دې محکمې ویلي، چې دا حکم «د وارثینو د حق اعادې، د ټولنې اصلاح، د عدالت پلیکېدو او د جرمونو د مخنیوي لپاره اجرا شوی دی.»
ملي رادیو تلوېزون د دې ادارې د اعلامیې له مخې لیکي، چې «د دغه ډول احکامو تطبیق د دین، شرعي نظام او زموږ د ولس غوښتنه ده او هیڅ بهرنی لوری زموږ په دین او قضاء کې د مداخلې حق نه لري.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر اداره سربېره د بښنې نړیوال سازمان، یوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر هم پرونیو اعدامونو ته غبرګون ښودلی او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
خو طالبانو نن هم په خوست او جوزجان کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳ کسان د مختلفو تورونو له امله د خلکو په مخ کې په دورو وهلي او په بند محکوم کړي دي.