• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژوند او روغتیا؛ د مګنیزیم د خوړلو غوره وخت کوم دی؟

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۱۳ GMT+۱

مګنیزیم یو مهم منرال دی چې د روغتیا په ډېرو برخو کې رول لري. څېړنې ښيي، چې مګنیزیم کولای شي د وینې شکر کنټرول کړي، د مایګرېن (شدید سردرد) مخه ونیسي، د وینې فشار راکم کړي او د خپګان مخنیوي کې مرسته وکړي.

که مګنیزیم له خوړو سره وخوړل شي، د ځینو ناوړه اغېزو مخه نیولی شي.

همداراز، دا درمل باید د نورو درملو د وخت پر بنسټ وخوړل شي، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دوامداره وي.

د مګنیزیم لپاره وړاندیز شوی ورځنی مقدار د لویانو لپاره ۳۱۰–۴۲۰میلی ګرامه دی.

ډېری خلک دا اړتیاوې له خوړو پوره کولی شي، خو په ځینو حالتونو کې سپلیمېنټ ته اړتیا پیدا کېږي.

ایا د مګنیزیم د خوړلو لپاره وخت مهم دی؟

که تاسو مګنیزیم د خپل وضعیت د ښه کولو، اضطراب کمولو یا د خوب د کیفیت د لوړولو لپاره خورئ، باید پوه شئ چې دا ګټې د اوږدمهاله استعمال سره تړاو لري.

د بېلګې په توګه، په یوه څېړنه کې چې ۱۳۰مایګرېن لرونکي (شدید سردرد لرونکي) کسان پکې شامل وو، معلومه شوه چې د مګنیزیم لرونکي سپلیمېنټ خوړل د مایګرېن پېښې کمې کړې. ګډونوالو وویل، چې د درېیو میاشتو په موده کې د مایګرېن ورځو شمېر کم شوی و.

بله څېړنه ښيي، چې مګنیزیم د خپګان نښې په ۱۱۲ لویانو کې کمې کړې وې، چې د دوه اونیو په موده کې یې اغېز څرګند شوی و.

یوې بلې څېړنې چې په ۴۶لویانو ترسره شوې وه، ښيي چې هره ورځ ۵۰۰میلی ګرامه مګنیزیم د اته اونیو لپاره خوړل د بې خوبې نښې لکه د خوب وخت ښه کړي دي.

نو، مګنیزیم هر وخت خوړل کېدای شي، خو باید منظم او دوامداره وخوړل شي.

ځینو ته د سهار له خوا خوړل یې اسانه وي او نور ښايي دا غوره وګڼي چې د ماښام له خوړو یا له خوب مخکې یې وخوري.

ایا له خوړو سره وخوړل شي؟

که څه هم مګنیزیم عموماً ښه هضم کېږي، خو ځینې ناوړه اغېزې لرلای شي.

تر ټولو عامې اغېزې یې د هاضمې ستونزې دي، لکه نس‌ناستی، زړه بدوالی یا استفراق.

که تاسو له دې نښو سره مخ شئ، نو مګنیزیم حتماً له خوړو سره وخورئ، خو که دغه نښې بیا هم وې د روغتیا له یوه متخصص سره مشوره وکړئ.

په پای کې بیا هم یادونه کوو، چې د مګنیزیم ګټې د اوږدمهاله خوړلو سره تړلي دي او دا سپلیمېنټ هر وخت خوړل کېدای شي، خو د سهار پر مهال یې خوړل ستاسو انرژي ډېروي او د ماښام مهال مو خوب ښه کوي.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۳

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۴

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۵

شاه محمود میاخېل: د راتلونکي نظام د مشروعیت لپاره «واقعي لویه جرګه» د حل لار ده