• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل په تازه بریدونو کې ۶۴ فلسطینیان وژل شوي دي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۵۷ GMT+۱

د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د جمعې له سهار راهیسې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۴ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. ویل کیږي، د وژل شمېر لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې غزې کې سملاسي د خوړو مرستې ته اړتیا ده، ځکه سلګونه زره خلک د لوږې له سخت خطر سره مخ دي.

د الجزیرې خبریال له غزې څخه خبر ورکړی، چې د اسراییل د پرلپسې بمبارۍ له امله خلک رواني اغېزمن شوي او د محاصرې له امله د خپلو ماشومانو لپاره خوړو ته لاسرسی نه لري.

الجزیره عربي همدا راز راپور ورکړی، چې د اسراییل هوایي بریدونو په لړ کې د خان یونس ښار جنوبي اړخ السلام سیمه هم تر بریدونو لاندې راوستې ده.

تر اوسه د دغو بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.

د غزې د ملکي دفاع ادارې په وینا، په یوه بل برید کې چې د ابوشمله نومې یو ځایي کورنۍ پر کور شوې، دوه تنه وژل شوي او څو نور، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

په همدې وخت کې ځايي سرچینو ویلي، چې د اسراییل پوځ د غزې په شمال کې په ځانګړي ډول د غزې ښار او د بیت‌لاهیا په ګډون سیمې د توپونو لاندې نیولي دي.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د اسراییل د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۵۱،۰۶۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۶،۵۰۵ تنه ټپیان دي.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر بیا دا شمېر تر ۶۱،۷۰۰ زیات ښودلی او ویلي یې دي چې زرګونه نور کسان د نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي، چې ښايي وژل شوي وي.

همدا راز په یوه بل خبر کې د د نړۍوال میراث د ورځې (اپرېل ۱۸مې) په مناسبت د بشري حقونو یوه سازمان «الحق» اعلان کړی چې اسراییل په جګړه کې یو شمېر تاریخي ځایونه چې ځینې یې د یونسکو نړۍوال میراث نوملړ کې شامل دي په نښه شوي دي.

د الحق راپور وایي، د بیت ‌لحم ولایت په شمال کې «المخرور» سیمه چې په ۲۰۱۴ کې د نړۍوال میراث نوملړ ته ور اضافه شوې وه، اوس د اسراییل مېشتو له خوا د ځمکې غصب له خطر سره مخ ده.

دا سیمه د خپلو کرنیزو ځمکو، د اوبو لګلولو ځانګړي سېسټم او تاریخي اثارو له امله مشهوره ده او فلسطینیانو په کې له پخوا راهیسې سبزي، مېوې، زیتون او انګور کرلي.

الحق ټینګار کړی، چې د اسراییل له لوري د ناقانونه مېشت ځایونو جوړول د دې سیمې بیولوژیکي تنوع له منځه وړي او د فلسطینیانو د ژوند ظرفیت یې سخت محدود کړی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

بنګله دېش: پاکستان دې د تېرې جګړې له امله بښنه وغواړي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د بنګله دېش حکومت پر پاکستان غږ کړی، چې د ۱۹۷۱ کال د جګړې پر مهال د خپل پوځ له‌خوا په بنلګه‌دېش کې د ترسره شویو ظلمونو له کبله بښنه وغواړي. پاکستان لا په رسمي ډول د بنګله‌دېش د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د انډیپېنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا غوښتنه د ډاکې په هغه غونډه کې وشوه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، جسیم الدین معین او امنه بلوچ په کې برخه لرله.

د پاکستان او بنګله دېش لوړ پوړو چارواکو تېره ورځ د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ، چې د یادې لیدنې پر مهال بنګله ديشي چارواکو له خپلو پاکستاني سيالانو وغوښتل، چې پاکستان دې د ۱۹۷۱کال د جګړې پر مهال د ترسره شويو جرمونو له امله بښنه وغواړي.

هغه جګړه د بنګله دېش د ازادۍ لپاره شوې وه.

