• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واټس اپ د پیغامونو د رالنډولو لپاره خپلو کاروونکو ته نوی فیچر وړاندې کوي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۱:۰۰ GMT+۱

په واټس‌اپ کې داسې ګڼ شمېر ځانګړتیاوې (فیچرونه) شته، چې تاسو سره د خپلو عزیزانو، ملګرو یا د دفتر له همکارانو سره د اړیکو په ټینګېدو کې مرسته کوي.

خو کله چې څوک د بې‌شمېره ګروپ چټونو، چینلونو او ټولنو برخه شي، نو د ټولو پیغامونو لوستل ډېر سخت شي، چې له امله یې ډېر مهم پیغامونه نالیدلي پاتې شي.

د دې ستونزې د حل لپاره، میټا (Meta) یو نوی فیچر وړاندې کوي.

د یو راپور له مخې، واټس‌اپ پر یو نوي وسیله کار کوي، چې د پیغامونو لنډیز (summary) به وړاندې کوي.

راپور زیاتوي، چې دا لنډیزونه به د میټا AI له لارې د ګروپونو، چینلونو او انفرادي چټونو لپاره شخصي ډول برابر شي.

د دې فیچر موخه دا ده، چې کاروونکو ته اسانتیا ورکړي څو بې‌ځایه وخت له لاسه ور نه کړي او ټول پیغامونه په خلاصه توګه ولوستل شي.

راپور زیاتوي، چې دا فیچر دا مهال د واټس‌اپ د اندرایډ وسیلو په (ازمایښتي) نسخه کې ازمویل کېږي.

د دې فیچر کارول به هغه مهال ممکن شي کله چې یو کاروونکي ته د مشخصې شمېرې نوي پیغامونه راشي.

په دې حالت کې به د "unread" پیغامونو پورته یو اپشن ښکاره شي او چې پرې کلیک وشي، د ټولو پیغامونو خلاصه به جوړه شي.

راپور زیاتوي، چې شرکت هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې ستاسو پیغامونه لا هم له اول نه تر اخیره انکرپټ پاتې شي او نه میټا، نه واټس‌اپ او نه کومه بله درېیمه ډله ورته لاسرسی ولري.

اوس مهال دا روښانه نه ده، چې د پیغام لنډیز به د هماغې چټ په دننه کې ښکاره شي، که به د میټا AI لپاره جلا چټ خلاصېږي.

همداراز ویل شوي، چې دا فیچر به هغو چټونو کې کار نه کوي چې "advanced chat privacy" پکې فعال وي.

د پیغامونو لنډیز فیچر څه شی دی؟

کله چې تاسو په واٹس اپ کې نوي پیغامونه ترلاسه کړئ، نو د "Unread" مسجونو په سر کې به یو نوی اختیار ښکاره شي.

په دې باندې کلیک کولو سره، د پیغامونو لنډیز به وړاندې شي چې تاسو ته د ټولو پیغامونو اصلي محتوا په لنډه توګه ښیي.

د محرمیت تدابیر

میټا ډاډ ورکوي، چې د دې فیچر په کارولو سره ستاسو ټول پیغامونه د "End-to-End Encryption" لاندې خوندي پاتې کېږي او نه میټا، واټس اپ او نه هم کومه درېیمه خوا ستاسو د پیغامونو محتوا ته لاسرسی لري.

د دې لپاره میټا یو نوی سیستم معرفي کړی، چې "Private Processing" نومېږي.

دا سیستم ډاډ ورکوي، چې ستاسو معلومات یوازې ستاسو په وسیله پروسس کېږي او د نورو له خوا نه لیدل کېږي.

لکه څنګه چې پورته یادونه شوې، دا فیچر لا هم په ازمایښتي مرحله کې دی، نو دا نه‌شي ویل کېدای چې کله به ټولو کاروونکو ته وړاندې شي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۳

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۴

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۵

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

•
•
•

نور کیسې

د هند او پاکستان د نظامي ځواک پرتلنه؛ هند له پاکستانه یوولس برابره زیاته دفاعي بودیجه لري

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۱
•
خبرخونه

د هېوادونو د نظامي ځواک درجه بندي د Global Firepower Index (GFP) له خوا کیږي چې له مخې یې د ۲۰۲۵ کال لپاره هند د نړۍ څلورم او پاکستان دولسم قدرتمن هېوادونه ګڼل شوي دي.

د جي ایف پي د ۲۰۲۵ کال لپاره د هند د دفاعي ځواک بودیجه د پاکستان د پوځ له بودیجې یوولس برابره زیاته بللې ده او ویلي یې دي چې هند د ۲۰۲۵ - ۲۶ کال لپاره شاوخوا ۷۸.۷ میلیارده ډالره بودیجه لري او پاکستان بیا د ۲۰۲۵ - ۲۶ کال لپاره ۷.۶ میلیارده ډالره بودیجه لري.

