• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا برادر را ستنو شویو کډوالو ته: د مالکیت احساس او غرور یوازې په خپله خاوره کې دي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان څخه راستنو شویو کډوالو سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې ازادي، غرور او رښتینې خوشحالي یوازې په خپله خاوره کې ده.

ملا عبدالغني برادر د چار شنبې په ورځ، د غويي پر لسمه، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان څخه په جبري توګه بېرته راستنو شویو کډوالو سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې د بل تر واک لاندې خاوره کې د مالکیت احساس، عزت او غرور نشته.

نوموړی وايي، د مالکیت احساس او خوشحالې یوازې په خپله خاوره کې ده.

هغه زیاته کړې، «موږ پوهېږو چې تاسې په جبري او ناڅاپي توګه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي یاست، کاروبارونه مو خراب شوي، ډېر وسایل او امکانات مو پاتې شوي، تعلیم او زده کړې مو نیمګړي پاتې شول. روښانه ده چې دا سخت حالت دی.»

دغه طالب چارواکی وايي، چې د راستنو شویو افغانانو لپاره به د کار کولو زمینه او د هغوی ماشومانو ته به د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي. برادر وايي، « ستاسې د ستونزو د حل لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وکړو. ماشومان به مو مدارسو او ښوونځیو ته ځي، کاروبارونه به مو جوړېږي او ټولې ممکنه اسانتیاوې به درته برابرېږي.»

نوموړي پر همدغه مهال پر نړیوالو مرستندویه موسسو غږ کړی، چې د راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.

له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوې او طالبان وايي، تردې مهاله شاوخوا شپږ سوه زره افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی