زندۍ شوي غږونه؛ د افغانستان په جمهوري نظام کې نږدې دوه زرو ښځو په رسنیو کې دندې لرلې
د طالبانو تر سختدریځې واکمنۍ وړاندې د مخکني جمهوري نظام پرمهال نږدې دوه زره ښځې په بېلابېلو برخو کې د افغاستان په ګوډ ګوډ کې له رسنیو سره په دندو بوختې وې. د طالبانو له سختو بندیزونو وروسته یو شمېر ښځینه خبریالانې مجبورې شوې، چې هېواد پرېږدي.
د جګړې او سولې راپور ورکوونکي انسټیټیوټ (IWPR) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو نه یوازې د دغو ښځینه وو غږ چوپ کړی، بلکې د دوی ټولنیز او رسنیز حضور یې هم له منځه وړی دی.
صوفیا ناصري هم له همدې ډلې یوه ده، چې اوس په برېټانیا کې ژوند کوي. دې ۲۷ کلنې خبریالې په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نۍ) کې د ژورنالېزم تر دوه کلنو زده کړو وروسته رسنیز فعالیت پېل کړ، خو د طالبانو په راتګ سره یې دنده هم له لاسه ورکړه. نوموړې وویل: « طالبانو زما خوبونه له خاورو سره خاورې کړل. زه یوازې له دندې نه یم بې برخې شوې، بلکې خپل غږ هم بایللی.»
د طالبانو بیا راتګ د افغان مېرمنو ژوند له بېساري ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي محدودیتونو سره مخ کړی.
سمیه ولیزاده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز سره کار کوي وايي: «نږدې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې له هېواده وتلې دي.»
هغې زیاته کړه، طالبان د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې ۲۲ محدودوونکي فرمانونه صادر کړي، چې ډېری یې د ښځو پر ضد وو.
له دې ډلې یوه دا هم ده چې نارینه خبریالان نه شي کولای له ښځینه سرچینو سره مرکې یا ټلیفوني خبرې وکړي.
همدا راز یو شمېر ښځینه یوټیوبرانې هم له فعالیتونو څخه منعه کړای شوي دي.
یوه بله ښځینه خبریاله چې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي او نه غواړي نوم یې خپور شي شپږ کاله یې د کابل په سویل کې له یوې سیمه ییزې راډیو سره کار کاوه.
هغې وویل: «موږ د میندوارۍ، جنسي روغتیا او ټولنیزو موضوعاتو په اړه خپرونې درلودې. موسیقي مو خپروله او د هغو ښځو غږ مو پورته کاوه چې د ټولنې له نظره پټې وې.
خو د طالبانو له راتګ سره دا هر څه بند شول. اوس بې کارۍ له ژونده زړه تورې کړې یم.»
تاج الدین چې په بدخشان کې یې له ښځو سره د رسنیو په برخه کې ۲۰ کاله کار کړی اندېښنه څرګندوي، چې د ښځینه خبریالانو نشتوالي په کلیوالي سیمو کې د ښځینه وو پر وړاندې ځنې جدي ننګوونې له رسنیز کیدو پټې ساتلې دي.
هغه زیاته کړه: «په دغو سیمو کې د ښځو د بشري حقونو وضعیت دومره خراب دی چې بیانول یې سخت دي او دا ځکه چې ښځینه خبریالانې نشته. دا ستونزې هلته پټې پاتې شوي او هېڅکله رسنیو ته نه رسیږي.»
د جګړې او سولې د راپور ورکوونکي انسټیټیوټ په راپور کې همدا راز اندېښنه ښودل شوې، چې اوسمهال په هېواد کې یوټیوبرانو د خبریالانو ځای نیولی او له همدې کبله مسلکي خبریالي هم زیانمنه شوې ده.
طالبانو د هېواد په ډېری ولایتونو کې ټلوېزیوني خپرونې له دې کبله بندې کړي، چې ملا هبتالله د ساه کښو انځورونو خپرول منعه اعلان کړي دي.
همدا راز د پلازمېنې کابل په ګدون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خبریالانو خبرونه سانسور شوي او سیاسي خپرونې هم د طالبانو تر ځانګړي څار وروسته خپرېږي.