پرتلنه ښيي چې هند د پوځي ظرفیت له پلوه تر پاکستان څو برابره پیاوړی دی، چې زیات پوځ او جنګي وسایل لري.

د پوځ شمېر او جوړښت:
• هند: شاوخوا ۵.۱۳ میلیونه نظامي پرسونل لري، چې پکې ۱.۴۶ میلیونه فعاله پوځیان، ۱.۱۵ میلیونه احتیاطي ځواکونه او ۲.۵ میلیونه غیررسمي ملېشې شاملې دي.
• پاکستان: ټولټال ۱.۷ میلیونه نظامي پرسونل لري، چې پکې ۶۵۴,۰۰۰ فعاله پوځیان، ۵۰۰,۰۰۰ غیر رسمي ملېشې(پارامیلیټري) او ۵۵۰,۰۰۰ احتیاطي ځواکونه شامل دي.

هوايي ځواکونه:

• هند: ۲,۲۲۹ نظامي الوتکې لري، چې پکې ۶۴۳ جنګي الوتکې شاملې دي.
• پاکستان: ۱,۳۹۹ نظامي الوتکې لري، چې پکې ۴۱۸ جنګي الوتکې شاملې دي.

100%

ځمکنی ځواک:
• هند: ۳,۱۵۱ جنګي ټانکونه لري.
• پاکستان: ۱,۸۳۹ جنګي ټانکونه لري.

بحري ځواک:
• هند: یوه هوایي بېړۍ، ۱۱ ډیسټرایرونه، ۱۷ فریګیټونه، او ۱۶ ابدوزونه لري.
• پاکستان: ۸ فریګیټونه، ۵ ابدوزونه، او ۳ کورویټونه لري.

اټومې وسلې:
• هند: شاوخوا ۱۷۲ اټومي سرګلولې لري.
• پاکستان: شاوخوا ۱۷۰ اټومي سرګلولې لري.

100%

که څه هم پاکستان د ځینو برخو لکه د ځانچاودو توپونو او راکټي توپخانې غښتلې برخه لري؛ خو هند د پوځي پرسونل، وسلو، او بودیجې له پلوه برلاسی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو شتون، هر ډول شخړه لا خطرناکه کوي.

یوه چینايي کمپنۍ طالبانو ته د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې روزنه ورکوي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې د لوګر میس عینک کان قراردادي شرکت "ایم سي سي" د دغه وزارت کارمندانو ته د مصنوعي ځیرکتیا، مخابراتي خدماتو او ټېکنالوژۍ په برخو کې روزنه ورکوي.

د دغه وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د مخابراتو وزیر نجیب الله حیات حقاني د ام سي سي چینايي شرکت له مشر وانګ جیکینګ سره په لیدنه کې ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا په نړۍ کې په چټکۍ سره وده کوي او یاد وزارت هم غواړي، چې مصنوعي ځیرکتیا وکاروي.

دغه وزارت د ایم سي سي کمپنۍ د مشر له قوله ویلي، چې د میس عینک کان د مدیریت د ښه کولو له‌پاره افغان کدرونه یې چین ته استولي، څو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د روزنې ترڅنګ د کانونو د فعالیتونو مدیریت او پرمختګ چټک کړي.

همدارنګه په خپره شوي خبرپاڼه کې د حقاني له قوله لیکل شوي، چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره په همکارۍ د ټېکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کړندۍ کړي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ظرفیتونو په رامنځته کولو او اسانتیاوو برابرولو سره د افغان کدرونو وړتیاوې لوړې کړي.

اشرف غني: سلګونه جوماتونه مې جوړ کړل خو په ما پسې اوازې خپرېدې چې ارګ کې مې کلیسا جوړه کړې

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱
•
خبرخونه

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو پوډکاسټونو په لړۍ کې ویلي چې د ملي ځواکونو د روحیې خرابولو او نادرستو معلوماتو خپرولو لپاره پر جمهوري دولت هره ورځ سایبري حملې روانې وې. نوموړی وايي چې یو شمېر ډلو دروغجنې اوازې خپرولې چې ګواکې ارګ کې کلیسا جوړه شوې.

نوموړي د ټېکنالوژۍ په تړاو په خپل دغه پوډکاسټ کې زیاتوي، چې په افغانستان کې له معلوماتي ټېکنالوژۍ څخه د نادرستو او دروغجنو معلوماتو د خپراوي لپاره کار اخیستل شوی دی.

اشرف غني پر رسنیو هم نیوکه وکړه چې یو شمېر رسنیو له ازادۍ څخه منفي ګټه پورته کړې او ګاونډیانو هم هڅه کوله چې د افغانستان نړۍوال حیثیت له منځه یوسي.

هغه ویلي:"ګاونډیو هڅه کوله چې په افغانستان کې د امریکا موجودیت پای ته ورسوي."

د نوموړي په خبره، ټولو ګاونډیو هېوادونو ځانګړې شبکې درلودې چې پر بنسټ یې منظم تبلیغات کول.

هغه وویل: "طلوع ته وګورئ څه رقم دري یې په افغانستان کې راوسته او کوم اقدام د حکومت و، چې دوی ستایلی وي؟"

د وروستي جمهوري دولت ولسمشر وايي چې په افغانستان کې د مخدره توکو تبلیغاتي جګړه هم روانه وه او نږدې سل میلیارده ډالره ګټه یې درلوده.

محمد اشرف غني زیاتوي، چې د ملي اردو او ملي پولیسو د روحیې د خرابولو په برخه کې هم سایبري حملې روانې وې او ان د موبایل له لارې افرادو ته زنګ وهل کېده.

دا لومړی ځل نه دی چې د وروستي جمهوري دولت ولسمشر د ده او د هغه د حکومت په اړه د خپرو شویو تبلیغاتو او رسنیزو حملو په تړاو خبرې کوي بلکې له دې وړاندې هم نوموړي ویلي و، چې د جمهوري دولت پر وړاندې د ګاونډیو او داخلي کړیو تبلیغات ډېر چټک وو.

مایکروسافټ د سکایپ خدمتونه د تل لپاره پای ته ورسول

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۰۰:۱۸ GMT+۱

مایکروسافټ خپلو سکایپ کاروونکو ته خبر ورکړی، چې له دې وروسته کولی شي خپلو خبرو اترو او اړیکو ته د دوام ورکولو لپاره مایکروسافټ ټیمز (Microsoft Teams) نه استفاده وکړي.

سکایپ د دوشنبې په ورځ (د می ۵مه) د ۲۲ کلونو خدمت وروسته د تل لپاره بند شو.

مایکروسافټ ویلي، چې د ټیمز وړیا نسخه اوس د ټولو لپاره شته او کاروونکي کولای شي د خپلو سکایپ حساب معلوماتو په وسیله پکې داخل شي.

د دوی په وینا، د ننوتلو وروسته ټول پخواني چتونه او اړیکې به ورته چمتو وي.

همداراز، هغو کسانو ته چې نه‌غواړي ټیمز ته انتقال شي، سکایپ دا اسانتیا برابره کړې چې کولی شي خپل معلومات، اړیکې او چټ تاریخ یا صادر کړي یا یې ړنګ کړي.

مایکروسافټ ویلي: «موږ د خپلو کاروونکو ملاتړ ته ژمن یو. د دې بدلون د اسانه کولو لپاره مو ویډیوګانې، مرحله‌وار لارښود او عامې پوښتنې چمتو کړي دي.»

د سکایپ ټیم د خپلو کاروونکو نه د کلونو ملاتړ ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده: «سکایپ د ډېرو خلکو د مهمو شېبو یوه نه هېرېدونکې برخه پاتې شوې او موږ ویاړو چې د دې سفر برخه وو.»

سکایپ په ۲۰۰۳ کې په کار پیل وکړ چې بیا په ۲۰۱۱ کې د ۸.۵مېلیارد ډالرو په ارزښت د مایکروسافټ له خوا واخیستل شو.

مشهور سافټویر سکایپ د ویډیو زنګونو په فعالولو سره د اړیکو په لاره کې انقلاب راووست، خو د رقابت له توانه په لوېدو وتړل شو.

سرچینې: امریکا ښايي پر اماراتو د مصنوعي ځيرکتیا چېپونو په پلور محدودیتونه نرم کړي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۱

متحده ایالات د دې ارزونه کوي چې ښايي د Nvidia شرکت مصنوعي ځیرکتیا چېپونه متحده عربي اماراتو باندې د پلور محدودیتونه نرم کړي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ممکن د خلیج سفر پر مهال د اماراتو سره د چپونو یوه دوه اړخیزه هوکړه اعلان کړي.

تر اوسه پرېکړه نه ده شوې، خو په سپینه ماڼۍ او سوداګرۍ وزارت کې دې بحثونه زور اخیستی.

له موضوع خبرې سرچینې چې نوم یې ندی یاد شوی وايي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د خلیج هیوادونو ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د چېپ (semiconductor) یوه دوه اړخیزه هوکړه اعلان کړي.

ټاکل شوې ده چې ټرمپ د مۍ پر ۱۵مه اماراتو ته سفر وکړي.