یاده اعلامیه د چین د ولسمشر شي جین پینګ د مسکو تر سفر وروسته خپره شوې، چې پکې دواړو هېوادونو هیله څرګنده کړې چې افغانستان باید یو خپلواک، بېطرف، له نشهيي موادو پاک، متحد او سولهییز هېواد شي.
چین او روسیه وايي، سیمهییز میکانیزمونه لکه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې، د مسکو فارمټ، د چین-روسیې-ایران-پاکستان څلور اړخیزه ډله او د شانګهای د همکارۍ سازمان کولی شي د افغانستان د کړکېچ د سیاسي حل لپاره رغنده رول ولوبوي.
دواړو هېوادونو دا هم ویلي چې د دې سیمهییزو چوکاټونو همغږۍ هڅې باید دوام ومومي او نړۍواله ټولنه دې هم پکې پراخه فعاله ونډه واخلي.
چین او روسیه، چې د افراطیت پراخېدو، د سرحدونو بېثباتۍ او د نشهيي موادو د قاچاق په اړه اندېښمن دي، هڅه کوي له څو اړخیزو همکاریزو فورمونو کار واخلي څو د افغانستان راتلونکی باثباته کړي.
چین غواړي د "یو کمربند، یوه لار" ستراتیژۍ له لارې افغانستان ته د سیمهییز اتصال یوه کړکۍ پرانیزي، په داسې حال کې چې روسیه افغانستان ته د مرکزي اسیا د امنیت لپاره ستراتیژیک اهمیت ورکوي.
څو ورځې وړاندې، د پارلېمینټ ټاېمز ورځپاڼې یوې مقاله کې لیکل شوي و، ویل شوي و د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د بې ساري زیاتوالي په لړ کې نړۍوال څارونکي او امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، چې افغانستان بیا د سختدریځو او ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدلېدونکی دی.
دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه، چین او روسیه باید سملاسي او مسوولانه اقدام وکړي؛ تر څو د سوېلي او مرکزي اسیا د بې ثباتۍ او ناامنۍ مخه ونیول شي.
امنیتي شنونکي باور لري، که له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو ملاتړ همداسې دوام ولري؛ نو د سیمه په کچه به یو ژور امنیتي ناورین رامنځته شي، چې د منځنۍ اسیا تر څنګ به پر چین او روسیې هم بدې اغېزې ولري.