• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د کورني امنیت وزارت: د خوندي‌توب پروګرام نور د افغانانو لپاره پای ته ورسېد

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۱

د امریکا متحده‌ایالاتونو د کورني امنیت وزارت یوې مرستیالې تریشا مک‌لافلین افغانستان انټرنشنل ته منلې چې د زرګونو افغانانو د لنډمهالي خوندي‌توب پروګرام لغوه شوی دی.

د نوموړې په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د کورني امنیت وزیر د بهرنیو چارو وزارت او نورو بنسټونو سره په سلا مشوره کې دا تشخیص کړې، چې افغانستان نور هغه قانوني شرایط نه‌لري څو له مخې یې افغان کډوالو ته خوندي‌توب ورکړل شي.

دې پرېکړې تر ۱۴ زرو ډېر افغان کډوال له متحده‌ایالاتو څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

تریشا مک‌لافلین وايي، چې د افغانستان د اوسني وضعیت ارزونه د متحده‌ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو له‌خوا د اړوندو ادارو سره په مشوره ترسره شوې او څرګندوي، چې دغه هېواد نور د لنډمهالي خوندي‌توب پروګرام وړ نه دی.

مک‌لافلین زیاته کړې: «د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۱مه د کورني امنیت وزیر ارزونه کړې چې افغانستان نور د لندمهالي خوندي‌توب د دوام لپاره لازم شرایط نه‌لري او له همدې امله دا پروګرام د افغان وګړو لپاره پای ته ورسېد.»

نوموړې ټینګار کړی، چې دا پرېکړه تر د ارزونې او له اړوندو ادارو سره تر مشورې وروسته شوې او په وینا یې، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره به ډېر ژر په دې تړاو یو رسمي اعلان خپور کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د افغانستان انټرنشنل پوښتنې ته چې دا افغانان به کوم هېواد ته استول کېږي، ځواب نه دی ورکړی او لا هم څرګنده نه ده چې دا کسان به چېرته واستول شي.

ویل کېږي، چې د دغه اقدام په ترڅ کې به ۱۴ زره ۶۰۰ هغه افغانان د اېستلو له ګواښ سره مخ شي.

د یادونې ده، چې د لنډمهالي خوندي‌توب (Temporary Protected Status) یا (ټي‌پي‌اېس) پروګرام هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې هېوادونه یې له طبیعي افتونو، وسله‌والو جګړو یا فوق‌العاده پېښو سره مخ شوي وي.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د امریکا فدرالي محکمې د کمال نبي‌زاده د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه رد کړه

۴

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی