• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پي ټي اېم کاناډا څانګې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول وغندل

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۳۱ GMT+۱

له بلجیم او ډنمارک وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ کاناډا څانګې په تورنټو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري ستنولو په غبرګون لاریون وکړ. لاریون کوونکو د کډوالو په اړه د پاکستان دغه اقدام د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل یاد کړی.

په دغه لاریون کې د پاکستاني ریاست له خوا پر پښتنو د روانو ظلمونو، جبري ورکولو، او بندي کولو پر ضد هم غږ پورته شو.

لاریون کوونکو د پښتون ملتپالو مشرانو لکه علي وزیر، ملک نصیر کوکيخېل او حاجي صمد چې د پاکستان په بند کې دي، د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ کاناډا څانګې غړي ډاکټر رحیم سیال افغانستان انټرنشنل - پشتو سره په خبرو کې ددغه لاریون په اړه وویل: «زموږ غوښتنې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو غندل وو، د نړۍوالو توجه راجلبول او همدا ډول د کاناډا نه غوښتنه وه چې په پاکستان فشار رواړي څو د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي، په ټوله کې زموږ هدف دا وو چې خلک پوه شي چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو سره ظلم روان دی.»

ددغه غورځنګ یو بل غړي سید مزمل شاه د لاریون ګډوالو ته وویل: «زموږ مبارزه یوازې د سرحدونو خبره نه ده، دا د عزت، انصاف، او له وېرې پرته د ژوند کولو حق دی،».

په دغه لاریون کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د لغمان والي عبدالجبار نعیمي هم ګډون کړی وو.

د لاریون ګډونوالو له نړۍوالو او کاناډايي ادارو وغوښتل، چې د دې ظلمونو پر وړاندې خپل مسولیت ترسره کړي.

د پښتون ژغورنې غوځنګ مرکزي څانګې په پاکستان دننه او په بهرنیو هېوادنو کې د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو په غبرګون کې لاریونونه اعلان کړي،

نن له کاناډا وړاندې په ډنمارک او بلجیم هېوادنو کې کې هم د دغه غورځنګ غړو لاریونونه ترسره کړل او د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دریځ یې وغانده.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت درې مېلیونه افغان کډوال جبري له خپل هېواد څخه وباسي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو ادارو د پاکستان دغه پرېکړه غیر قانوني او غیر انساني بللې ده او له پاکستان یې غوښتي، چې د کډوالو د جبري بېرته ستنولو لړۍ ودروي.

په افغانستان کې د کډوالو اړوند ادارو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا پاکستان نږدې اته لکه افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ډان ورځپاڼه: افغان کډوال د پاکستان او طالبانو د کړکېچنو اړیکو قرباني دي

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې خپرې شوې مقاله کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو او بې‌باورۍ اړوند ده، ویلي چې افغان کډوال د دواړو خواوو د کړکېچنو اړیکو قرباني دي. په مقاله کې د پاکستان پر افغان تګلارې سختې نیوکې شوې او روانه ناامني یې له دغو اړیکو سره تړلې بللې ده.

په مقاله کې راغلي: (ډېری وخت ویل کېږي چې پاکستان روښانه او خپلواکه افغان پاليسي نه لري. هغه څه چې د پاکستان پوځ او استخباراتو(په تاريخي ډول) د افغانستان په اړه تعقیب کړي، زیاتره د هند پر محور ولاړه تګلاره و. کله چې په کابل کې یو هندپال حکومت ړنګ شو، نو اسلام‌اباد د نوي وضعیت په وړاندې بې باوره او ناپېیلی ښکاره شو.)
په مقاله کې دغه راغلي، چې د پاکستان د پوځ او د هغوی له خوا د ملاتړ کېدونکو پوهانو ډېرې هیلې دا وې، چې ګواکې دوی وکولای شي له افغانستان سره له پولو هاخوا سترې اقتصادي پروژې پیل کړي او یو ملګری حکومت په ګاونډ کې ولري.
طالبان په افغانستان کې د پاکستان ضد احساسات پاروي
په بنسټیز ډول اسلامي جماعت د پاکستان د پوځ سره د افغانستان د تګلارې په جوړولو کې مهم رول ادا کړی، چې دا تګلاره د هند په اړه د پاکستان له پراخې ستراتېژۍ سره همغږې وه.
د پاکستان له جوړېدو راهيسې، افغانستان د پاکستان حاکميت په سختۍ سره منلی او اکثره یې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان د قامپالو او بېلتون‌پالو خوځښتونو ملاتړ کړی.
افغانستان له هند سره نږدې اړیکې لرلي، خو که څه هم تل د ترینګلتیاوو لامل بلل شوی، هېڅکله یې پاکستان ته مستقیم پوځي ګواښ نه دی کړی، ان د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کلونو د جګړو پر مهال هم.
پاکستان او افغانستان سره له دې چې د سړې جګړې پرمهال د متضادو بلاکونو برخه و، خو لا یې هم دا چانس درلود چې دوستانه اړیکې ولري.
دواړو لورو ته د واک غوښتونکو اشخاصو غرور اکثرا دا فرصتونه ضایع کړي او یو بل یې پارولي او خفه کړي دي.
پاکستان د طالبانو ځکه ملاتړ وکړ، چې د ډيورنډ په کرښه یو دوستانه حکومت رامنځته کړي، خو منتقدین وايي چې د پاکستان د پوځ له نظره "دوست هېواد" هغه دی چې تابع وي، نه برابر.
د مقالې په یوې برخه کې راغلي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) موضوع اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو له تر ټولو جدي خنډونو څخه ګرځېدلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې ژور اختلافات رابرسېره کړي دي.
د مقالې پربنسټ، کله چې د انتخاب وخت راغی، نو د طالبانو حکومت داسې ښکاره کړه لکه د ټي ټي پي ملاتړ یې چې د پاکستان سره د ښې اړیکې پر ځای غوره ګڼلې وي او دا هماغه طرز دی چې پخوانيو افغان حکومتونو هم له اسلام‌اباد سره خپل روابط اداره کول.
اسلام‌اباد اوسمهال اندېښنه لري، هسې نه افغانستان له هند سره لا نږدې شي او دا موضوع د پاکستان سره په ډيورنډ کرښه یو ګواښ بلل کېږي.
په مقاله کې زیاته شوې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ترينګلتيا د نه ختمېدونکي بې‌باورۍ ښکارندوی ده، سره له دې چې د سوداګرۍ او د پولو امنيت په برخه کې د همکارۍ هڅې روانې دي، خو دا بې‌باوري نوره هم ژوره کېږي.


افغان کډوال په پاکستان کې د دې ترينګلو اړیکو قرباني شوي
د طالبانو لپاره د ټي ټي پي موضوع اوس د "عزت" او د یوې ستراتېژيکې پانګې په توګه مطرح ده.
هغوی د دې ډلې د ملاتړ په بدل کې له پاکستان سره خپلې اړيکې زیانمنې کړي او په پاکستان کې مېشتو افغانانو د هوساینې پروا یې نه ده کړې.
له بلې خوا، طالبان د افغانستان دننه د پاکستان ضد احساساتو ته وده ورکوي.
د دوی رسنۍ فعاله دي او بېرته راګرځېدلي افغان کډوال او د دوی ستونزې رسنيزې کوي او دا هم وايي، چې په پاکستان کې هغوی ته سپکاوی شوی.
د مقالې له مخې، دا روایت اوس ان هغو افغانانو کې هم محبوبیت موندلی، چې پخوا د طالبانو د واک سخت مخالفين وو.
اوس افغان شاعران او فرهنګي شخصيتونه د طالبانو واک ته رومانتيکه بڼه ورکوي، پاکستان ته بد وايي او کډوالو ته وايي، چې له کلونو جلاوالي وروسته بېرته وطن ته ستانه شي.
د ډان ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي، چې اوسنی وضعیت د ځان ارزونې یو فرصت برابروي، په ځانګړي ډول د پاکستان لپاره او هغو مذهبي ګوندونو لپاره چې پخوا یې په افغانستان کې د "جهاد" ملاتړ کاوه.
خو پاکستان اوس د عکس‌العمل په حالت کې دی او داسې ښکاري، چې د افغان کډوالو شړل د یوه ستراتېژیک پلان پر ځای سیاسي انګیزه لري.
دا سزا ورکونکی چلند یوازې د مایوسۍ څرګندونه نه ده، بلکې د دې خبرې پټ اعتراف هم دی چې د پاکستان افغان پاليسي ناکامه شوې ده.
دې پاليسۍ پنځوس کاله دوام درلود، خو په بدل کې یې یوازې ترهګري، تندلاريتوب، اقتصادي کمزورتیا او د حکومتدارۍ ضعف ورکړ.
دا پایلې لا هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې د تور سیورې په څېر پاتې دي.
په مقاله کې زیاته شوې، چې د پخوانيو زخمونو بیا راخلاصول، د رغېدو لاره نه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ باید یو نوی پیل وشي، یو نوی فکر چې د ښې اړیکې لپاره نوي اصول وضع کړي.
دا نوی پیل کولای شي د پاکستان د کډوالو پالیسۍ له بیا کتنې سره پيل شي او باید یو بشپړ، عزتمند او خوندي پلان جوړ شي، څو افغان کډوال په خپله خوښه خپلو کورونو ته ستانه شي.
د مقالې په یوې برخه کې دا زیاته شوې ده، چې دا پلان باید یوازې بشري اړخ ونه لري، بلکې باید د اقتصادي همکاریو لپاره هم زمینه برابره کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ او له پولو هاخوا تر ټولو مهمه دا ده، چې دا پلان باید د افغانستان په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې ژمنه ولري، پرته له دې چې نړۍوال یا سیمه‌ییز قدرتونه څه غوښتنه لري.
د مقالې پایله دا ده، چې که پاکستان بیا هم په افغانستان کې له نوې مداخلې سره زړه وتړي، دا نه یوازې هلته بې‌ثباتي زیاتوي، بلکې د پاکستان په خپل نازک وضعیت لرونکو سیمو لکه بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې هم ناارامي نوره زیاتوي.

چین طالبانو ته د شانګهای په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې چین د دې ډلې استازو ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د دغه وزارت ادارې مرستیال محمد نعیم په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د شانګهای غونډې ته د دې ډلې د استازو د بلنې هر کلی وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د طالبانو د حکومت او چین ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې د رابلل شوي پلاوي د کچې او جوړښت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د چین سفیر د طالبانو په حواله ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.

چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې په رسمي ډول یې د طالبانو سفیر منلی او د افغانستان له واکمن رژیم سره نږدې ډیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې لري.

د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی و، خو په ۲۰۲۱ کال کې د رژیم له ړنګېدو وروسته د دغه هېواد غړیتوب وځنډول شو او له تېرو څلورو کلونو راهیسې د دغه سازمان په غونډو کې د طالبانو استازو ته پکې بلنه نه ده ورکړل شوې.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرمیک بایف مخکې اعلان کړی و، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د شورا ۲۵مه سرمشریزه به د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې په چین کې تر سره شي.

هغه دا هم وویل چې د غونډې اجنډا به "ډېره بډایه" وي.

د پي ټي اېم بلجیم او ډنمارک څانګې: پاکستان د افغان کډوالو سره د نړۍوال قانون خلاف چلند کوي

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۱

د بلجیم په بروکسل او د ډنمارک په اغوس کې نن یکشنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د بلجیم او ډنمارک څانګو له لورې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو په غبرګون کې لاریونونه کړي. لاریون کوونکو د افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت چلند د بشري قوانینو خلاف بللی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان دننه او په نوره نړۍ کې د پاکستاني حکومت له لورې د افغان کډوالو په جبري بېرته ستنولو ته د غبرګون په موخه لاریونونه اعلان کړي، چې نن په بلجیم او ډنمارک کې ترسره شول.

د دغه غورځنګ د بلجیم څانګې مشر وحید شېرزاد لاریون والو ته په خبرو کې وویل: « له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان ظالم او جابر ریاست له خوا د افغان کډوالو پر ضد یو بې‌ساری، غیرانساني او له قانون څخه سرغړونکې کمپاین روان دی.»

بل پلو په ډنمارک کې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر میرویس سالم وزیر دغه لاریون ته په خبرو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام ظالمانه وباله او له نړۍوالو یې وغوښتل، چې ددغه چارې د مخنیوي لپاره په پاکستان فشار زیات کړي.

سالم وزیر وویل: «په تېرو څو میاشتو کې زرګونه افغان کډوالو کورنۍ چې ښځې، ماشومان او زاړه پکې شامل دي له خپلو کورونو اېستل شوي، شتمنۍ یې چور شوي، او ان د هغو کسانو کورونه هم نړول شوي، چې د قانوني اسنادو له مخې هلته مېشت وو. موږ دا ظالمانه چلند په کلکو ټکو غندو. دا کړنې د کډوالو د نړۍوال کنوانسیون، د بشري حقونو نړۍوالو میثاقونو او هغه قوانين چې پاکستان لاسلیک پرې کړی، سرغړونه ده».

د لاریون نورو ویناوالو پخپلو خبرو کې د پاکستان په حکومت تور پورې کړ، چې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا له قانوني بهیر پرته له کورونو اېستل کېږي او کورنۍ یې بې سرپرسته پرېښودل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاریونونو کې د بلجیم او ډنمارک له حکومتونو، اروپايي اتحادیې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، د بشري حقونو له سازمانونو او له ټولو ازادو ملتونو غوښتنه وکړه، چې په پاکستان فشار زیات کړي چې د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول ودروي.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول پیل کړي او پلان لري چې په پاکستان کې مېشت درې مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

په افغانستان کې د کډوالو چارو اړوند ادارو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال را پدېخوا پاکستان نږدې اته لکه افغان کډوال جبري بېرته افغانستان ته ستانه کړي او لا هم دا لړۍ راونه ده.

امیرخان متقي د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د کنټرول خونې د رامنځته کېدو هرکلی وکړ

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني خبرو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په موخه د کنټرول خونې له رامنځته کېدو هرکلی وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمدتکل په خپل اېکس کې لیکلي، چې امیر خان متقي له خپل پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار سره ټلیفوني خبرې کړي او په کابل کې یې د دواړو لورو ترمنځ د شویو ژمنو پر تعقیب ټينګار کړی.

‏نوموړي لیکلي: «په دې ټلیفوني مکالمه کې ښاغلي اسحاق ډار کابل ته د سفر په جریان کي د ښې مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او ټينگار يې وکړ، چې کابل کې د شویو ژمنو د پلي کېدو لپاره به هڅې کوي او په ځانگړي ډول د کډوالو د ستونزو په حل کولو او شکایتونو د اورېدلو لپاره به جدي اقدامات کوي.»

حافظ ضیاء احمد تکل لیکلي، چې په دغه ټلیفوني خبرو کې اسحاق ډار د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له خوا د کنټرول‌خونې د ايجاد او د کډوالو د شکايتونو د اورېدو په موخه د مرستې لپاره د تلیفوني شمېرو د خپرولو خبر هم ورکړ.

‏نوموړي وړاندې لیکلي: «امیرخان متقي هم کابل ته د خپل پاکستاني سيال سفر د ستونزو د حل په لور یو مثبت ګام وباله او د شویو پرېکړو د پلي کولو، په ځانگړي توگه هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه په مرکزي کچه د کنترول‌خونې او د مرستې د اړيکې شمېرو د فعالولو اقدامات وستایل.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د ځورونو د پېښو د ثبت لپاره یوه ۲۴ ساعته فدرالي کنټرول خونه جوړه کړې ده.

دغه اقدام کابل ته ددغه هېواد د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له سفر او اعلان وروسته شوی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، چې د ملي ناورین د معلوماتو مدیریت مرکز (NCIMC) کې له افغان کډوالو سره د مرستې او د احتمالي ځورونې د شکایتونو د ثبت لپاره یو ۲۴ ساعته فعال فدرالي کنټرول روم جوړ شوی دی.

محمد صادق وايي، چې دا کنټرول خونه د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر کې د شفافیت او انساني چلند د تامین لپاره کار کوي او هر ډول شکایتونو ته به رسېدنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او ورسره پلاوي تېره ورځ کابل ته رسمي سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې د دوه اړخیزه اړیکو ترڅنګ، په امنیتي، اقتصادي او په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې.

په دې وروستیو کې د طالبانو او د پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلي حالت ته رسېدلې وې، دواړو لوریو په یو بل د ترهګرو ډلو د پاللو تورونه پورې کول.

پاکستان ادعا کړې وه، چې افغان طالبانو ټي ټي پي ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.

همدا ډول طالبانو بیا پاکستان تورن کړی وو، چې داعش ته یې روزنځایونه ورکړي دي.

دا تورونه دواړو خواو رد کړي وو.

پاکستان نن د تورخم له لارې له نهه سوه زیات افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۵۸ GMT+۱

د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۱مه) د تورخم له لارې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي. د کډوالو په دغه جوپه کې د ACC کارت لرونکي او بې اسناده افغانان شامل دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې ۴۵۳ د ACC کارت لرونکي او ۴۵۱ نور افغان کډوالو چې اسناد یې نه درلود، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي.

په علامیه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال د خېبرپښتونخوا له بېلابېلو سیمو د جبري بېرته ستنولو کمپ ته استول شوي وو.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې ۴۹,۸۰۴ غیرقانوني افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد درې مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

په همدې موخه له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان په ټولو ښارونو کې د پولیسو له لورې کور په کور د افغانانو تالاشۍ روانې دي.

د افغان کډوالو په اړه د پاکستان دغه اقدام د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړۍوالو ادارو غیر قانوني او غیر انساني بللی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې دا لړۍ ودروي خو تر اوسه دا لړۍ لا هم روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د‌ پاکستان د بهرینو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته د خپل سفر په لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د کډوالو د ستونزو په ګډون د اړیکو پر پراختیا او د مسایلو د سوله ییز حل په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له قوله ویلي، چې "په پاکستان کې د افغان کډوالو ملکیتونه، جایدادونه او اجانس هېڅوک نه شي ایسارولی." نوموړي ژمنه کړې چې پاکستاني امنیتي ارګانونه به په دې برخه کي د هر ډول خپل سري عمل مخه نیسي.

متقي په دغه لیدنه کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او له پاکستاني پلاوي یې غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.