• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بنګله دېش: پاکستان دې د تېرې جګړې له امله بښنه وغواړي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د بنګله دېش حکومت پر پاکستان غږ کړی، چې د ۱۹۷۱ کال د جګړې پر مهال د خپل پوځ له‌خوا په بنلګه‌دېش کې د ترسره شویو ظلمونو له کبله بښنه وغواړي. پاکستان لا په رسمي ډول د بنګله‌دېش د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د انډیپېنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا غوښتنه د ډاکې په هغه غونډه کې وشوه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، جسیم الدین معین او امنه بلوچ په کې برخه لرله.

د پاکستان او بنګله دېش لوړ پوړو چارواکو تېره ورځ د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ، چې د یادې لیدنې پر مهال بنګله ديشي چارواکو له خپلو پاکستاني سيالانو وغوښتل، چې پاکستان دې د ۱۹۷۱کال د جګړې پر مهال د ترسره شويو جرمونو له امله بښنه وغواړي.

هغه جګړه د بنګله دېش د ازادۍ لپاره شوې وه.

د بنګله دېش د رسمي شمېرو له مخې، له پاکستان څخه د ازادۍ لپاره د دغه هېواد په نهه مياشتنۍ جګړه کې شاوخوا درې ميليونه کسان وژل شوي وو.

همدا راز بنګله دېش له پاکستان څخه د ۴.۵۲ میلیارده ډالرو مالي تاوان غوښتنه کړې، او ویلي یې دي، چې دا پیسې په بهرنیو ذخیرو کې د بنګله دیش د برخې، د حکومتي کارمندانو تقاعد او بهرنۍ مرستې دي چې د بنګله دیش له خپلواکۍ وروسته دا موضوع نا حل پاتې شوې ده.

د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر جسیم الدین معین له خپلې پاکستانۍ سیالې امنه بلوچ سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ له پاکستان سره په ناحل شويو تاریخي مسلو خبرې وکړې، چې په کې رسمي او عامه بښنه او مالي ادعاوې شاملې دي.»

هغه زیاته کړه: «پاکستان موږ ته ډاډ راکړ چې دا مسلې به حل شي. د دې مسلو حل کول زموږ د دوه اړخیزو اړیکو د قوي بنسټ ایښودلو لپاره اړینې دي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره امنه بلوچ د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه رسمي سفر ډاکه ته ورسېده، خو د هغې د سفر په اړه پاکستان لاتر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده، چې د دغه لیدنې پر مهال د بنګله دېش حکومت په دغه هېواد كې د بند پاتې ۳۲۴۰۰۰ پاكستانيانو د ستنېدو مسله هم راپورته کړې ده.

دغه پاکستاني وګړي د "بهاري" په نوم پیژندل کیږي، چې د پاکستان او بنګله دیش تر جګړې وروسته له پنځو لسیزو راهیسې د کډوالو په پنډغالو کې ژوند کوي

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

د سواد نړۍواله ورځ؛ په کندهار کې د سواد زده‌کړې مرکزونه تړل شوي دي