• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: اسراییل دې مرستې د فشار وسیله نه ګرځوي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو بېلابېلې مرستندویه ادارې وايي چې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې او دا مرستې یې د فشار وسیله ګرځولي دي.

اسراییلي چارواکو د یوه پلان له مخې مرستندویو ادارو ته ویلي، چې یوازې د غزې په سوېل کې یو څو مرکزونه جوړ کړي او هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې مرستې د غزې ټولو سیمو ته ورسوي.

د ماشونو د ملاتړ ادارې ویاند وايي، د اسراییل هغه وړاندیز چې یوازې د غزې سوېل کې یو څو مرستندوی مرکزونه جوړ شي، خلک د بې ځایه کېدو او مړینې ترمنځ له یوې ناممکنې ټاکنې سره مخ کوي.

د دغې ادارې ویاند جېمز ایلډر په جنیوا کې خبریالانو ته وویل:« دا پلان د بشري اصولو خلاف دی او ښکاري چې مرستندوی توکي د فشار د وسیلې په توکه کارول کیږي. دا خطرناک کار دی، چې ملکي وکړي دې پوځي سیمو ته د خوړو راټولولو لپاره واستول شي، مرستې باید هېڅکله د معاملې وسیله ونه ګرځول شي.»

نوموړی وايي، که د اسراییل دا پلان عملي شي، تر ټولو ډېر به ماشومان، زاړه کسان، ناروغان او ټپیانو له سختو ستونزو سره مخ شي.

غزې ته د اسراییل له خوا د مرستو رسولو پلان کې ویل شوي، چې په ورځ کې یوازې ۶۰ لاریو مرستو ته د ورتګ اجازه ورکول کیږي.

همدا راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر ویاند وايي، چې د اوربند پرمهال د مرستو بهیر ښه پایله ورکړې وه، اوس دې هم اسراییل د مرستو بار هغه لاریو ته غزې ته د ورتګ اجازه ورکړي، چې د غزې په څو کیلومترۍ کې ولاړې دې.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) ویلي، چې د توکو بار له ۳۰۰۰ څخه ډېري لارۍ د غزې له پولې بیرون ولاړې دي. د دغه ادارې د اړیکو مشر جولیېټ توما وايي:«دا یو لوی مالي تاوان دی، ځکه دا خواړه او روغتیايي توکي کولای شي وږې ماشومان تغذیه او ناروغان تداوي کړي. وخت تیرېږي، دروازې باید پرانېستل شي محاصره باید ژر ختمه شي.»

نوموړي د اسراییل د بندیانو د خوشې کېدو او د مرستو د بهیر د عادي کېدو غوښتنه هم کړې ده.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (اوچا) ویلي، چې د اپریل میاشتې راهیسې له ۸۰ څخه ډېر هغه ځایونه د توکو د کمښت له امله بند شوي، چې په غزه کې یې خلکو ته خواړه چمتو کول.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو مرستندویه ځانګو د اسراییل هغه ادعاوي چې ګواکې مرستې وسله والو ډلو ته رسیږي په کلکه رد کړي او وايي، چې د ملګرو ملتونو مرستي تر ټاکلو روغتیايي مرکزونو پورې رسیږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په سوېلې سوډان کې جګړې تر ۶۰ زرو ډېرو خوارځواکو ماشومانو ته د مرستې رسونې مخه نیولې

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۱

د سوېلي سوډان د نیل سیند په اوږدو کې روانې جګړې تر ۶۰ زرو ډېرو خوارځواکو ماشومانو ته د خوړو توکو او درملو رسېدو مخه نیولې ده. رویټرز خبري اژانس وايي، یوه میاشت وشوه چې د جګړې شدت نه کمېږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام او یونېسف د پنجشنبې په ورځ ویلي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د «اپر نیل» ایالت لپاره چمتو شوې مرستې به د مې میاشتې تر پایه ختمې شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام استازي وویل: «د جګړې پرمهال ماشومان تل ترټولو ډېر زیانمن کېږي. که مرستې ور ونه رسېږي، هغوی به نور هم ناروغه او پر خوارځواکۍ اخته شي.»

سوېلي سوډان محدود پاخه سړکونه لري او د نیل سیند خلکو ته د مرستې رسونې لپاره ډېر مهم دی، خو د جګړې له امله د اوبو لارې هم ناامنه شوې دي.

یادو بنسټونو په واضح ډول نه دي ویلي چې کومې ډلې جګړه کوي، خو له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د نیل سیند ته څېرمه د دولتي ځواکونو او «سپین پوځ» په نوم ملېشو ترمنځ جګړه روانه ده.

دا جګړې د ولسمشر لومړي مرستیال ریک ماچار د نیول‌کېدو لامل شوې او په هېواد کې یې سیاسي ناورین لا ژور کړی دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ښايي په سوېلي سوډان کې یو وار بیا کورنۍ جګړه پیل شي.

تر دې مخکې یوه کورنۍ جګړه په ۲۰۱۸ کال کې پای ته ورسېده.

د افغانستان د جګړې په تړاو د ټرمپ خبره د سوشل میډیا کاروونکو د هند پاکستان جنګ سره تړلې

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۳:۲۳ GMT+۱

په ټولنيزو رسنیو او ټلویزیونو کې د ډونالډ ټرمپ د پخوانيو خبرو یوه ويډيو په پراخه کچه خپره شوې او «پرېږدئ چې جګړه وکړي» دا جمله یې څو ځله تکرار کړې. ګڼو کاروونکو دا خبري د هند او پاکستان د روانې ترينګلتيا سره تړلې دي؛ خو هغه دغه خبرې په ۲۰۱۹ کې د افغانستان د وضعت په اړه کړي وې.

په ټولنيزو رسنيو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخوانيو خبرو یوه ويډو د هند او پاکستان تر جګړې وروسته ډېره خپره شوه، چې نوموړي ویلي وه: «پرېږدئ، چې جګړه وکړي»

ترمپ دغه خبره ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړې ته په اشارې کړې او د هند او پاکستان مداخلې په اړه يې خبرې کړې وې.

نوموړي دغه خبرې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۲مه د کابينې په لومړۍ غونډه کې د یوې خبريالې د پوښتنې په ځواب کې کړې وې.

هغه مهال خبريالې له ټرمپ څخه په افغانستان کې د هند د رول په اړه پوښتنه کړې وه او ټرمپ د دې پوښتنې سره مخالفت هم ښودلی و.

هغه ویلي و: « نه هند او نه امریکا باید د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه کې ښکېل شي.»

ټرمپ هغه مهال زياته کړې وه: «زه فکر نه کوم هند دي په افغانستان کې ښکېل وي، زموږ جنرالانو ته مې هر څه ورکړل؛ خو هغوی هم هلته ښه نتیجه ور نه کړه، هغوی ۱۹ کاله هلته وجنګېدل.»

د ټرمپ د خبرو دغه برخه د ۲۰۲۵ کال په مۍ مياشت کې بیا خپره شوه، چې نوموړي ویلي وه: «ولې يې نه پرېږدو چې جګړه وکړي؟ ولي ځان ورګډو؟ ما وویل پرېږدئ چې جګړه وکړي.»

د هغه دا خبرې د افغانستان وضعت ته اشاره وه نه د هند او پاکستان ترینګلتیا ته.

د غزې عیسویان له نوي پاپ نه په دې سیمه کې د سولې ټینګښت هیله‌ لري

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۱

د غزې په تړانګه کې د عیسويانو یوې ټولنې د نوي کاتولیک پاپ د ټاکنې هرکلی کړی او هیله‌من دي چې هغه به په دې جګړه‌ځپلې سیمه کې د سولې ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په غزه کې د کلیسا د بېړني کمېټې مشر جورج انتون د پنجشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل: «موږ د نوي پاپ ټاکنې ته خوښ یو. هیله‌من یو چې هغه لکه د پاپ فرانسس په څېر د غزې له خلکو سره خواخوږی اوسي.»

