• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: د امریکا استخباراتي ادارو ټي ټي پي 'راتلونکی ګواښ' وباله

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې د امریکا تر ۱۸ پورې استخباراتي ادارو د تحریک طالبان پاکستان ډله د واشنګټن لپاره «احتمالي راتلونکی ګواښ» بللی دی.

د دغو ادارو له‌خوا چمتو او د سې شنبې په ورځ خپاره شوي ۳۰ مخیز راپور کې ویل شوي، که څه هم د تحریک طالبان پاکستان عملیات د پاکستان حکومت پر وړاندې بریدونو پورې محدود دي؛ خو د دغې ډلې وړتیاوې، له القاعدې ډلې سره یې تاریخي اړیکې او د متحده ایالاتو پر وړاندې د هدفي عملیاتو لپاره یې پخوانی ملاتړ د اندېښنې وړ دی.
اېکسپرېس ټربیون لیکلي، چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د متحده ایالاتو په ګډون نړۍوالې ټولنې ته د ټي‌ټي‌پي له‌خوا د نړۍوال ګواښ په اړه خبرداری ورکړی؛ خو سیمه‌ییزو او نړۍوالو لوبغاړو په لویه کچه دغه ډله پاکستان پورې محدود ګواښ ګڼلې ده.
له بل پلوه اېکسپرېس ټربیون د خپلو رسمي سرچینو په حواله لیکلي، چې دا یو ښه پرمختګ دی چې بالاخره متحده ایالاتو د ټي‌ټي‌پي له‌خوا رامنځته شوی ګواښ درک کړی.
سرچینو دا هم ویلي، چې د امریکا له‌خوا د ګواښ په توګه د ټي‌ټي‌پي پېژندل کولی شي د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان مبارزه پیاوړې کړي.
د دغې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې ښایي دا د پاکستان او امریکا ترمنځ همکاري بیا را ژوندۍ کړي په داسې حال کې چې په افغانستان فشار هم زیاتوي.
پاکستان په دوامداره توګه ویلي، چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
دغه ارزونه د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې له‌خوا هم منل شوې، چې ټي‌ټي‌پي یې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې ترټولو لویه ترهګره ډله وبلله.
ورته مهال د امریکا د استخباراتي ادارو راپور داعش هم یو لوی نړۍوال ګواښ وباله.
په راپور کې راغلي، چې د داعش د عملیاتو پلانوونکي د بهرنیو بریدونو د ترسره کولو، ورته د اسانتیا برابرولو او هڅولو لپاره په انلاین بڼه د فعالیتونو په ترسره کولو سره د تبلیغاتو خپرولو په حال کې دي.
راپور زیاتوي: «په سوېلي اسیا کې د داعش خراسان څانګه د دغې ډلې تر ټولو لویه څانګه ده، چې بهرني ترهګریز بریدونه ترسره کوي او په سوېلي او مرکزي اسیا او په نړۍواله کچه د بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري.
په راپور کې راغلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې په روسیه او ایران کې د داعش خراسان ډله‌ییزه مرګ ژوبله او همدارنګه په اروپا او متحده ایالاتو کې د داعش خراسان ملاتړو نیول، د سوېلي اسیا هاخوا د دغې ډلې پراخېدونکې وړتیا او د خلکو هڅولو وړتیا په ګوته کوي چې بهرني بریدونه ترسره کړي.
د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي، پاکستان په دې وروستیو کې محمد شریف الله چې د اګست ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د برید یو له اصلي طراحانو څخه و، ونیو.
له هغه وروسته دغه کس امریکا ته وسپارل شو، چې په دې برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د پاکستان ستاینه هم وشوه.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۴

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۵

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي