• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

جګړه او رهبري؛ د افغانستان اوسنی حقیقت څه دی؟

احمد الله صدیقي
احمد الله صدیقي

لیکوال او څېړونکی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۰

جګړه د ملتونو د هست و نیست د ازموینې صحنه ده؛ خو دا ازموینه یوازې د وسلو او ځواک په تله نه تلل کېږي. جګړه له انسانه یوازې جسمي مقاومت نه غواړي، بلکې رواني، اخلاقي او فکري رهبري هم غواړي.

په دې تورو ورځو کې ملتونه یا پاشل کېږي یا فولادي کېږي او دا توپیر یوازې یو عنصر رامنځته کولی شي چې رهبري بلل کیږي.

افغانستان چې د تاریخ په اوږدو کې د سلطو، اشغالونو، کورنیو جګړو او مقاومتونو قرباني شوی، د داسې یو ملت مثال دی چې جګړه یې تقدیر نه، بلکې تجربه ده؛ خو له ټولو دغو قربانیو، مقاومتونو او خوږو ارمانونو سره - سره یوه ستونزه بیا هم تل پاتې ده — د ریښتیني رهبرۍ نشتوالی.

رهبري او جګړه:

رهبري په عمومي معنا، د خلکو د جهت، موخې او ارزښت لوري ټاکل دي؛ خو کله چې دا کلمه د جګړې په فضا کې تحلیل شي، خپل وزن، ماهیت او مسوولیت زیاتوي. د جګړې په حال کې رهبر یوازې مدیر نه وي، بلکې د وجدان ژباړونکی، د هویت ساتونکی او د باورونو لوری ټاکونکی وي.

رهبر په جګړه کې هغه څوک دی چې د زړونو امید ژوندی ساتي، د وېرې پر وړاندې ثبات ښيي او د ټوپکونو تر غږ لاندې د انسانیت غږ پورته کوي.

د جګړې له ستر فشار سره، رهبري یوه دوه اړخیزه فریضه ده: د ستراتېژي جوړونه او د ارزښتونو ساتنه.

که دا دواړه له یو بل سره همغږي نه وي، جګړه د ملت د قوت پر ځای د زوال لامل ګرځي.

د جګړې پر مهال د رهبرۍ رول

رهبر د جګړې پر مهال یوازې د جنګي پلانونو ترتیب کوونکی نه دی؛ بلکې د ټول ملت رواني او اخلاقي جهت ټاکي.

د جګړې مشرتابه لاندې مسوولیتونه لري

  • ملي یووالی: جګړه قومونه، ژبې او سیمې ویشي. رهبر باید ملت متحد وساتي.
  • ارزښتي ثبات: د جګړې پر مهال ارزښتونه اغېزمنېږي؛ رهبر باید د عدالت، کرامت او انساني درناوي دفاع وکړي.
  • نفسیاتي رهبري: د وېرې، نا امیدۍ او ستړیا پر وړاندې ولس ته امید، هدف او باور ورکړي.
  • د نړۍوال تصویر تنظیمول: رهبر باید د جګړې عادلانه موخه نړۍوالې ټولنې ته هم روښانه کړي.

د افغانستان د جګړو تاریخي تجربه

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې جګړه یې یوازې یو فصل نه، بلکې اوږد تاریخ دی. له انګریزانو سره جګړې، د شوروي یرغل، کورنۍ شخړې، د طالبانو رژیم او له ۲۰۰۱ وروسته نیابتي جنګونه — دا ټول د ملت د ارادې تر څنګ، د رهبرۍ له ژور ازمېښت سره مل وو.

د احمدشاه ابدالي څخه تر شاه امان الله او معاصرو جهادي قومندانانو او طالبانو پورې، رهبرۍ تل د جګړې برخلیک ټاکلی؛ خو هرکله چې رهبري د ملي شعور، ارزښتونو او د ولس ارادې پر بنسټ ولاړه وه، بریا نږدې شوې او هر کله چې رهبري د شخصي ګټو، تعصب، پردي تکیې یا واک‌طلبۍ ښکار شوه، ملت ټوټه شوی، مات شوی او د جګړې پر ځای د داخلي وینو د حمام شاهد پاتې شوی.

د افغانستان اوسنی وضعیت او د رهبرۍ بحران

۲۰۲۱م کال په اګست کې کله چې د طالبانو واک ته ستنېدو سره له امریکا او نړۍوالو ځواکونو سره د اوږدې جګړې پای اعلان شو، افغانستان یو ځل بیا د رهبرۍ له تشې سره مخ شو. دا تشه یوازې سیاسي نه وه، بلکې اخلاقي، ارزښتي او ملي وجدان ته یوه لویه ضربه وه.
طالب مشرتابه، که څه هم ځان د اسلامي امارت په نامه معرفي کوي؛ خو د ټول‌شموله رهبرۍ له معیارونو سره نه برابریږي. ولسي ګډون نه شته، قومي توازن له منځه تللی، ښځې له ټولنیز ژوند ایستل شوي، اقلیتونه په ویره کې دي او د ملت اکثریت د چوپتیا، وېرې او بې‌باورۍ حالت تجربه کوي.

دا ډله په شعوري ډول هڅه کوي چې په افغانانو کې د مذهبي افراطیت تومنه پیاوړې او له معاصر ژوند سره فاصله رامنځته کړي.

د اوسني نظام تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې رهبري یې نه مشروع ده، نه ملي ښکېلتیا لري او نه ولسي باور لري. دا حالت افغانستان د یوه خطرناک رواني او ټولنیز انفجار پر لور بیایي، ځکه چې ملت نه غږ لري، نه استازیتوب او نه د بدلون قانوني لاره.

د مشروعیت له لاسه وتلی نظام

رهبر چې له ولس څخه نه وي، د ملت د وجدان استازولي نه شي کولی. د طالبانو مشرتابه له ټولنیز واقعیت، نړۍوالو اصولو او د رهبرۍ له اصلي تعریفه لرې پاتې شوی. هغوی د وېرې، امر، او استبداد له لارې د کنټرول هڅه کوي، خو د ولس د زړونو تسخیر نشي کولی.

د بقاء لپاره خطر

د افغانستان اوسنی نظام نه د سولې بنسټ لري، نه د پرمختګ لید او نه د بقاء تضمین. په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان بهر ته کډه شوي، کورني اقشار بې‌باور شوي او نړۍوال باور له منځه تللی، ملت یو ځل بیا د هماغه زوړ سوال سره مخ دی: موږ ته مشر یا رهبر پکار دی، که یواځې واکمن؟

د رهبرۍ کمزوري نقطې او پایلې:

  • شخصي اجنډاوې د ملي موخو پر وړاندې غالبې شوي.
  • قومي تعصب د ملي وحدت ځای نیولی.
  • رهبران د ولس له زړونو نه، بلکې د وسلو له ډبرو راپورته شوي.
  • د واک ساتنې لپاره د سوله ییزو فرصتونو قرباني شوې.
  • او د انتقام له لارې د عدل پر ځای، د نفرت دوام ته لاره پرانیستل شوې.

دا ټولې د رهبرۍ ناکامۍ وې، نه د ملت کمزورتیا

د افغانستان لپاره د رهبرۍ نوی تعریف

افغانستان ته هغه رهبران نه پکار دي چې جګړه د واک د ترلاسه کولو وسیله وګڼي، بلکې هغه رهبران پکار دي چې جګړه د سولې، بیدارۍ او ملي شعور د ودې لپاره وروستۍ ازموینه وګڼي اوس د افغانستان ملت د داسې رهبرانو غوښتنه لري:

  • چې د تاریخ له تېرو رهبرانو زده کړه وکړي، نه یې تکرار.
  • چې د سولې فرصت ضایع نه کړي، بلکې پیاوړی یې کړي.
  • چې د وینې له لارې نه، بلکې د عدالت له لارې قوت رامنځته کړي.
  • او د غچ له سیورې نه، بلکې د وژغورلو له احساس سره ملت رهبري کړي.

رهبر هغه څوک نه دی چې جګړه پیل کړي؛ رهبر هغه دی چې د جګړې له منځه ملت ژغوري، ارزښتونه وساتي او د بقاء فلسفه ژوندي وساتي. د افغانستان ملت له جګړو ستړی دی؛ خو له رهبرۍ نه ناهیلی نه دی؛ خو که چېرې رهبري د شعور، عدالت او ملي صداقت پر بنسټ نوې بڼه واخلي.

افغانستان ته هغه رهبر پکار دی چې د جګړې له شور نه د شعور فریاد راوباسي او د وینو له سیوري نه، د انسانیت رڼا پیدا کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په هالنډ کې د افغانستان سفارت وایي ملي بیرغ یې نه‌دی لرې کړی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۳۰ GMT+۱

په هالنډ کې د افغانستان سفارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له خپل وېب‌سایټ او ټولنیزو شبکو یې د "افغانستان اسلامي جمهوریت" نوم او ملي بیرغ لرې کړی دی. دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ټولو رسمي مکتوبونو کې لا هم له پخوانیو نښانونو کار اخلي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د رپوټونو برعکس، د افغانستان ملي بیرغ لا هم د دغه سفارت پر ودانۍ رپېږي.

په روانه اونۍ کې دغه سفارت د خپل وېب‌سایټ او ټولنیزو شبکو له لوګو څخه د " اسلامي جمهوریت" عنوان او ملي بیرغ لرې کړل، خو دلیل یې "تخنیکي بدلونونه" بللي دي.

په اعلامیه کې راغلي: " د یادونې وړ ده، چې کله ناکله د وېب‌سایټ د پروفایل او شالید عکسونو کې د ټکنالوژۍ کارکوونکي بدلونونه راولي، چې دا یوه عادي او بېرته بدلېدونکې چاره ده او هېڅ ډول ځانګړی سمبول نه حذف کېږي او نه هم زیاتېږي."

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د سفارت په کاري بهیر یا رسمي چارو کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی او لکه پخوا، د خپلو مراجعینو خدمت کوي.

سره له دې ادعا، لا هم د سفارت په وېب‌سایټ او ټولنیزو شبکو کې د " افغانستان اسلامي جمهوریت" عنوان او ملي بیرغ نه لیدل کېږي او بدلون نه دی بېرته راوستل شوی.

په دې وروستیو کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دا پرېکړه سفیر اصف رحیمي کړې او له همدې امله یې له وېب‌سایټ او ټولنیزو شبکو دا سمبولونه لرې کړي دي.

دغو سرچینو ویلي، سره له دې چې هالنډ تر اوسه په رسمي ډول د " افغانستان اسلامي جمهوریت" نه‌پېژندلو اعلان نه‌دی کړی، خو دا اقدام د سفیر له‌خوا په خپل سر شوی.

اصف رحیمي د پخواني حکومت له هغو دیپلوماتانو دی چې له طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړې او د ډېرو نورو سفیرانو خلاف، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره کاري اړیکې لري.

رحیمي پخوا له طالبانو سره د خپل تعامل په دفاع کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې له بهرنیو چارو وزارت سره همغږي یوه عادي خبره ده، مخکې هم وه او اوس هم روانه ده. هغه ویلي چې د کاري اړیکو له پلوه، د پخواني حکومت او د طالبانو ترمنځ توپیر نه کوي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د افغان ماشومانو د راتلونکي په اړه خبرداری ورکړی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې «سیف دی چلډرن»خبر داری ورکړی چې په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو تن، یا شاوخوا ۵میلیونه ماشومان، ښایي تر اکتوبر مخکې د لوږې له «بحراني» یا بیړني حالت سره مخ شي.

دا اندېښنه د خوړو د خوندیتوب نړیوال سیستم (ای پي سي) د نوې څېړنې پر بنسټ راپور شوې ده.

د راپور له مخې، د خوړو د مرستو لپاره نړیواله بودیجه ۴۰سلنه راکمه شوې، چې له امله یې د مرستو ترلاسه کوونکو خلکو د نفوس کچه له ۱۴سلنې یوازې یوې سلنې ته کمه شوې ده.

یاد راپور زیاتوي چې تر دې دمه په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۲۰روغتیايي مرکزونه د نړیوالو مرستو د بندېدو له امله تړل شوي او نږدې درې میلیونه کسان یې له لومړنیو روغتیايي خدمتونو محروم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرستو له بندېدو وړاندې هم شاوخوا ۱۴میلیونه افغانانو محدودو خدماتو ته لاسرسی درلود.

د سیف دې چلډرن ادارې په وینا، دوی د لنډمهاله مالي سرچینو له لارې توانېدلي چې ۱۴روغتیايي مرکزونه فعال وساتي، خو دا یوازې یو موقتي حل دی. که دغه مرکزونه وتړل شي، هره میاشت به زرګونه ماشومان د خوارځواکۍ له تشخیص او زرګونه نور کسان له روغتیايي خدماتو بې‌برخې شي.

د دغې موسسې په وینا، یوازې په ۲۰۲۴کال کې یې په افغانستان کې له ۲۵،۰۰۰زیات ماشومان د خوارځواکۍ له امله درملنه کړي، خو لا هم شاوخوا ۳.۵میلیونه ماشومان د شدیدې یا متوسطې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

دغه اداره له ۱۹۷۶راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او د ماشومانو د حقونو، تعلیم، روغتیا او عاجلو مرستو برخه کې کار کوي.

د امریکا تر بندیزونو لاندې روسي شرکت په افغانستان کې د انټرنیټې شبکو جوړول پیل کړي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د روسیې یوه مخابراتي شرکت ، د امریکا تر بندیزونو لاندې دی، تېرکال په افغانستان کې د ۴ جي انټرنېټي خدماتو سیسټم نصب کړی، چې شاوخوا لس میلیونه کسان ترې استفاده کوي. په ۲۰۲۴ کال کې د پروټي کمپڼۍ ټېکنالوژي د افغانستان په څلورو ولایتونو کې نصب شوې ده.

د روسيې مسکو ټایمز د پنجشنبې په ورځ «غبرګولي ۱۵» راپور ورکړی، چې د امریکا تر بندیزونو لاندې پروټې «Protei R&D Center» شرکت د دغه هېواد له دولتي مخابراتي شرکت روس ټېلکام سره په ګډه په افغانستان کې د ۴جي ګرځنده شبکې سیسټمونه فعال کړي دي.

د ورځپانې د راپور له مخې، دا لومړی ځل دی، چې یاد شرکت له روسیې څخه بهر ټیکنالوژي صادروي.

د راپور له مخې، د روسیې مخابراتي شرکت له لوري دا هڅې له هغه وروسته پیل شوې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته سره نوکیا، اېرکسن له افغانستان نه ووتل او چینايي هوواوې او نورو شرکتونو خپل فعالیتونه محدود کړل.

د روس ټېلکام مرستیالې الېسیا مامچور ویلي، چې د روسیې ددې کمپنۍ تکنالوژي په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې نصب شوې ده.

نوموړې د ولایتونو د نومونو یادونه نه ده کړې، خو وايي، دا تجهیزات به شاوخوا ۱۰ مېلیونه کسانو ته مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړي.

د پروټې شرکت د روسیې د پوځ او صنایعو د ملاتړ له امله له تېرکال راهیسې د امریکا تر بندیزونو لاندې دی.

مسکو ټایمز په خپل راپور کې ویلي، چې دا کار له طالبانو سره د مسکو د ژورو اړیکو نښې دي.

د جرمني محکمه: افغان محلي کارکوونکي د وېزې نه ور کولو له امله پر جرمني عریضه نه شي کولای

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۸ GMT+۱

د برلین عالي اداري محکمې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د جرمني محلي کارکوونکي د ویزې نه صادرېدو له امله ددغه هېواد پر حکومت دعوه نه شي کولای.محکمه وايي، حکومت قانوني مکلفیت نه لري چې د داخلې یا انټري ویزې ور کول تضمین کړي.

محکمې اعلان کړی چې د جرمني حکومت هېڅ قانوني مکلفیت نه لري چې د داخلې ویزې ور کول تضمین کړي، حتا که یو غوښتنلیک ټول شرایط هم پوره کړي.

دغه پرېکړه د یوه افغان او د هغه د کورنۍ له عریضې وروسته شوې، چې غوښتل یې د جرمني ویزې ترلاسه کړي.

د دغه افغان وېزه، چې وایي د طالبانو له‌خوا له ګواښ سره مخ دی، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې رد شوې وه.

نوموړي د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې دعوه ثبت کړه، خو محکمې یې دعوه بې‌بنسټه وبلله.

په ورته وخت کې، د روان کال په می میاشت کې هم یوې۱۴ کسیزې افغانې کورنۍ د جرمني د بهرنیو چارو پر وزارت عریضه وکړه. د کورنۍ یوې غړې، چې لیکواله ده، وویل چې له دوی سره د فدرالي منلو پروګرام لاندې د منلو ژمنه شوې وه، خو ۱۶ میاشتې کېږي چې په پاکستان کې انتظار باسي او تر اوسه د جرمني ویزې نه دي ورکړل شوې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تازه ویلي، چې په پاکستان کې میشت ۲۵۰۰ هغه افغانان به انتقال کړي، چې حکومت ورسره د منلو ژمنې کړې دي.

مطیع الحق خالص: افغانستان د واورین پړانګ ساتنې ته ژمن دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې رییس په بیشکک کې د واورین پړانک ساتنې په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی او وايي، افغانستان د واورین پړانګ ساتنې ته ژمن دی.

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ادارې رییس مطیع الحق خالص په مشرۍ پلاوي د قرغیزستان پلازمېنه بیشکک کې د واورین پړانګانو د ساتنې په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی خالص په یاد کنفرانس کې د د واورین پړانګ د ساتني، طبیعي چاپېریال او اقلم بدلون او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د واورین پړانګ ساتنې ته ژمن هېواد دی او له نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته چمتووالی لري.

د واورین پړانګ ساتنې نړیوال کنفرانس د هغه د طبیعي استوګنځایونو د خوندیتوب او د اړوندو ایکو سیسټمونو د پیاوړتیا په هدف جوړ شوی او د واورین پړانګ لرونکو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو، نړیوالو چاپېریالي سازمانونو، متخصصینو او د طبیعي سرچینو د ساتنې فعالانو پکې برخه اخیستي وه.

د معلوماتو له مخې، واورین پړانګ په نورستان، بدخشان، پنجشیر، تخار، بامیان، دایکندي، غور او د هندوکش او پامیر په غرونو کې موندل کیږي خو لا یې شمېر معلوم نه دی.