پاپ فرانسس په ۲۰۲۳ کال کې د غزې په تړانګه کې د جګړې پرمهال په مکرر ډول د سولې هڅو لپاره خپل ملاتړ ښودلی و. د واتیکان رسنیو په وینا، هغه تر جګړې څو ساعته وروسته د غزې له کلیسا سره اړیکه نیولې وه او دغې اړیکې د جګړې تر پایه پورې دوام درلود.

د غزې د عیسویانو ټولنې غوښتنه تر هغه وروسته کېږي چې امریکایی رابرټ فرانسس پرووسټ د کاتولیکانو د نوي پاپ په توګه ټاکل شوی دی.

دی تر هغه وروسته د کاتولیکانو د مشر په توګه ټاکل کېږي چې له دې وړاندې پاپ فرانسس په روم کې تر یوې مودې ناروغۍ وروسته مړ شو.

پاپ فرانسیس د روم کاتولیک کلیسا لومړنی لاتیني امریکایی مشر و. هغه په اصل کې «جورج ماریو برګوګلیو» نومېده او په ۲۰۱۳ کال کې د پاپ په توګه ټاکل شوی و.

زيلينسکي ټرمپ ته: که روسيه بې له شرطه اوربند مني دوی هر ډول خبرو ته چمتو دي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې ویلي که روسيه بې له قید او شرطه اوربند عملي کوي، دوی چمتو دي، چې په هره بڼه د سولې خبرې پيل کړي. نوموړی زياتوي، چې له ټرمپ سره یې د جګړې د وضعت د څېړولو ترڅنګ روسيې ته د ۳۰ ورځو اوربند وړانديز کړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمر زيلينسکي د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا له ولسمشر سره یې د جګړې د وضعت د څېړولو په اړه خبري کړي او دامهال د ۳۰ ورځني اوربند د منلو په اړه د مسکو ځواب ته په تمه دي.

نوموړي لیکلي، که روسیه رښتیا جګړه ختمول غواړي باید خبرې له اوربند څخه پیل کړي.

زيلينسکي ټينګار کړی، چې اوکراین ډيپلوماسۍ ته ژمن دی.

تر دې وړاندې د کریملین یوه ویاند ادعا کړې وه، چې کییف د خبرو اترو لپاره جدي نه دی، خو اوکراین وایي چې لا هم د مسکو عملي اقداماتو ته په تمه دی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزير د ایران له سفير سره د سوداګریزو اړیکو د زياتوالي په موخه کتلي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير په کابل کې د ایران له سفير علي رضا بیکدلي سره د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا او د صادراتو د زياتوالي په موخه کتلي دي. طالبانو زياته کړې، چې په ناسته کې د اومې ګډې اقتصادي کمېسيون د غونډې او ګډو صنعتي شرکتونو پر جوړولو هم خبري شوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۸مه) په يوه اعلاميه کې ویلي، چې نورالدین عزيزي په کابل کې د ایران له سفير علي رضا بيکدلي سره په لیدنه کې د چابهار بندر په اړه د درې اړخیزې ناستې پر جوړولو هم بحث کړی.

د طالبانو د اعلامیې له مخي، چې په ناسته کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د هوکړه لیک، افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر او سوداګرو پر سفر او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر زياتولي هم خبري کړي دي.

په ناسته کې افغاني او ایراني سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرېدو ټينګار شوی دی.

د دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې د ورته تیر کال په پرتله ۸۴سلنه زیاتوالی ښيي.

ایران افغانستان ته د تیلو محصولات، ودانیز توکي، کرنیز محصولات او ماشین الات صادروي.

د ایران حکومت هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی.