• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د چاپېریال ساتنې نړۍواله ورځ؛ افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ترټولو اغېزمن هېواد دی

ولوله کوچۍ

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریاله

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۱

نن (د جون ۵مه) د چاپېریال ساتنې له نړۍوالې ورځې سره سمون لري؛ خو افغانستان دغه ورځ داسې مهال نمانځي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله ترټولو ډېر اغېزمن هېواد دی.

که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ترټولو ډېر اغېزمن هېواد دی؛ خو د نړۍوالې اقلیمي ککړتیا په برخه کې بیا کوم ځانګړی رول نلري.
اقلیمي بدلون چې تر ډېره د شین کوریزه ګازونو له امله پیدا کېږي، په افغانستان کې نه تولېدېږي.
د اقلیمي بدلونونو له امله په افغانستان کې د وچکالیو، سېلابونو، د خوړو کمښت او د اوبو نشتوالي ستونزې ورځ تر بلې پراخېږي، چې دغه ستونزې د خلکو د بې‌ځایه کېدو، بې وزلۍ او د ټولنیز ټیکاو د کمزورې کېدو لامل شوې دي.

که څه هم د افغانستان اقلیمي ناورین نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري؛ خو د طالبانو حکومت تر اوسه پورې په دې برخه کې نه کومه ځانګړې طرحه لري، نه بنسټیزه پالیسي او نه هم نړۍوالې همکارۍ ته لاسرسی لري.
طالبان ان په دې نپوهېږي، چې دغه ناورین څنکه مهار کړي؛ ځکه چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په ټولو دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو پر ځای خپل کسان او په ځانګړې توګه ملایان ګومارلي دي.
دا مهال د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره نه اقلیمي پالیسي لري، نه ملي ستراتیژي او نه یې هم د اقلیمي بدلون په اړه کوم پلان له نړۍوالو سره شریک کړی دی او ښایي په دې اړه معلومات هم ونه لري.
طالبان له نړۍوالو اقلیمي تړونونو سره نه‌ یوازې دا چې تعامل نه لري؛ بلکې د معلوماتو راټولولو سیستمونه یې هم له کاره لوېدلې دي.

اقلیمي بدلون څنګه پېښېږي؟

که څه هم اقليمي بدلونونه پخوا هم پېښ شوي؛ خو اوسني بدلونونه په تاریخ کې تر بل هر وخت بې ساري ګڼل شوي دي.
د اقلیمي بدلون اصلي لامل د شین کوریزه ګازونو او په ځانګړې توګه د کاربن دای اوکساید (CO2) او میتان ګازونو خپراوی ښودل شوی دی.
کله چې پر ځمکې شین کوریزه ګازونه ډېر تولید شي، دغه ګازونه فضا ته خېژي او د هوا په ترکیب کې وراضافه کېږي چې ورسره اقلیم بدل او هوا ګرمه شي، چې همدغو ګازونو ته شین کوریزه ګازونه ویل کېږي.
د سایسنپوهانو په باور که تودخه کابو نشي او د شین کوریزه ګازونو کچه راکمه نشي؛ نو ښايي راروانه پېړۍ پر ځمکه د انسانانو ژوند تر بل هر وخت سخت او له کړاوونو ډک شي.
له بل پلوه تولیدي کارخونې او فابریکې هم د تولید لپاره اړ دي چې د تېلو، ډبرو سکرو، لرګيو او داسې نور سون توکي وکاروي؛ چې له امله يې ډېر لوږي توليدېږي، چاپېریال ککړېږي او د اقلیم بدلېدو ته زمینه برابرېږي.
ساینس پوهان په دې باور دي:« که غواړو تر ۲۰۵۰ کاله پورې د اقلیمي بدلون کچه صفر ته ورسېږي، داسې تکنالوژي ته اړتیا لرو چې کاربن لرې یا ټول کړي. دا په دې معنا چې څومره ګاز موږ هوا کې خوشي کوو؛ هغومره باید بېرته ترې ټول کړو.»
دامهال د ځمکې په تودوخه کې د نړۍوالې کچې پرتله دوه برابره زیاتوالی راغلی.

100%

پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغېزې

اقلیمي بدلون په بېلابېلو برخو کې افغانستان اغېزمن کړی، چې دلته یې ځینې بېلګې یادولای شو:
وچکالي او اوبو کمښت: د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵کاله پورې په پرله‌پسې توګه وچکالۍ د کرنې او مالدارۍ سکټورونو ته سخت تاوانونه اړولي دي.
په تېرو څو کلونو کې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی. د بارانونو کمښت او واورو نه ورېدل د سېندونو، چينو او زېرمو اوبه کمې کړې دي. ډېر کرنیز محصولات له منځه تللي دي. تر ډېره خلک له کلیو څخه ښارو ته کډه کوي؛ ځکه چې کرنه او مالداري نه‌شي کولی.
سېلابونه: د ۲۰۲۴ کال په مئ میاشت کې سېلابونو یوازې په بدخشان، بغلان او غور کې له ۳۰۰ څخه زیات کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ کړل.
کله کله سخت بارانونه ورېږي، چې ورسره سېلابونه راوځي. دغه سېلابونه کورونه، ځمکې او لارې ویجاړوي او د خلکو ژوند ته مستقیم ګواښ پېښوي.
د کرنیزو حاصلاتو کمښت: د اقلیمي بدلون له امله د غنمو، وربشو او نورو خوړو حاصلات له ۲۰تر ۳۰ سلنه پورې راکم شوي.
د خوراکي ناامنۍ زیاتوالی: شاوخوا ۱۵ مېلیونه خلک له سختو خوراکي ستونزو سره مخ شوي دي.
وچکالي او د کروندو خرابوالي د غلو او سبو تولید کم کړی او د خوراکي توکو بیې ورسره لوړې شوې دي.
له بل پلوه په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه هم لوړه شوې ده.
د تودوخې زیاتوالی: په دوبي کې ګرمه څپه پر ځنګلونو، بوټو او وحشي ژوند ناوړه اغېزه کوي. ځینې وختونه په ځنګلونو کې اورلګېدنه هم له همدې امله رامنځته کېږي.
د کډوالۍ زیاتوالی: د اقلیمي بدلون له امله خلک اړ کېږي، چې خپل کلي پرېږدي او تر ډېره ښاري سیمو ته کډه وکړي.
د بوټو او حیواناتو تلف کېدل: وچکالي، تودوخه او چاپېریالي بدلونونه د ځناورو طبیعي ژوند له منځه وړي.
ځیني څاروي مهاجر کېږي او یا هم ورکېږي. د اقلیمي بدلونونو له امله د بوټو طبیعي ډولونه هم له منځه تللي دي.

100%

د نړۍوالو بنسټونو کمزورتیا

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د چاپېریال ساتنې اداره (NEPA) له خپل اصلي استقلال او بودجې څخه بې‌برخې شوې ده.
ګڼ علمي، تخنیکي او څېړنیز بنسټونه د بودجې د کمښت له امله یا منحل شوي او یاهم په چورلت ډول غیرفعال شوي دي.
له بل پلوه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نړۍوال اقلیمي تمویلونه هم بند شوي؛ چې تر ډېره یې لامل د نړۍوالې ټولنې له‌خوا د طالبانو حکومت د نه رسمیت پېژندلو له امله دی.
که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د UNDP، FAO او UNEP ادارې هڅه کوي چې د اقلیمي بدلون ستونزې ته بدیلې لارې پیدا کړي؛ خو دغه اقدامات محدود دي.
له بل پلوه په افغانستان کې په دې برخه کې نه د خلکو ترمنځ عامه پوهاوی شته او نه د سیمو او حکومت ترمنځ همغږي.
که څه هم افغانستان کولای شي د سولر انرژي، د واورینو اوبو مدیریت، د ونو کرل او د اقلیم ضد کرنه پراخه کړي؛ خو دغه اقدامات بنسټیزو پروګرامونو ته اړتیا لري.
ستونزه دا ده، چې طالبان نه د کارپوهانو مشوره اخلي، نه د اقلیم پوهنتوني څېړنې ته ارزښت ورکوي او نه هم سیمه‌ییز مشارکتونه جوړوي.

100%

د چاپېریال ساتنې نړۍوالې ورځې ځانګړي پروګرامونه

خو د افغانستان برعکس په نړۍ کې بیا د چاپېریال ساتنې ورځې د نمانځلو لپاره بېلابېل فعالیتونه او پروګرامونه ترسره کېږي، چې پکې لاندني موضوعات شامل دي:
عامه پوهاوی: د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې په دې ورځ ځانګړي ورکشاپونه، سمینارونه او کنفرانسونه ورکول کېږي.
د ناولو سیمو پاکول: په ځینو ښارونو کې بیا په پارکونو، ساحلونو او نورو عامه ځایونو کې د ښځلو پاکولو کمپاینونه هم ترسره کېږي.
د شنې فضا جوړول: په ځینو ښارونو کې بیا په دغه ورځ نیالګي کېنول کېږي او ځیني خلک بیا د خپلو کورونو په انګړ کې باغچې هم جوړوي.
د هنري پروژو نندارتونونه: په ځینو ځایونو کې بیا په دغه ورځ هنرمندان د خپل هنر له لارې د چاپېریال ساتنې پیغامونه رسوي.
د سیمه‌ییزو ټولنو فعالیتونه: په دغه ورځ بیا ځینې سیمه‌ییزې ټولنې سره راټولېږي او د چاپېریال ساتنې په اړه د همکارۍ او لازمو اقداماتو پلانونه جوړوي.
رسنیز کمپاینونه: ځیني فعالان بیا په دغه ورځ د خواله رسنیو له لارې د چاپېریال ساتنې په اړه کمپاینونه پیلوي.

د چاپېریال ساتنې نړۍوالې ورځې تاریخچه

(د جون ۵مه) په۱۹۷۲کال کې په ستکهلم ښار کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې نړۍوالې ورځ په نوم ونومول شوه. دغه کنفرانس د چاپېریال ساتنې په اړه د نړۍوالو خبرو اترو لومړنی مهم ګام و.
له هغه وروسته په لومړي ځل په ۱۹۷۳کال کې د چاپېریال ساتنې نړۍواله ورځ ونمانځل شوه.
له هغه وروسته بیا ان په ۱۹۹۲کال کې د ریودو Janeiro په کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې او پرمختګ په اړه نوې تګلاره جوړه شوه.
له ۱۹۷۲ کال راهیسې (د جون ۵مه) هر کال د بېلابېلو چاپېریالي موضوعاتو په اړه نمانځل کېږي.
د دغې ورځې د نمانځنې ګټه دا ده، چې د خلکو ترمنځ د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی زیاتېږي او د نړۍوالې همکارۍ په برخه کې هڅو ته لېوالتیا ډېرېږي.
په دغه ورځ د نړۍوالو کنوانسیونونو له لارې د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم تړونونه هم لاسلیک کېږي.
د دغه ورځې نمانځنه د چاپېریال ساتنې په پروژو کې د ټولنو او حکومتونو تر منځ همکاري لاپراخوي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

په لویه پکتیا کې د سراج‌الدین حقاني د سړک غځونې او مدرسو ګڼې پروژې ځنډېدلې دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱
•
خبرخونه
100%

په لویه پکتیا کې د غرنیو سیمو د نښلولو لپاره د حقاني شبکې د سړک جوړونې پیل شوې سترې پروژې، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د هغه په «شخصي بودجه» تمویلېدې، اوس د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د داخلي اختلافاتو او مالي سرچینو د کمبود له امله له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.

یادې پروژې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په شخصي لګښت د هغه د خوست دفتر له لارې چې د جمیل په دفتر مشهور دی، تمویلېدې.

شخصي سړکونه، سیاسي نفوذ

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې لومړۍ پروژه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د سورکاخ له سیمې تر دوه منده ولسوالۍ پورې پیل شوې وه، چې دوه منده ولسوالي د سپېرې ولسوالۍ له سورکاخ او بیا د وزیرو له افغان دوبۍ سیمې سره نښلوي.

سرچینې وايي، « دا سړک وروسته د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل لواړه سیمې ته وتلی او همدا ډول پر ګیان د برمل ولسوالۍ لمن سیمې ته وتلی چې په ټوله کې ځدراڼ له وزیرستان سره نښلوي».

دویمه پروژه د پکتیکا ولایت له زیړوک ولسوالۍ څخه د خوست سپېرې ولسوالۍ تر مرکز پورې په غرنیو درو کې د سړک جوړول دي. دغه سړک د پکتیکا او خوست غرنۍ ولسوالۍ او سیمې له یو بل سره نښلوي.

سرچینې وايي، درېیمه پروژه د پکتیا ولایت د ښواک ولسوالۍ د سټو کنډو په ختیځ کې غځېدونکی سړک دی، چې سټو کنډو د وزې ولسوالۍ له سروټي کنډو سره نښلوي او سروټي بیا د پکتیا له لجه منګل، جاني خيل او سیدکرم ولسوالیو سره وصلوي، ، چې اوس یې چارې ځنډېدلې دي.

په ورته وخت کې د حقاني د پلرني ټاټوبي ګردې څېړۍ ولسوالۍ د سرانې له درې څخه نیولې د زرمت ولسوالۍ تر روحاني بابا پورې د سړک پروژه چې کار یې لاهم روان دی، ګرده څېړۍ له روحاني بابا او نکې ولسوالیو سره نښلوي.

د سرچینو په وینا، د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمبوات له طویشې درې هم د یوه بل مهم سړک کار، چې نادرشاه کوټ به د منګلو له قلندر ولسوالۍ او د پکتیا ولایت له وزې ځدراڼ ولسوالۍ سره ونښلوي، د سراج الدین حقاني په شخصي لګښت پیل شوی و.

100%

بودجه نشته، پروژې درېدلې دي

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نادرشاه کوټ، سټو کنډو او زیړوک د سړکونو پروژې او په مټه چینه او خوست ښار ۱۲۰۰ فامیلیو کې د مېلمستون او سترو مدرسو چارې اوس درېدلې دي.

سرچینې دا ځنډ د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او سراج‌الدین حقاني ترمنځ له اختلافاتو او د بودجې له کمبود سره تړي: « د کورنیو چارو وزیر پخوا اکثریت پروژې په خپل شخصي لګښت کولې، خو اوس یې بودجه کمه شوې. د جمیل دفتر فعالیتونه، چې په خوست کې یې له والي نه ډېر مراجعان لرل، اوس محدود شوي».

سرچینه وايي، چې د خوست په مټه چینه کې د مېلمستون او لویې مدرسې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې، خو اوس یې چارې «د ملا هبت الله په غوښتنه» بندې شوې دي. دغه راز د خوست په ۱۲ سوه فامیلیو کې د یو میلیون او ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د بلې مدرسې چارې، چې حقاني یوه ځايي قراردادي ته سپارلې وې، درېدلې دي.

سرچینه وايي، چې « پخوا قومي مشرانو ته موټر، پیسې او نور امکانات ورکول کېدل، خبریالانو او فرهنګیانو ته پیسې ور کول کېدې، خو اوس دا هرڅه درېدلې دي، ځکه د حقاني د خوست له دفتر نه والي او نورو خلکو په کندهار کې هبت الله اخوندزاده ته شکایت کړی، چې په لویه پکتیا کې یې موازي حکومت جوړ کړی».

حقاني په خپل پلرني کلي سرانه کې پارکونه، قیر سړکونه، یو لوی مېلمستون او د چورلکې میدان رغولي او د سرانې او روحاني بابا د سړک چارې، چې خپل کلی یې دی، لاهم روانې دي.

د سرچینو په باور، د زیړوک سړک چارې له دې وړاندې هم یوځل ځنډېدلې وې، خو د تېرکال په وروستیو کې بېرته پیل شوې.

د وزیر په شخصي لګښتونو پروژې

له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په لویه پکتیا او ځینو نورو سیمو کې ګڼې پروژې د خپلې شخصي بودجې په مټ پلې کړې، چې دا د طالبانو تر واک لاندې حکومت کې کم سارې فردي مالي هڅې ګڼل کېږي.

په ۲۰۲۱ کال کې نوموړي د خوست لوا ته د وارداتي برېښنا د وصلولو چارې پیل کړې. ورپسې د ۲۰۲۲ کال په اګست کې یې د کورنیو چارو وزارت په مقر کې د الفتح په نامه یو جومات پرانېست، چې ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی او دا لګښت د حقاني له شخصي بودجې ورکړل شوی. یوه میاشت وروسته د کورنیو چارو وزیر په خوست ښار کې له ببرک خان مناره تر زاړه میدان پورې د ترافیکي اشارو او امنیتي کمرو د نصب چارې پیل کړې، چې ویل کېږي دغه پروژه هم د نوموړي له شخصي بودجې تمویلېده.

100%

په ۲۰۲۳ کال کې حقاني د خوست صبريو او یعقوبیو ولسوالیو ته د وارداتي برېښنا د انتقال پروژه پیل کړه، چې ارزښت یې نږدې ۱۵۹ میلیونه افغانۍ اټکل شوی و. همداراز، د همدغه کال په جولای میاشت کې هغه یو افغان چې غوښتل‌یې حج ته په بایسکل لاړ شي، په خپل لګښت حج ته ولېږه.

سرچینې وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر لسګونه پروژې له دولتي بودجې بهر پلې کړې، خو له ۲۰۲۴ کال وروسته دغه پروژې یا درېدلې او یا هم خورا کمې شوې دي.

د طالبانو د داخلي اختلافاتو په تړاو باخبره سرچینې وايي، چې د مولوي هبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني ترمنځ د اختلافاتو یو لامل د طالبانو له حکومتي بودجې بهر په شخصي لګښتونو د هغه پروژې او قومي مشرانو ته ډالۍ دي، چې هبت الله یې د هغه د مالي منابعو له اړخه اندېښمن کړی و. خو اوس دغه پروژې کمې شوې، یا درېدلې دي.

د سرچینو په وینا، « پخوا له حقاني سره له بهره مالي مرستې کېدې، خو اوس دا مرستې یا بندې شوې او یا کنټرول شوې دي. هغه مالي مرستې هم چې سوداګرو پخوا له حقانيانو سره کولې، یا کمې شوې یا د طالبانو حکومت بودجې ته ځي».

شنونکي د حقانیانو له خوا په لویه پکتیا کې د سړکونو غځولو پروژې ددې ډلې د ستراتیژیک نفوذ برخه ګڼي. دا لارې ډېری هغو غرنیو سیمو ته غځیږي، چې له وزیرستان سره پولې لري، جنګیالي پرې تګ او راتګ کوي او حقانیان یې د خپل نفوذ او احتمالي شاتګ سنګرونه ګڼي.

سرچینه: امیرخان متقي به ډېر ژر اسلام اباد ته سفر وکړي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۵ GMT+۱
100%

په پاکستان کې یوې‌ ډېپلوماټیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د بهرنو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د رسمي سفر بلنه منلې او ډېر ژر به اسلام اباد ته سفر وکړي. د دغه سفر د ترسره کیدو دقیقه نېټه لا نه ده معلومه، خو سرچینې ویلي، ښایي په جون میاشت کې وشي.

سرچینې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د «ټي ټي پي» مهارول او پاکستان ته د یادې ډلې په لیکو کې د افغان جنګیالیو مخنېوی به د دغه سفر پر مهال د بحث مهم ټکي وي.

نږدې میاشت وړاندې د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم کابل ته سفر کړی و او هلته یې هیله څرګنده کړې وه، چې له طالبانو سره یې سیاسي راشه درشه مخ په زیاتیدو ده. ډار د یاد سفر پر مهال امیرخان متقي ته بلنه ورکړې وه، څو د ډېپلوماتیکو تعاملاتو د پراختیا لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

«ټي ټي پي» په تېرو خبرو اترو کې هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو جنجالي مساله بلل شوې، خو لا هم ښکاري‌ چې طالبانو په دې تړاو اسلام اباد غوښتنې په بشپړه توګه نه دي عملي کړي.

په همدې لړ کې د طالبانو یوه نظامي روزونکي څو ورځې وړاندې کابل کې خپلو جنګیالیو ته سپارښتنې وکړې چې د ملا هبت‌الله د امر له مخې بهر ته د «جهاد ته تګ» لپاره اجازه نه لري.

د هغه دا څرګندونې پاکستاني رسنیو د اسلام اباد هغو غوښتنو ته مثبت ځواب ګڼلی و، چې ګوندې افغانان دې منعه کړي، څو د «ټي ټي پي» په لیکو کې د دغه هېواد پر ضد جګړو ته داخل نه شي.

همدا راز د افغانستان انټرنشنل موندنو ښودلې، چې طالبانو یو شمېر خپل هغه قوماندانان او وسله وال هم زنداني کړي چې د پاکستاني طالبانو لپاره یې جلب و جذب کاوه.

د امیرخان متقي سفر ته د تابیاوو خبر داسې مهال ورکول کیږي، چې بل ګاونډی او سرسخته مخالف یې هند هم له طالبانو سره د ملګرتیا تارونه غځولي او اسلام اباد له دې اړخه هم جدي وېره لري.

د ترکیې د دیني چارو عالي شورا: مسلمانه ښځه کولای شي ولسمشره شي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۷:۴۹ GMT+۱
•
خبرخونه
100%

د ترکیې د دیني چارو عالي شورا افغانستان انټرنشنل ته په ځانګړي ځواب کې د اسلام په دین کې د ښځو مقام تشریح کړی او ویلي یې دي چې له دیني پلوه د دولت د مشرۍ په شمول په ټولو مدیریتي برخو کې د وړ او ذاتي صلاحیت څښتنو ښځو د ګډون پر وړاندې هیڅ خنډ نشته.

دا د یوه ځواکمن اسلامي هېواد تر ټولو معتبر دیني بنسټ دی چې د طالبانو د محدودیتونو په تړاو په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه وضاحت ورکوي.

افغانستان انټرنشنل د ګڼو مسلمانو هېوادونو له معتبرو دیني بنسټونو څخه د ښځو د مقام او د طالبانو له لوري د وضع شویو محدودیتونو په اړه پوښتنې کړې دي.

د ترکیې د دیني چارو عالي شورا په ځواب کې ویلي: «ټول انسانان، که ښځې وي که نارینه، د دیني اصولو او عمومي اخلاقو په رعایت سره، حق لري چې کار وکړي، تجارت وکړي او په اقتصادي فعالیتونو کې برخه واخلي»

په هغه رسمي لیک کې چې دې شورا افغانستان انټرنشنل ته استولی، راغلي: «په اسلام کې، کوم حقوق او ازادۍ چې نارینه‌وو ته ورکړل شوي، همغه په مساوي ډول ښځو ته هم ورکړل شوې او ښځمنتوب د حقوقي یا اجرایی صلاحیت د محدودیت سبب نه ګرځي».

دا لیدلوری د طالبانو له تبعیضي سیاستونو سره په ښکاره مخالف دی، چې میلیونونه افغان ښځې یې له زده‌کړو، کار، ورزش، په ټولنه کې له حضور او سیاسي مشارکت څخه محرومې کړي دي.

د دیني چارو عالي شورا په ترکیه کې د دیني چارو تر ټولو لوړ مشورتي او پرېکړه‌کوونکی بنسټ دی.

دا شورا مسووله ده، چې د دیني مسایلو په اړه فتوا صادره کړي، شرعي پوښتنو ته ځواب ورکړي او د هېواد د دیني سیاستونو په جوړښت کې ونډه واخلي.

د ښځې او نارینه ترمنځ هیڅ توپیر نشته

دې معتبرې مذهبي مرجع په صراحت سره لیکلي چې په اسلام کې د انسانیت له نظره، د ښځې او نارینه ترمنځ هیڅ توپیر نشته. په ادامه کې راغلي: «دواړه په مساوي توګه د الهي اوامرو او نواهیو مخاطب دي. ټول انسانان، پرته له جنسیت، د ځمکې ابادولو او د خدای په بندګۍ مکلف دي. د اسلام له نظره، په انسانیت او دیني وظایفو کې د ښځې او نارینه ترمنځ توپیر نشته. په اساسي حقوقو او مسوولیتونو کې هم تبعیض نشته».

د دې مذهبي مرجع د فتوا له مخې «ښځه د نارینه په څیر د ژوند حق، مادي او معنوي حیثیت ساتنې، شخصي ازادي او امنیت، د وجدان او عقیدې ازادۍ، مالکیت، د مشروعو وسایلو کارولو، د حقوقي دفاع لپارهعدالت ته لاسرسي، د کور مصوونیت، د ابرو او کرامت احترام، واده، د کورنۍ جوړولو او شخصي حریم حق لري».

د ترکیې دغې مذهبي مرجع د قران کریم د ممتحنه سورت ۱۲ آیت په استناد لیکلي چې د مسلمانانو په مقدس کتاب کې د پیغمبر له خوا د ښځو بیعت اخیستل ذکر شوي او دا آیت د ښځې د ارادې استقلال ښیي. «نو ځکه، ښځمنتوب د قانوني صلاحیت او اجرایي قابلیت لپاره خنډ نه دی».

د ښځو د کار او اقتصادي فعالیت حق

د ترکیې د مذهبي چارو شورا رسمي لیک کې راغلي: «ښځه، هم په کور کې او هم د باندې کار کولی شي او له خپل میړه سره د کورنۍ د اړتیاوو په تامین کې مرسته کولی شي».

دې شورا وضاحت ورکړی چې «د شرایطو له مخې، د ښځې او میړه رولونه په کورنۍ کې بدلیدلی شي. خو اصلي هدف، د افرادو د توانایۍ پر بنسټ د مسوولیتونو انډول او په ژوند کې د ټیکاو او نظم تامین دی».

طالبانو د ۱۴۰۰ کال زمري میاشت کې کابل ته له ننوتلو وروسته، په تدریجي ډول له ښځو څخه په دولتي ادارو، غیر دولتي موسسو، رسنیو او ازادو کاروبارونو کې سلګونه زره دندې اخیستې دي.

په ورته وخت کې د ترکیې د دولت عالي شورا باور لري چې «ښځې په مالي او تجارتي چارو کې له نارینه وو سره مساوي حقوق لري او په معاملاتو او دعوو کې، یوازې د ښځمنتوب له امله کوم محدودیت نه لري».

ښځه دولت رهبري کولای شي
په سیاست او د یوه هېواد په رهبرۍ کې د ښځو د رول په تړاو د ترکیې د عالي دیني شورا نظر له طالبانو سره ښکاره مخالف دی.

د «اسلامي امارت او د هغه نظام » تر عنوان لاندې د طالبانو د قاضي‌القضات شیخ عبدالحکیم حقاني له کتاب څخه څرګندیږي چې دا ډله باور لري چې ښځې نشي کولای د مدیریت او رهبري په منصبونو، په ځانګړې توګه په عدلي او قضایي نظام کې، فعالیت وکړي. دغه کتاب په ښکاره ډول وايي چې ښځې د دولت د رهبري یا په سیاسي فعالیتونو کې د ګډون صلاحیت نه لري.

د طالبانو د قاضي‌القضات په کتاب کې راغلي: «د ښځې ځای په کور کې دی، د ښځې ځای د اولادونو روزنه او ساتنه ده، ښځه ضعیفه ده، هغه د خپل ځان د دفاع توان نه لري څو د ځورونې او اذیت مخه ونیسي، څه رسېږي چې د حاکمیت د منصب تر نیولو وروسته د نورو دفاع وکړي. له همدې امله، د علماوو اجماع دا ده چې ښځه نشي کولای د امام، امیرالمؤمنین، حاکم یا د دولت د مشر په توګه دنده ترسره کړي».

اوس مهال په افغانستان کې هېڅ ښځه په لوړپوړو یا منځنیو دولتي پوستونو کې فعالیت نه لري. همداراز، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې هېڅ ښځینه قاضي نشته.

د طالبانو تر حاکمیت وړاندې،د ۱۴۰۰کال په زمري ‎کې په ټول افغانستان کې له ۳۰۰ زیاتې ښځینه قاضیانو دندې ترسره کولې. هغه مهال ښځو ته اجازه ورکړل شوې وه چې هم د رایه ورکوونکو او هم د کاندیدانو په توګه د ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون وکړي.

د ترکیې د دیني چارو د علماوو شورا وايي چې دا محدودیتونه په دیني نصوصو کې هیڅ بنسټ نه لري.

ددې شورا په رسمي لیک کې راغلي دي: «ځینې سرچینې د ښځو د دولتي پوستونو په برخه کې محدودوونکي نظرونه لري، خو دغه نظرونه ډېر د فقهاوو د وخت د ټولنیزو او کلتوري شرایطو له امله دي، نه د دیني څرګندو نصوصو پر اساس».

د ترکیې دغې دیني مرجع استدلال کړی چې «له پیغمبر څخه تر اوسه، ښځې په داسې مسلکونو کې وې لکه ښوونه، طبابت، د بازار د څارنې ماموریت، او روغتیا پالنه».

ورپسې راغلي چې د مسلمانانو دویم خلیفه عمر بن خطاب د شفاء بنت عبدالله په نامه یوه ښځه د مدینې بازار د څارنې ماموره ټاکلې وه.

د ترکیې د روحانیانو دغه سازمان لیکلي چې د قضاوت او لوړ پوړي مدیریت (د هېواد رهبري) په اړه د نظر اختلاف شته؛ ډېرو پخوانیو فقهاوو د ښځو قضاوت نه دی منلی، خو دا نظرونه د ټولنیز عرف پر اساس دي، نه د قرآن صریح نص.

د ترکیې دارالافتاء وضاحت ورکوي چې «فقها لکه ابو حنیفه او ابن حزم د ښځو په ځینو قضیو کې د قضاوت اجازه ورکړې، او نورو عالمانو لکه طبري او حسن بصري د ښځو د قضاوت لپاره دیني خنډ نه دی لیدلی. په کلاسیکو فقهي منابعو کې هم د لوړپوړو پوستونو لپاره د نارینه توب شرط راغلی، خو دا هم د فقهاوو د وخت د ټولنیز چوکاټ پر اساس دی.»

د ترکیې د دیني مرجع په رسمي لیک کې راغلي: «که څه هم په ځینو احادیثو لکه «هغه ملت چې خپلې چارې یوې ښځې ته وسپاري، رښتینی به نه شي» (صحیح بخاري او ترمذي) کې ویل شوي، خو دا حدیث د ساساني دولت د ډېر زر سقوط په تړاو چې په سر کې یې یوه ښځه وه، د پیغمبر له وړاندوینې سره اړه لري او عمومي حکم نه لري».

ورپسې توضیح شوې چې «قرآن هم د بلقیس، ملکه سبا،په پېښه کې له غندنې پرته د یوې ښځې د مشرۍ په اړه خبره کړې ده، نو له دې امله تاریخي او قراني شواهد ښيي چې ښځې، چې وړتیا یې ولري کولای شي په هره دنده کې، حتا د دولت په رهبري کې، ځای ومومي».

کرزي په جرمني کې د ایران بهرنیو چارو وزیر او د پنځو لوېدیځو هېوادونو له استازو سره کتلي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۹:۲۹ GMT+۱
•
خبرخونه
100%

افغانستان انټرنشنل ته د باور وړ ډېپلوماټیکو سرچینو معلومات ورکړي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي جرمني ته د خپل وروستي سفر په لړ کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي او د پنځو لوېدیځو هېوادونو ځانګړو استازو سره کتلي دي.

په دغې پنځه کسیزه ډله کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځانګړی استازی هم شامل و. پاتې څلور استازي د جرمني، برېټانیا او نورو اروپايي هېوادونو استازي بلل شوي دي.

عباس عراقچي د روان زېږدیز کال (د مئ میاشتې په ۲۳مه نېټه) امریکا سره د نامستقیمو خبرو پنځم پړاو لپاره روم ته تللی و او حامد کرزی هم د همدې لیدنې لپاره له جرمني څخه اېټالیا ته سفر کړی و.

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي، چې دغه لیدنه د ایران اسلامي جمهوریت په سفارت کې شوې او حامد کرزي له عراقچي سره هلته خبرې کړې دي. د دغو خبرو اترو اصلي تمرکز د افغانستان لپاره د یوه «ملي بحث» پر پیل او د یو ټولګډونه ملي حکومت د جوړولو پر اړتیا راڅرخېده.

سرچینې زیاتوي، لوېدیځ او ایراني ډېپلوماټانو حامد کرزي ته ویلي چې د افغانستان د روان کړکېچ یوازینۍ بنسټیزه حل لاره دا ده، چې ملي بحث پيل شي او یوه ملي اداره جوړه شي.

دوی همداراز زیاته کړې، چې له دغو وړاندیزونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ هم کوي.

د سرچینو په وینا، په دغو ناستو کې د «ملي بحث» د عملي کولو پر لارو چارو خبرې شوې دي. حامد کرزی تېره اونۍ جرمني ته په یو نارسمي سفر تللی و او دا مهال بېرته کابل ته راګرځېدلی دی. په ښکاره د هغه د دغه سفر لامل د «سترګو ناروغۍ» درملنه ښوول شوې وه.

دا د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د حامد کرزي څویم سفر دی، چې اروپا ته یې کوي.

نوموړي په تېرو څلورو کلونو کې تل پر دې ټینګار کړی، چې باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي او یوه ملي اداره رامنځته شي؛ خو د طالبانو کندهاري مشرتابه د هغه پر دې وړاندیزونو هېڅ غوږ نه دی ګرولی او له پامه یې غورځولي دي.

سندونه؛ د کابل سناتوریم اوسېدونکي وايي د طالبانو د عدلیې وزیر یې شخصي کورونه غصبوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

د کابل د سناتوریم سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي یې شخصی کورونه غصبوي. دوی د کورونو شرعي قبالې هم شریکې کړې او وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر غواړي کورونه د خپلو وسله والو په زور خالي کړي او خپل خپلوان پکې ځای پر ځای کړي.

د کابل شپږمې حوزې د سناتوریم اوسېدونکي چې شمېر یې ۷۲ کورونو ته رسېږي، وايي چې د ځمکو او کورونو شرعي قبالې یې څو ځله څېړل شوې او معلومه شوې چې د دوی سندونه قانوني دي خو د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ورته ویلي چې د پخوانیو حکومتونو سندونه نه مني.

100%

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د عدلیې وزیر په اړه یې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ته هم شکایتونه کړي دي خو هغوی ورته ویلي چې د عدلیې وزیر په چارو کې مداخله نه کوي او نه هم په دې برخه کې له دوی سره څه همکاري کولي شي.

د سیمې اوسېدونکو چې مېرمنې دي، افغانستان انټرنشنل ته ویډیوګانې رالېږلې او وايي، چې دوی د عدالت غوښتنه کوي، خو هېڅوک یې غږ نه اوري.

د شکایت کوونکو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزیر اړوند وسله وال کورونو ته ننوځي، نارینه یې زنداني کوي او وروسته ورڅخه په زور ویډیو کوي چې له کورونو وځي او شکایت نه کوي.

یوه ځايي اوسېدونکې وايي، « زموږ یو ګاونډی یې په زور وزارت عدلیه کې زنداني کړ او وروسته یې په اجباري ډول ویډیو ترې واخیسته او اقرار یې پرې وکړ چې زه خپل کور په څو ورځو کې خالي کوم. وروسته معلومه شوه چې په دغه کور کې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي خپل یو خپلوان ځای پر ځای کړی.»

په ورته وخت کې یوه بله ځایي اوسېدونکې، چې کور یې د غصب تر ګواښ لاندې دی، وايي:«تېر یو کال راهیسې دا جنجال روان دی او د عدلیې وزیر وایي چې دا ځمکه دولتي ده او باید کورونه خالي کړئ. موږ شرعي قباله په لاس لرو خو څوک یې نه مني.»

د سیمې اوسېدونکي شکایت کوي، چې د عبدالحکیم شرعي له خوا یې د جومات دروازې تړل شوې او چاته اجازه نه ورکوي چې په جومات کې عبادت وکړي.

د کابل د سناتوریم اوسېدونکي وايی چې د طالبانو عدلیې وزیر ورته ویلي چې ددوی شرعي قباله ورته د منلو وړ نه ده او دا ځمکه دولتي ده او باید کورونه خالي شي.

100%

د طالبانو عدلیې وزارت تر اوسه پورې د کابل د سناتوریم د اوسېدونکو ددې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

په یوه سند کې، چې د طالبانو په لومړۍ دورې پورې اړه لري، لیکل شوي چې ددې سیمې اوسېدونکي شرعي قباله لري او باید په دې برخه کې دوی ته څه ستونزه جوړه نه شي.

د طالبانو عدلیې وزارت د تېر کال په لیندۍ میاشت کې اعلان وکړ، چې د غصب شویو ځمکو د څیړلو ځانګړې محکمې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان په سناتوریم سیمه کې له ۲۰ جریبه زیاته غصب شوې ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.

د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په داسې حال کې د کورونو په غصب تورنیږي، چې نوموړی ملاهبت الله ته نژدې کس دی او د دولتي کورونو پر سر نه یوازې له سیاسي څېرو سره لاس او ګرېوان دی، بلکې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د کوچیانو هغه کورونه هم وران کړي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمانونه یې په لاس کې لرل.

د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون چارواکو د غويي پر ۲۱مه وویل، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته نږدې څلور مېلیونه جریبه ځمکه له غاصبانو راګرځول شوې ده.