست څخه د حقاني شبکې د اېستلو معنا نه لري

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د نیولو لپاره د ټاکل شوي انعام د لغوه کولو له اعلان سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې حقاني شبکه د واشنګټن د ترهګرۍ په لېست کې د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه پاتې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ای ایف پي خبري اژانس ته تایید کړه چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د نیولو لپاره د ټاکل شوي انعام لرې کول د ترهګرو له لېست څخه د حقاني شبکې د اېستلو په معنا نه لري.

تېره اونۍ امريکا له لېست څخه د سراج الدين حقاني نوم، چې د نيولو پر سر يې لس ميليونه ډالره انعام ټاکل شوی و او همدا راز د يحيى او عبدالعزيز حقاني نومونه چې د نيولو لپاره يې پنځه ميليونه ډالره انعام ټاکل شوى و، له لېست څخه لرې کړل. چې د امریکا دغه اقدام له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شو.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ له «العربیه» سره په مرکه کې ویلي وو چې له امریکا سره د طالبانو دښمني دایمي نه ده.

مجاهد ویلي: "کابل هڅه کوي چې د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره متوازنې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري."

مجاهد دا هم ویلي، چې دغه ډله له امریکا سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو هڅه کوي.

تېره اونۍ د مارچ په ۲۰ نېټه د زندانیانو په چارو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډنلډ ټرمپ سلاکار اډم بولر، د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او یو شمېر نور امریکايي استازي کابل ته سفر کړی وو او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدلي وو.

یاده دې وي چې په دغه کتنه کې هم متقي امریکايي پلاوي سره خبرو کې ویلي وو " پکار ده چې دواړه هېوادونه د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي او له يوه بل سره مثبتې سياسي او اقتصادي اړيکې ولري."

د طالبانو او امریکايي پلاوي مذاکرات؛ د پردې تر شا روایت بل څه دی؟

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۴ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل

کابل ته د امریکايي پلاوي د وروستي سفر په هکله طالبانو داسې وښودله چې دغه پلاوی یوازې د یوه یرغمل شوي امریکايي جورج ګلزمن د خوشې‌کېدو لپاره تللی و، خو نه دا خبره بل ډول ده. د طالبانو او امریکا د استخباراتو او چارواکو تر منځ داسې راشه‌درشه له کلونو راهیسې روانه ده.

د جمهوریت له سقوط وروستهپه متحده عربي اماراتو او قطر کې سراج‌الدین حقاني، عبدالحق وثیق او ملا یعقوب په وار-وار له امریکايي استخباراتي او لوړپوړوچارواکو سره نېغ‌ په نېغه لیدنې کړې دي. په دې بحث نه کوو چې طالبانو د جمهوریت په دوره کې د امریکا ښکاره ستراتیژیکې اړیکې اشغال ګاڼه او د افغانانو وینې یې تویولې. د دوی لپاره دا هر څه روا او نورو لپاره ناروا وو.

د همدې لیدنو پر بنسټ، د طالبانو او امریکا تر منځ اړیکې په ښکته کچه هم په تېرو څلورو کلونو کې دوام درلود او د همکارۍ پر بنیاد د ډالرو کڅوړې هره اوونۍ طالبانو ته ورکول کېدې. دغه امریکایي یرغمل شوی بندي هم کابل ته په یو ځل تګ نه‌دی خوشې شوی او نه هم امریکا د یوه بندي د خوشې‌کېدو لپاره دومره یو مهم پلاوی کابل ته لېږه.

د پردې تر شا ډېرې نورې خبرې او هم د طالبانو تر منځ د خپل‌منځي رقابتونو بېلګې په‌کې ښکاري.

د یوې باوري سرچنې له قوله ډېر کلونه مخکې، امریکا دې ته حاضره وه چې که حقاني شبکه ورسره همکاري وکړي، نو دوی به د دغې شبکې مشران د امریکا له تور لېست نه وکاږي. داسې ښکاري چې د امریکا او حقاني شبکې تر منځ اړیکه په کابل کې د ایمن الظواهري له وژل‌کېدو وروسته ښې شوې او ښايي پاکستان هم د دغه اړیکو په جوړېدو کې مهم رول لوبولی وي.

بل‌خوا، د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی له امریکا څخه غوښتي چې خپل سفارت په کابل کې پرانېزي او هم دوی ته د واشنګتن دفتر تسلیم کړي، خو د طالبانو ویاند بیا دا ونه ویل چې د امریکا متحده‌ایالاتو شرایط څه دي او مقابل کې هغوی کومې غوښتنې له دوی څخه لرلې؟

یوازې د یو یرغمل‌ شوي امریکايي په خوشې‌کېدو، د مثبت تأمل لاره نه‌شي خلاصېدلی. مهمه مساله دا ده چې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو په چلندیا تګلاره کې څه تغیر راځي او له خپل ولس سره څه ډول مثبت تأمل ته لار پرانېزي، تر څو د یوه مشروع او قانون‌مند حکومت جوړېدو ته زمینه برابره او د نفې او انحصار قدرت سیاست له‌منځه لاړ شي.

