برېټانیا د پاکستان له لارې انګلستان ته د «افغانانو د لېږد بهیر» ستایلی

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستانه انګلستان ته د «افغانانو د لېږد بهیر» ستایلی. هغه د (غویي ۲۷مه) د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره په ناسته کې مننه کړې.