د بنګله دېش د رسمي شمېرو له مخې، له پاکستان څخه د ازادۍ لپاره د دغه هېواد په نهه مياشتنۍ جګړه کې شاوخوا درې ميليونه کسان وژل شوي وو.

همدا راز بنګله دېش له پاکستان څخه د ۴.۵۲ میلیارده ډالرو مالي تاوان غوښتنه کړې، او ویلي یې دي، چې دا پیسې په بهرنیو ذخیرو کې د بنګله دیش د برخې، د حکومتي کارمندانو تقاعد او بهرنۍ مرستې دي چې د بنګله دیش له خپلواکۍ وروسته دا موضوع نا حل پاتې شوې ده.

د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر جسیم الدین معین له خپلې پاکستانۍ سیالې امنه بلوچ سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ له پاکستان سره په ناحل شويو تاریخي مسلو خبرې وکړې، چې په کې رسمي او عامه بښنه او مالي ادعاوې شاملې دي.»

هغه زیاته کړه: «پاکستان موږ ته ډاډ راکړ چې دا مسلې به حل شي. د دې مسلو حل کول زموږ د دوه اړخیزو اړیکو د قوي بنسټ ایښودلو لپاره اړینې دي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره امنه بلوچ د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه رسمي سفر ډاکه ته ورسېده، خو د هغې د سفر په اړه پاکستان لاتر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده، چې د دغه لیدنې پر مهال د بنګله دېش حکومت په دغه هېواد كې د بند پاتې ۳۲۴۰۰۰ پاكستانيانو د ستنېدو مسله هم راپورته کړې ده.

دغه پاکستاني وګړي د "بهاري" په نوم پیژندل کیږي، چې د پاکستان او بنګله دیش تر جګړې وروسته له پنځو لسیزو راهیسې د کډوالو په پنډغالو کې ژوند کوي

ایران: امریکا دې د خپلو وروستیو ضد او نقیض دریځونو وضاحت ورکړي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۵۷ GMT+۱

د ایران حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، امریکا باید د خپلو وروستیو ضد او نقیض دریځونو په اړه وضاحت ورکړي. دغه ایراني چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ایران له امریکا سره تازه دویم پړاو خبرو ته داخلیږي.

نوموړي تیره ورځ د مهراباد هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل: «موږ په تېرو څو ورځو کې د امریکایي چارواکو له خولو بیلابیلې او ضد و نقیض څرګندونې اورېدلي دي. له همدې امله له امریکا ته تمه لرو چې د موضوع د روښانتیا لپاره لومړی ګام پورته کړي او خپل نیت او جديت په واضح ډول څرګند کړي.»

بقايي وویل، د تېرو ناکامو تګلارو تکرار به هیڅ ګټه ونه لري او زیاته یې کړه: «یوازینی پرمختګ هغه وخت امکان لري، چې مقابل لوری حقایق درک کړي او د اسراییل تر اغېز لاندې د ناعادلانه او غیر واقعي غوښتنو له مطرح کولو ډډه وکړي.»

نوموړي دا هم تایید کړه، چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو به نن شنبه، د عباس عراقچي او ویټکاف تر مشرۍ لاندې د عمان د بهرنیو چارو وزیر سید بدر البوسعیدي په منځګړیتوب، د ایټالیا په پلازمېنه روم کې «په غېر مستقیم ډول» ترسره شي.

اسماعیل بقايي همداراز پر اېکس لیکلي: «دوامداره سوله د ملتونو تر منځ د رښتیني خبرو اترو پایله ده، نه د زور پر مټ تحمیل.»

هغه زیاته کړې، چې ایران تل د ښه نیت او مسوولانه چلند له مخې د ډېپلوماسۍ له لارې د شخړو حل لپاره خپلې ژمنې ثابتې کړي دي.

د امریکا د کانګرس غړي د بشارالاسد حکومت له نسکوریدو وروسته په لومړي ځل سوریې ته تللي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۱

د متحده ایالاتو د کانګرس دوه غړي د جمعې په ورځ دمشق ته ورسیدل ترڅو د سوریې له چارواکو سره وګوري. دې جګړه ځپلي هېواد ته د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو وروسته دا د امریکا د کانګرس د استازو لومړی سفر دی.

د متحده ایالاتو د فلوریډا استازی کوري ملز او د انډیانا مارلین سټوټزمن، دواړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي دي.

د پلاوي یوه کس وویل، ملز د جمعې په شپه د سوریې له نوي ولسمشر احمد الشارع سره وکتل. د دوی غونډه ۹۰ دقیقې وه او دوی د امریکا په بندیزونو او پر ایران خبرې وکړې.

یوې سرچینې ویلي، ټاکل شوې چې سټوټزمن د شنبې په ورځ له الشارع سره وویني، چې لا هم له القاعدې سره د خپلو پخوانیو اړیکو له امله د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دی.

سټوټزمن د یادې ناستې په اړه وویل: "موږ باید له هېڅ چا سره د خبرو کولو ویره و نه لرو."

د سوریې نوي مشرتابه په متحده ایالاتو او اروپا فشار راوړی چې په بشپړ ډول بندیزونه لرې کړي ترڅو دا هېواد وکړای شي د یوې لسیزې جګړې له امله ویجاړ شوی اقتصاد ورغوي.

ملز او سټټوزمن د سوریې د پلازمینې د جګړې له امله ویجاړو شويو برخو ته سفر وکړ، د عیسوي مذهبي مشرانو سره یې وکتل او د سوریې د حکومت د نورو وزیرانو سره یې د لیدو پلان هم شته.

سټوټزمن رویټرز ته وویل: "دلته یو فرصت موجود دی، فرصتونه په ژوند کې یو ځل راځي. زه نه غواړم چې سوریه د چین او یا د روسیې او ایران په لاسونو کې ولوېږي."

تیره میاشت متحده ایالاتو سوریې ته د شرطونو یو لېست ورکړ چې د بندیزونو د جزوي معافیت په بدل کې یې پوره کړي.

د کانګرس د غړو دا لیدنه د سولې او سوکالۍ له‌پاره د سوریې امریکایي اتحاد له‌خوا تنظیم شوې وه.

د کاناډا لومړی وزیر: چین جیوپولیټیک ګواښ او بهرنی لاس‌وهونکی دی

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په یوې خبرې غونډه کې ویلي، چې چین د کاناډا لپاره ترټولو لوی جیوپولیټیک ګواښ او بهرنی لاس‌وهونکی دی. نوموړي دا څرګندونې د کاناډا د ټول‌ټاکنو په درشل کې او د امنیتي ګواښونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، هغه د جمعې په ورځ (اپرېل ۱۸مه) د خپلې وینا پرمهال ټینګار کړی چې چین نه یوازې یو نړۍوال، بلکې د کاناډا او ارکټیک سیمې لپاره هم یو ځانګړی ګواښ دی او په وینا یې، کاناډا باید د چین له امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره جدي اقدامات وکړي.

کارني همداراز زیاته کړې چې چین، د نړۍ د یو لوی اقتصادي او پوځي ځواک په توګه، د نړۍوال امنیت او ثبات لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي. کارني د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د چین همکارۍ ته په اشارې دا د بیجېنګ د پراخ جیوپولیټیک ګواښ بېلګه بللې او په وینا یې، چین د اسیا په ځانګړې توګه د ټایوان لپاره یو ګواښ دی او کاناډا باید له دې ګواښ سره مبارزه وکړي.

د کاناډا لومړي وزیر په خپلو څرګندونو کې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د چین د بهرنۍ لاسوهنې موضوع ته هم اشاره کړې او زیاتوي چې چین هڅه کړې څو د سیاسي او اقتصادي نفوذ له لارې د کاناډا پر کورني سیاست اغېز ولري او له همدې امله باید له دې بهرنۍ لاس‌وهنې سره د مبارزې لپاره ځانګړي پلانونه غوره شي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني همداراز ټینګار کړی چې دغه هېواد باید د چینایي ګواښونو په ځواب کې له خپلو ملګرو او متحدینو سره په همکارۍ او د کورنیو سیاستونو په پیاوړتیا سره مناسب دفاعي او امنیتي تدابیر پلي کړي.

هغه له امریکا سره د کاناډا سوداګریزې سیالۍ ته په اشارې ویلي چې که څه هم کاناډا پر امریکایي توکو غچ‌اخیستونکي تعرفې لګولي دي، خو هېواد یې د امریکا د سوداګریزو اقداماتو په ځواب کې د ډالر په بدل کې د ډالر سیاست غوره کولو اراده نه‌لري.

د هغه په وینا،په داسې حال کې چې هېوادونه لا هم د نړۍوالې سوداګرۍ په توازن ساتلو کې هڅه کوي، د نړۍوال سوداګریز سېستم په جوړښت کې لوی بدلونونه رامنځته شوي چې هېواد یې باید دا هرڅه په پام کې ونیسي.

د ناورین دوام؛ د غزې ماشومان یوازې د یو وخت خوړو ته لاسرسی لري

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د الجزیرې د راپور پر بنسټ، په غزه کې د خوړو کمښت او د ماشومانو د تغذیې ناوریني وضعیت نړۍوالې اندېښنې راپارولي دي. بشرپاله بنسټونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې ډېری ماشومان د ورځې په اږدو کې ډېرو کمو خوړو ته لاسرسی لري چې د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

الجزیره د جمعې په ورځ (د اپرېل ۱۸مه) په خپل راپور کې وايي، چې جګړې او محاصرې د خلکو پر ژوند ډېره ناوړه اغېزه کړې او ډېری کورنۍ ان د ډېرو کمو خوړو اړتیاوو پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ شوي دي.

تر محاصرې او ناورین لاندې د ماشومانو ژوند

په غزه کې ماشومان اوس په ورځ کې یوازې یو ځلې خواړه خوري او ډېری وختونه خورا محدود خواړه او کافي تغذیې ته لاس‌رسی نه‌لري. د راپور له‌مخې، روان وضعیت نه یوازې د ماشومانو فزیکي روغتیا زیانمنه کړې، بلکې پر هغوی ژورې رواني او روحي اغېزې هم کړې دي. روغتیايي کارپوهان وايي چې د غزې په ماشومانو کې خوارځواکي کولای شي د هغوی په فزیکي او رواني وده کې خنډ جوړ کړي او په وینا یې، ناوړه اغېزې یې ښايي کلونه وخت دوام ومومي.

د بشرپاله مرستو پر وړاندې ګواښ

په داسې حال کې چې مرسته‌ رسوونکي بنسټونه لګیا دي څو غزې ته خواړه او روغتیايي مرستې ورسوي، خو د دې سیمې په بېلابېلو برخو کې هوايي او ځمکنیو بریدونو د دغو مرستو د لېږدولو بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی. همداراز، یو شمېر بشرپاله بنسټونو د امنیتي ګواښونو له امله خپل فعالیتونه درولي دي. د غزې خلکو ته یوازې یوه ډېره سلنه مرستې رسېږي او ډېری کسان چې لویه برخه یې ماشومان دي، له دې مرستو څخه محرومېږي.

د ماشومانو پر راتلونکي ناوړه اغېزې

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له‌مخې، په غزه کې تر دوو مېلیونو ډېرخلک محاصره دي چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان ښودل شوي. راپور کې راغلي چې د خوړو، اوبو او روغتیا پاملرنې ته د لاس‌رسي نشتوالی د دغه نسل راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی. ورته مهال، د یونیسف او سور صلیب په ګډون نړۍوال بنسټونه د غزې تړانګې ته د سملاسي مرستې او د خلکو لپاره د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.

د یادونې ده چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې چې د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د حماس له‌خوا پر اسراییل تر برید وروسته پیل شوې، له ۵۱ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ډېره برخه یې ماشومان او مېرمنې دي.