طالبان او یا د طالبانو مخالفان که د هر پلاوي تګ او راتګ ته خوشالي یا خپګان ښکاره کوي او د نورو ترحم ته هیله‌من وي، ښه به دا وي چې ټولې خواوې په ګډه د نظام د مشروعیت لپاره مثبت قدمونه پورته کړي.په ټاپو لګولو، خپل ولس او خلکو ته په سپکه سترګه کتلو، نور نفې کول او انحصاري قدرت ته دوام ورکول افغانستان له انزوا حالت څخه نه‌شي را اېستلی، بلکې هېواد نور هم د نورو د ګټو لپاره د نیابتي منفي رقابتونو په مرکز بدلیدلای شي.

په افغانستان کې د نامشروع، ناقانونه او غېرولسواکه حکومت په حضور کې د هېواد اقتصادي ماشین ورځ تر بلې منجمد او خرابېږي، سوداګر او ولس به نور هم له ګڼو ننګونو سره مخامخ کېږي.

بانکي سېسټم به فلج وي، فزیکي او بشري پانګه به له افغانستان څخه تېښته کوي، ښوونیز سېستم به لا نور فلج کېږي او بې‌وزلي به ورځ تر بلې زیاتېږي. حقیقت دا دی چې بې‌وزله ملت هېڅکله نه‌شي کولاې ازادي ولري او نه یې هم استقلالیت خوندي کېږي.

افغانستان به د نشه‌يي توکو د مافیا مرکز او ترهګریزوډلو ځاله وي. که یو قانوني حکومت نه وي، هېواد به د سیمه‌ییزو او نړۍوالو رقابتونو پر مرکز بدل شي.په دغه رقابتونو کې به افغانان د سون توکو په څېروسوځي، یوه ډله به رامنځته کېږي او له بلې ډلې سر به اخته او یو پر بل له‌منځه وړل کېږي.

لکه څنګه چې پخواني حکومتونه په مجاهدینو، مجاهدین په طالبانو، طالبان په نیکټايي‌ دارانو او چپن داره مجاهدینو او نورو ډلو او هغوی بیا د طالبانو په پر مټ له منځه یوړل شول. که حالات همداسې دوام وکړي، دا ځل به بیا طالبان په نیکټايي دارانو مجاهدینو يه دویم نسل او نورو جنګي او افراطي ډلو له منځه یوړل شي او افغانان به بیا لهیوه سوري څخه چې څو ځلې مخکې هم چیچل شوي، بیا چیچل کېږي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

له پاکستان نه ۱۷۴ افغانان د جرمني هانوفر ښار ته ورسېدل

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د پنجشنبې په ورځ یوه چارټر الوتکه چې له اسلام اباده یې ۱۷۴ افغانان لېږدول، د جرمني د هانوفر ښار په لانګن هاکن هوایي ډګر کې کوزه شوه. په دې الوتکه کې ۸۲ ښځې او ۹۲ نارینه شامل وو چې د جرمني حکومت د کډوالۍ د بېلابېلو پروګرامونو له لارې ویزې ورکړې وې.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دې ډلې له منځه ۷۴ کسان له ۱۸ کلونو کم عمرونه لري، چې ۹ ماشومان پکې تر دوو کلونو کم دي. الوتکه د هانوفر هوایي ډګر په ډي ترمینل کې ودرېده، چې له عادي الوتنو جلا دی.

دوېلیټ ټلویزیوني شبکې د رپوټ له مخې، درې تنه چې ټاکل شوې وه، جرمني ته لاړ شي، د امنیتي اندېښنو له امله سفره ګرځول شوي ډي.

د جرمني فدرالي پولیسو ددغو کسانو ویزې لغوه کړې دي، خو د دې اقدام لاملونه لا تر اوسه جوت نه دي.

د جرمني حکومت ټینګار کړی یوازې هغه افغانان ور تلای شي، چې مخکې یې سخته امنیتي ارزونه تېره کړې وي او واردمخه یې د قبلېدو رسمي ژمنې ترلاسه کړې وي.

د جرمني حکومت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۸۰۰ نور افغانان جرمني ته د تګ انتظار باسي.

تر هغه چې دوی ته د تګ اجازه ور کول کیږي، په اسلام اباد کې ددوی د استوګنې لګښتونه د جرمني د نړیوالې همکارۍ سازمان ور کوي.

له۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې د افغان کډوالو د استوګنې، خوړو، طبي خدماتو او رواني ملاتړ لپاره دغه سازمان۸۲،۷ میلیونه یورو لګولي دي.